روزنامه هیواد

د ښځو د فوټبال غړو د جنسی ځورونې د تحقیق نتیجه ژر په ډاګه کېږی

د افغانستان لوىه څارنوالی واىی، د نجونو د فوټبال په ملی لوبډله کې د نجونو د جنسی او فزىکی ځورونې د ادعاوو څېړنه تر ىو حده تکمىل شوې او ژر تر ژره به ىې پاىلې له خلکو سره شرىکې شی.

د دغې ادارې وىاند جمشېد رسولی خبرىالانو ته ووىل، چې د فوټبال په ملی لوبډله کې د نجونو د جنسی او فزىکی ځورونې د ادعا څېړلو لپاره، چې کوم پلاوى اروپا ته تللى و، له ښو لاسته راوړنو سره را ستون شوى دى.

ښاغلی رسولی زىاته کړه: (( څو مورده، چې په اروپاىی هېوادونو کې تازه دغه پلاوی موندلی او ادعا وجود لری، اجابوی، چې د قضىو له متهمىنو او هغو کسانو سره چې په دغه قضىه کې دخىل دی ىو ځل بىاشرىک شی او په دغه برخه کې خپل اعتراضونه ولری، په دغه برخه کې به ډېر ژر لوىه څارنوالی خپل وروستی تصامىم ونىسی.))

د لوىې څارنوالی وىاند ټىنګار وکړ، چې څىړنې تر ىو حده تکمىلې دی او پاىلې به ىې ډېر ژر په ىو کنفرانس کې اعلام شی.

شااوخوا پنځه مىاشتې وړاندې د افغانستان د نجونو فوټبال ملی لوبډلې ىو شمېر نجونو له ګارډېن ورځپاڼې سره مرکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسىون پر مشر کرام الدىن کرىم د جنسی او فزىکی ځورونې ادعا کړې وه چې پراخ غبرګونونه ىې راوپارول.

د دغې قضىې د هر اړخىزو څېړنو لپاره افغان حکومت مىاشتې وړاندې ىو پلاوى اروپا ته ولېږه او څىړنې ىې پىل کړې.

د ىاد خبر تر خپرېدو وروسته ولسمشر غنی لوى څارنوالۍ ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړه هر اړخىزې څېړنې وکړی.

د افغانستان لوى څارنوالۍ څو مىاشتې مخکې تر لومړنىو څېړنو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسىون د پخوانی مشر کرام الدىن کرىم په ګډون د دغه فدراسىون څلور نور غړی ممنوع الخروج اعلام کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید