روزنامه هیواد

د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لید روښانه نه دی

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وایی: د بشر او په تېره د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لید روښانه نه دی او له دې اړخه اندېښمنه ده.  هغې وویل: د بشری حقونو په اړه یې خپله اندېښنه له حکومت سره شریکه کړې ،چې د مذاکراتو پرمهال په پام کې ونیول شی. بله خوا د ۲۰۱۹ میلادی کال لپاره د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د ځوانانو استازې عایشه خرم وایی: د یوې نجلۍ په توګه اندېښمنه ده چې د کار او تحصیل حق ترې وانه خیستل شی او په سیاسی ځواک کې د طالبانو د ورګډېدو له امله، پر ښځو دغه محدودیتونه ډېرنه شی. دې وویل: (( د اندېښنې وړ موضوع دا ده ، چې ښځې له تعلیم، کاراو مساوی حقونو څخه بې برخې نه شی او دا هغه څه دې چې پرې ټینګار کوم.))

ممکن است شما دوست داشته باشید