روزنامه هیواد

د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځنه کوو

نن یکشنبې د مارچ ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه په افغانستان او په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی، دا د تشخىص او تصمىم ورځ ده. په دې ورځ د ښځې مقام او د هغوى له مساوی حقونو دفاع او نمانځنه کېږی. په اسلام ، نړیوالو ارزښتونو او په افغانستان کې په ملی کچه د ښځو پوره حقونو ته ژمنتیا شته او د افغانستان په اساسی قانون کې ښځې ته مساوی حقونه منل شوی  او د ستر احترام وړ دی، همدا ټکى نن د بحث وړ دى او کله چې سبا د مارچ په نهمه له طالبانو سره د سولې د خبرو مذاکرات پیلېږی، نو مرکچی پلاوى به د بشری حقونو د تضمین تر څنګ د ښځو د حقونو، د ضمانت د تر لاسه کولو هڅې هم کوی، ځکه د سولې له بهیر سره د طالبانو یو ځاى کېدل او یا په نظام کې هغوى ته له سولې وروسته ونډه ورکول، باید دا حقونه زیانمن نه کړی! خو له دې ور هاخوا بیا هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى په یوه نه یوه بڼه دوام لری! دا منو چې ښځو ته له نارینه وو سره سم د کار په بدل کې مساوی مزد ورکول کېږی، خو بیا هم ښځې تر سختو فشارونو او ځورونو لاندې دی، پر افغانستان تپل شوې روانه جګړه، د ښځو ژوند اخلی، بچیان یې وژنی او د کورنۍ غړی یې درګرده وژنی! دا تر ټولو ستر ځور او ستره غمیزه ده، چې افغان ښځې ورسره مخ دی، دا ځورونه او تاوتریخوالى د نړۍ له نورو ښځو په افغانستان کې سخت او نه جبرانېدونکى دى! له همدې امله افغان ښځې د دې جګړې پرضد را پورته شوې او د سولې په هڅو کې د پام وړ ونډې او د مساوی هڅو غوښتنه کوی! افغان ښځې نن ملی اجماع لری او له طالبانو سره یې د سولې د هڅو ملاتړ کړى،دوى داسې سوله غواړی، چې ټول حقونه او لاسته راوړنې یې په کې خوندی وی. افغان ښځې نن د پر شا تګ ټول پلونه په ځان پسې نړولی او په اوسنی نظام کې د خپلې ونډې او حقونو لپاره مبارزه کوی! که څه هم په افغان حکومت او پارلمان کې د ښځو ونډه ځلانده ده، خو دا بسنه نه کوی، ځکه د نن افغانې ښځې، پرونۍ هغوى نه دی او په هر ډګر کې ځلېدلی او د لا نورې ونډې مستحقې دی! د دې لپاره افغان ښځې په جرئت او شجاعت سره مبارزه کوی! نن ښځې په روغتیایی، روزنیزو، سوداګرۍ، سیاست ، هنر، پوځی او ګڼو برخو کې فعاله ونډه لری. که د اسلامی ارزښتونو پر بنسټ په ( ښارونو او بانډو کې ) ښځو ته حقونه ورکړل شی او یا دا چې د مسلمانو ښځو له تجربو افغانې ښځې هم ګټه پورته کړی،نو دوى به په سىاسی، اجتماعی، فرهنګی او علمی ژوند کې اغېزمن نقش ولری. که د اسلام تاریخ ته فکر وکړو، نو د پاکو بىبىانو ستر نقش لکه د لمر په څېر روښانه او ځلېدونکى دى، د حضرت بی بی خدىجې او حضرت بی بې عاىشې په څېر مېرمنو د ټولنې په علمی، سىاسی او اقتصادی ژوند کې لوى نقش درلود، چې نن تاریخ پرې ویاړی او هغوى د مسلمانو ښځو سرلارې دی، په ورپسې پېړىو کې هم په اسلامی ټولنو کې د رابعه عَدَوِىه، رابعه بلخی، ګوهر شاد بېګم، زرغونې انا، نازو انا او عاىشې درانۍ غوندې سترو مېرمنو په شعر، ادب، عرفان او سىاست کې ځلاندې کارنامې لری. دوى ځکه مهم کارونه وکړل چې د تعلىم او پرمختګ فرصت ورته برابر شو او د تاوتریخوالی او تبعىض په اور کې ونه سوځېدې. همدا راز د امىر دوست محمد خان خور، د یرغلګرو انګرېزانو په ماتې کې ستره ونډه لرله، دې افغان اتلانو ته پیسې او څادر دواړه ولېږل،چې کوم یو قبلوی، همدا راز ملالې میوندۍ له انګرېز سره په دوهمه جګړه کې لوېدلى ملی بیرغ را پورته کړ او په یوه ټپه یې د غازیانو مات مورال بېرته راژوندى کړ او انګرېزانو ته یې لویه او شرمېدلې ماتې ورکړه. همدا راز نورې ډېرې اتلې افغانې ښځې شته،خو که له ښځو سره ناوړه چلند کېږی،بیا هغسې پرمختګونه امکان نه لری! په اسلام او افغانی ټولنه کې  د ښځو په وړاندې خشونت منع دى او بې غیرتی ده. افغانان باید نور د خور او لور خرڅول پرېږدی، په مىراث کې حق ورکړی، زده کړو ته یې وهڅوی او د زور او جبر له لارې په کم عمر کې ددوى له ودونو ډډه وکړی. افغانان باید د خپل دىن او انسانی حقونو په اساس له دې پدیدو سره مبارزه وکړی او د همدغو ارزښتونو پر بنسټ د سولې په راتلو سره باید د هغوى حقونه خوندی کړاى شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید