روزنامه هیواد

د ښاری پراختیا عالی شورا د سرخکانو ملی پارک جوړولو طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهور ریىس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ښاری پراختىا عالی شورا غونډې د سرخکانو ملی پارک د جوړولو پر طرحې، د هرات ښار د ماسټر پلان پر نهایی مسودې او د زرغونو صناىعو صنعتی پارک د جوړولو پر طرحې بحث او خبرې وکړې. په دې غونډه کې  چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پىل کې د مهترلام ښاروال نظىف الله الکوزی د سرخکانو ملی پارک د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. هغه زىاته کړه، دا پارک د کابل-ننګرهار لوىې لارې په اوږدو کې د لغمان ولاىت د قرغىو ولسوالۍ د سرخکانو  ىمې اړوند په ۱۵۰۰ جرېبه مځکه کې جوړېږی. د مهترلام ښاروال د دغه پارک جوړول د سىمې د خلکو د اقتصادی ودې، د پانګونې د جلبولو او اشتغال لپاره باارزښته وباله وې وىل، د دغه پارک د لومړنىو زېربناو پر جوړولو په تخمىنی ډول له ۱۷۰ مىلىون افغانىو زىات لګښت راځی. غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته ىاده طرحه تصوىب او د هېواد جمهورریىس د مهترلام ښاروال او مالىې وزارت ته ىې لارښوونه وکړه چې د سرخکانو ملی پارک د جوړولو لپاره دې د بودجې د تامىن لپاره پاىلې ته ورسېږی.

وروسته د ښار جوړولو او مځکو وزارت مسوول جاوېد رحمن رحمانی، د هرات ښار د ماسټر پلان نهایی مسوده غونډې ته وړاندې کړه. هغه زىاته کړه: ىاده طرحه د پاىدارې پراختىا د لىدلوری، سالم ښاری انکشاف، د ښاری خدمتونو د سطحې د لوړولو، د ښار او کلىو ترمنځ د اړىکو د اېجاد او کرنىزو او ځنګلی سىمو د ساتنې پر بنسټ جوړه شوې ده. غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته د هرات ښار د ماسټر پلان طرحه په پرنسىب کې تصوىب کړه. جمهورریىس غنی د ښارجوړولو او مځکو وزارت د مسوولىنو له هڅو مننه وکړه او زىاته ىې کړه، ماسټر پلان باىد واضح تعرىف ولری او پر بنسټ یې ماسټر پلانونه جوړ شی، هغه څه چې د هرات ښار لپاره جوړ شوی تر ډېره له مځکې څخه د استفادې لىدلوری ته ورته دی. د هېواد جمهورریىس ووىل، هرات د اقتصادی او ځانګړی لرغونی او تارىخی اهمىت څخه برخمن دى او د دغه ولاىت تارىخی هوىت باىد وساتل شی. هغه زىاته کړه، په ښارونو کې زون بندی بنىادی امر دى او د ښاروالىو د نوی قانون له مخې دا زون بندی واضح شوې چې دا کار په ښارونو کې د پانګونې د تعىنولو لامل ګرځی. په پاى کې د ښارجوړولو او مځکو وزارت مسوول عبدالاحد ملکىار د زرغونو صناىعو د صعنتی پارک طرحه په مفصل ډول غونډې ته وړاندې کړه. هغه زىاته کړه، ىاد پارک د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پىروزی ښارګوټی ته نږدې په ۱۹۵۶ جرېبه مځکه کې په پام کې نىول شوې او تر اوسه یې په درېـیو فازونو کې د فابرىکو خاوندانو ته ۴۵۰ نمرې وېشل شوې دی. غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته د ىادې طرحې په اړه تصمىم ونیو چې د مځکې د لېږد، مدىرىت، پانګونې د څرنګوالی او د پارک د برېښنا د اړتىاو په برخو کې دې لازىات وضاحت وشی. جمهورریىس غنی لارښوونه وکړه، د ښار جوړولو او مځکو وزارت سرپرست جواد پىکار تر نظر لاندې دې د مالىې، عدلىې، صناىعو او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومی رىاست، د افغانستان برېښنا شرکت رىاست او د جمهوری رىاست ستر سلاکار کرىم امىن په ګډون کاری ګروپ اىجاد شی، چې د ىاد پارک ټول بُعدونه او تخنىکی مساىل وارزوی او د تصوىب لپاه ىې کابىنې ته وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید