روزنامه هیواد

د ډیورنډ کرغېړنې کرښې د په رسمیت پېژندلو په اړه د پاکستانی پنجابیانو پاروونکې څرګندونې

د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو، مسافرو، ناروغانو اونورو خلکو پرمخ د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستلو د مراسمو پرمهال د تورخم دروازې پرځاى د ډیورنډ کرښې په نامه لیکل شوې لوحې او همدارنګه د ډیورنډ د منحوسې ،کرغېړنې او پلیتې کرښې  د رسمیت پېژندلو په اړه د تېری کوونکی او مکار پاکستان د تورمخو پنجابی واکمنانو وروستیو تشو ډنډورو اوبې بنسټه څرګندونو دلرو اوبرو پښتنو اوبلوڅو په ګډون د افغانانو زیاتې غوسې او غبرګونونه بیا را وپارول اوله دغو تېری کوونکو، درواغجنو ، مکارو او دوه مخو پنجابی واکمنانو یې  په کلکه غوښتنه وکړه او اخطار یې ورکړ چې له دې وروسته باید پنجابیان دافغانستان دآزادۍ غوښتونکو ، باتورو او حماسه ږېږوونکو خلکو د راپارولو لپاره دافغانانوپرزړه دوخت د انګلیسی استعمار د خونړۍ ، پلیتې او منحوسې کرښې د په رسمیت پېږندلو په اړه له اوتو بوتو په کلکه ډډه وکړی. په ۱۸۹۳ زېږدیزکال کې د ډیورنډ ددغې منحوسې کرښې په اړه دافغانستان د وخت د پاچاه امیرعبدالرحمن خان او د برېتانوی هند دبهرنیو چارو د وزیر ډیورنډ ترمنځ تاریخی اسناد دا ثابتوی او څرګندوی چې د وخت انګلیسی استعمارچیانواو پرنګیانو باید له عبدالرحمن سره د شویو ژمنو اولاسلیک شوی تړون له مخې دسلو کلونو دمودې له پوره کولو څخه وروسته د کوزې پښتونخوا او خیبرپښتونخوا په نامه د افغانستان له خاورې څخه جلا شوې سمسورې او پراخې سیمې باید په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې دکابل د وخت حکومت ته سپارلې  واى، خو له ډېره بده مرغه دوخت انګلیسی استعمار په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې شوې ژمنې په ډېرې بې شرمۍ ، سپین سترګۍ او بې باکۍ سره ترپښو لاندې کړې او له افغانستان څخه د کوزو پښتنو او بلوڅو دا جلا شوې پراخه او سمسوره سیمه یې په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې خپلو ګوډاګیو پنجابیانو ته وسپارله او په خپل ناوړه عمل سره یې تر دې دمه پورې ددغې پلیتې او کرغېړنې کرښې په اوږدوکې پراته پښتانه ولسونه زیات پرې وربړول ، وځورول اوآن تردې پورې چې د ترهګرو ټاپی یې پرې ووهلې ، بمبارۍ یې پر وکړې، ویې وژل اوپاتې قبایلی خلک یې دخپلو کورونو پرېښودلوته اړ کړل.

حتى ځینو مغرضو کورنیو وطن پلورونکو کړیو او دغه راز دهېواد د مځکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملی واکمنۍ د ښمنانو هم په ډېره بې شرمۍ اوسپین سترګۍ سره د ډیورند ددغې کرغېړنې کرښې د رسمیت پېژندلو پرسر دانګرېزانو د جوړ شوی مصنوعی  او ګوډاګی هېواد پاکستان له پنجابی  پوځیانو او استخباراتوسره له ډېرو ناوړو معاملو څخه کار اخیستى دى چې باید دغه ډول مغرض، محرک او مخرب دښمنان ژر تر ژره رسوا او بربنډ شی او د وطن پلورونکو کړیو په توګه دې ورسره سخت چلند وشی.

ډېره ستره اوغوره غوښتنه داده چې افغان حکومت باید د ډیورنډ ددغې منحوسې کرښې په اوږدوکې پر پرتو قبایلی ولسونو او نورو بیګناه کوزو پښتنو اوبلوڅو وروڼو باندې دزیاتو تیریو او همدارنګه ددغې کرښې په اوږدوکې د ژورو ګړنګونو دکیندلو،  دپوځی تاسیساتو دجوړولو او دخپلسرو دروازو د جوړولو ، داغزنو سیمانو دغځولو او دغه راز دتورخم او سپین بولدک د دروازو دتړلو اوهمدارنګه د ډیورنډ له هغې غاړې څخه دکونړ، نورستان اوننګرهار پرسرحدی سیمو د پاکستانی پوځیانو د توپونو او توغندیو د ړندو بریدونو اوآن ددغې منحوسې کرښې د په رسمیت پېژندلو د هڅو دناوړو اوبشری  ضد عملونو له امله د شکایتونو خپل غږونه دملګرو ملتونو دامنیت شورا ، دهاګ دنړیوالې محکمې او داسې نورو بې پرې او ناپیلیو سازمانونو غوږونو ته ورسوی چې له امله یې په دې برخه کې له افغانستان سره سملاسی مرستې ته ودانګی او پاکستان دې ته اړ کړی چې له یوې خوا پرافغانستان د ډیورنډ د تپل شوې کرښې د په رسمیت پېژندلو له ناوړه عمله لاس واخلی او له بلې خوا ددغې کرښې په اوږدوکې پرپرتو بیګناه ولسونو  له ظلمونو څخه په کلکه ډډه وکړی.

شاولی قرار شىنوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید