د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روغتیا نړیوال سازمان وایی: په نړۍ کې په هره دقیقه کې پنځه کسان د ډاکترانو د غلط تشخیص او درمل خوړلو د ناسمې سپارښتنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی. دغه سازمان سپارښتنه کوی، چې له تېروتنو څخه باید درس واخیستل شی .د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلام کړی، چې هر کال په نړۍ کې په میلیونو انسانان د ډاکتراتو د غلطې معالجې په نتیجه کې زیانمنیږی. په ژنیو کې د دغه سازمان مشر(( تدروس آدانوم فبریسیوس ویلی ، چې په نړۍ کې د غلطو معالجو له امله په هره دقیقه کې پنځه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی، خو د روغتیا سازمان په عین حال کې ویلی ، چې جرمنی او یو شمېر نور هېوادونه بیا په دې توانیدلی، چې د ناروغانو د غلطو تشخیصونو مخنیوی وکړی او دغه ستونزه یې تر ټولو ښکته کچې ته رسولې ده.د یاد سازمان د ارقامو پر اساس، په ټوله نړۍ کې ۴۰ سلنه (( سر تر پښو)) پورې ناروغان او ۱۰ سلنه بستری ناروغان د ډاکترانو د غلطو تشخیصونو په پایله کې زیانونه وینی اوهر کال ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان د غلطو تشخصیونو په نتیجه کې مړه کېږی. دغه کسان په هغو هېوادونو کې چې لږ او یا هم متوسط عواید لری مړه کېږی. په ځینو مواردو کې داسې هم شوی چې ناروغان په تېروتنې، تر شیمی درملنې لاندې نیول شوی او یا په زهری موادو ککړ شوی دی.
په پام کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان د لومړی ځل لپاره د روان کال د سپتمبر په ۱۷مه د ((ناروغانو د روغتیا)) ورځ ونمانځی،چې د نړیوالو پام د غلطو تشخیصونو د موضوع لور ته واړوی.
د روغتیا له نړیوال سازمان څخه نیلام دینګرا کمار وایی د طبابت په علم کې غلط تشخیص، (( یوه نړیواله ستونزه ده.))کمار سپارښتنه کوی چې له تېرو تېروتنو باید درس او تجربې واخیستل شی. دی ټیڼګار کوی، چې دغه کار به د هغو اضافی لګښتونو مخه هم ونیسی چې ناروغان یې د غیرضروری یا غلطو تشخیصونو لپاره پرې کوی.