روزنامه هیواد

د ښوونکی هراړخیزو ستونزو ته پاملرنه اړینه ده

د روان کال د تلې ( مېزان ) دیارلسمه نېټه په افغانستان کې د ښوونکی د ورځې په نوم نومول شوې ده، دغه ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت د اړوندو ادارو له لوری د ښوونکی د درنښت او سپېڅلی مقام د درناوی لپاره په مرکز او ولایتونو کې د زده کوونکو په ولولو او د ګلونو د ګېډۍ په ورکړې سره په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه. په دغو مراسموکې دولتی لوړ رتبه چارواکو، زده کوونکو او ښوونکو هم ګډون درلود .

ټول په دې ښه پوهېږو، چې ښوونکی په حقیقی معنی یوازې الله (ج) دی، ځکه الله (ج) یو بې پروا ذات دی چې نه هغه له چا څخه پیدا شوی او نه له هغه  څخه بل څوک پیدا شوی او نه کوم (سیال اوشریک) لری. له الله (ج) وروسته ملائیکې دوهمې ښوونکې او د الهی فرمانونو رسوونکی (پیغمبران) (ع) درېیم ښوونکی ، ائېمه دین څلورم معلم او عامه ښوونکې پنځم ښوونکی دی، چې د بشریت د لارښوونې رسالت پرغاړه لری .د یادولو وړده چې د اولیاء الرحمن پرپله یې پل اېښى ، نه د اولیاء الشیطان ، ځکه اولیاءالرحمن ښوونکی خلک سمې لارې ته برابرول غواړی او د انسانی تعمیر په رغولوکې ښوونکی تر ټولومخکښ معماردی، چې ټولنه د فلاحت اورستګارۍ پرخوا رهبری کوی   اواولیاءالشیطان لکه د مافیایې کړیو مشران بیا د ټولو انسانی غوښتنو خلاف انسان اوانسانی نړۍ د نفسانی او شیطانی کارونود سر صدقه کوی ، چې دې ته بیا ښوونکی اولارښود نه ویل کېږی ، بلکې دا سې عناصر بیا د
بشرد خطا ایستلو، کارکولو
او حقوقو پایمالولو شیطانی لارښوونکی دی ، چې انسان او انسانی نړۍ به هېڅکله هم ورسره  آرام ژوند ونه کړی ، دنیا اوآخرت دواړه به  یې تباه او برباد کړی او انسانی هستی په تر اسفل من النار پورې ورسوی . اصلی ښوونکی داسې لارښود دی، چې انسان ترعرش پورې رسولى شی ، له کوره ترګور پورې د خپل وظیفوی او وجدانی مسوولیت اوسپېڅلی رسالت له مخې پرخپلو زده کوونکو باندې زده کړې کوی ، په نړۍ کې د انسانی تعمیر لومړنۍ خښتې سمې اوپرځاى ږدی چې په راتلونکې کې یو انسان د بل انسان غلام او بادارجوړنه شی ، حق حقدارته په کې ورسېږی او انسان د انسان ترڅنګ په ډاډه زړه خپل ژوند داسې تېرکړی چې هلته د چا د سر، مال او ناموس خطر وجود ونه لری.

په ټولنه او نړۍ کې همدغه ډول ښوونکو او معلم ته اړتیا ده، خو کله چې داسې څوک ومومی ، نو پرټولنه او چارواکو یې د معلم سپېڅلی مقام ته درناوی هم اړین دی ، چارواکی باید د معلم ټولو حقوقو ته په درنه سترګه وګوری او په تامین او تمویل کې یې پوره پوره مرسته وکړی . په داسې حال کې چې په نړۍ کې معلم داسې څوک جوړېدای شی چې په کانکورکې ترټولو لوړې نمرې اخلی، خو په افغانستان کې معلم داسې څوک جوړېږی چې په کانکورکې تر ټولو ټیتې نمرې اخلی .یو نیم خو بیا داسې هم وی چې د معلمۍ سپېڅلې دنده خوند ورکوی او په خپله خوښه یې لومړى انتخاب هغه پو هنځی یا تعلیمی مؤسسې وی چې معلم په کې روزل کېږی،  خو دا بیا د ګوتو په شماردی .حکومت باید دې ټکی ته ډېره پاملرنه وکړی ،ځکه چې د ټولنې دراتلونکو نسلونو  د ښې او بدې ټول مسوولیت د حکومت پرغاړه دى.

موږ باید دا خبره ومنو چې د نړۍ په نورو هېوادونوکې د ښوونکی اجتماعی او بشری حقونه خوندی دی او د ښوونکی د بسیا او آرام ژوند لپاره نوی امتیازات وضع کېږی، چې د دغه امتیازاتو له امله د ښوونکی د ژوند په برخه کې ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته کېږی، کله چې د ښوونکو ټولنیزې اړتیاوې پوره شی خپله دې ته اړکېږی ،چې د خپلو زده کوونکو لپاره د لیک او لوست په برخه کې نوښتونه رامنځته کړی اوله خپلو زده کوونکو سره له داسې چلنده کار واخلی،چې د زده کوونکو ذهنونه د ښې  زده کړې لپاره آماده شی.

په نړۍ کې د لومړی ځل لپاره په ۱۹۵۳ کې د امریکا کانګرېس د ښوونکی نړیواله ورځ ومنله او په ۱۹۸۵ م کال  کې د لومړی ځل لپاره د ښوونکی نړیواله ورځ په امریکا کې ونمانځل شوه. له دې سره د یونسکو په ۲۵تمه غونډه کې د سلو هېوادونو د استازو په ګډون هرکال د اکتوبر پنځمه د ښوونکی د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه چې نړیواله پرېکړه د ۱۹۹۴ م کال د یونسکو د مدیر د اعلامیې اوپیغام په خپرولو سره په ټوله نړۍ کې په رسمیت وپېژندل شوه ،چې هرکال یې نمانځنه  په نړیواله کچه کېږی ،چې سږ کال یې پنځه دېرشم کال دی.

که څه هم افغان حکومت د زده کوونکو او محصلینو د ښې روزنې لپاره نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې او کوی یې، زموږ د ځوان نسل د ښې روزنې او تحصیل لپاره یې هر ډول امکانات برابر کړی او اوس هم زموږ ځوان کدرونه په بهرنیو هېوادونو کې زده کړې د ماسترۍ او دکتورا تر کچې رسوی او د هېواد د آبادۍ او ښه خدمت کولو لپاره ځوان نسلونه روزی ، خو بیا هم څنګه چې لازمه ده ، ښوونکی له یو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د ښوونکو لپاره ستندرد معاش نه ورکول کېږی چې د دوی اړتیاوې پرې پوره شی یا داچې ځینې ښوونکی په ناامنو سیمو کې په ډېرو سختو حالاتو کې زده کوونکو ته ښوونه او روزنه کوی چې نا امنی خپله په زده کړې منفی اغېزه ښیندی، افغان حکومت باید د ښوونکو لپاره امتیازات په نظر کې ونیسی ، هغوی باید څه نا څه په افتخاری ډالیو ونازوی او هراړخیزې ستونزې حل کړی.

سمېع الله سمېع

ممکن است شما دوست داشته باشید