روزنامه هیواد

د ښځو د حقونو مدافعانو ته جایزې ورکړل شوې

د مېرمنو د پیاوړتیا لپاره د پروموټ پروژې او د سولې او ولسواکۍ په برخه کې د برابرۍ بنسټ د ښځو د حقونو په برخه کې لسو غوره فعالانو ته د ۲۰۱۸ م کال د اتلانو جایزې ورکړې.د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی او په حکومتی کچه دوی ته د کمې ونډې په اړه تل راپورونه ورکړل شوی، خو پرون په کابل کې ځینو هغو فعالانو ته د اتلولۍ مډالونه ورکړل شول ،چې سږ کال یې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ کارونه کړی دی.دا پروګرام چې د امریکا د پراختیایی ادارې یا USAID د پروموټ پروژې او د سولې او ولسواکۍ د یووالی په برخه کې د عدالت غوښتنې د بنسټ له خوا جوړ شوى و، په کې لس کسان د ۲۰۱۸م  کال اتلان اعلام شول.په افغانستان کې د پروموټ پروژې مسوول ډاکترې سوسان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل: د ښځو د پیاوړتیا او شمولیت لپاره د ټولنې له منځه کار کول، له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره مرسته کوی، چې په حکومت کې د مېرمنو ونډه تر ۳۰ سلنې ورسوی.نوموړې وویل: (( تعلیم لرونکې او په وړتیاوو سمبالې مېرمنې د ډېر ښه فرصت استازیتوب کوی او همدوی له حکومت سره د هغو ژمنو د پوره کېدو په برخه کې مرسته کولای شی چې وایی، د مېرمنو ونډه ۳۰ سلنو ته رسوو او نن ۱۷۸۱ فارغې شوې مېرمنې دې ته چمتو دی چې کار وکړی.آغلې سوسان وایی: دوی د ښځو چارو د وزارت او نورو اړوند بنسټونو سره ددې هدف لپاره کار کوی چې وړو مېرمنو ته د کار لومړیتوب برابر شی.د پروموټ د پروژې مسوولین او د سولې او ولسواکۍ د برابرۍ بنسټ وایی: د سږ کال اتلان د ډېرو څېړنو په ترڅ کې د اغېزمنتیا له مخې انتخاب کړی دی.د ولسواکۍ د برابرۍ د بنسټ مرستیالې فروزان رسولی وویل: دا لس کسان د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د اغېزمنتیا له مخې غوره شوی، چې پنځه یې مېرمنې او پنځه نور یې نارینه دی.د نارینه و په برخه کې په دغو اتلانو کې صیف الله حاکمی، نظر احمد غفوری، محمد نصیر، حکمت الله افغان، عبدالوحید حکیمی او د ښځو په برخه کې فرزانه اکبری، وحیده عزیزی، موبینه خیر اندېش، ذینب فایض، ملاله میوندۍ شامل دی.پروموټ د امریکا د پراختیایی ادارې په چوکاټ کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پروژه ده، چې له ۲۰۱۵ میلادی کال راهیسې کار کوی، خو تېره میاشت سیګار راپور خپور کړ چې دا پروژه په خپلو اهدافو کې ناکامه ده او څنګه چې په کار وه، په افغانستان کې د مېرمنو د وړتیا لوړولو ته یې کار نه دى کړى.له دې سره د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایی: په افغانستان کې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ستراتیژۍ په کچه د پام وړ کار شوی ، خو آغلې وردګ د اتلانو د نمانځنې دغې غونډې ته وویل، چې د عملی ذهنیت جوړولو په برخه کار ډېر پڅ دى.

نوموړې زیاته کړه: (( یو شمېر چارواکی چې په لوړه کچه کار کوی، خو د خپلو مېرمنو د نامه په اخیستلو شرمېږی، زما هدف دا دی، چې د ذهنیت په برخه کې له لوړې کچې څخه بیا تر ټیټې کچې کارونه ډېر کمزوری دی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید