روزنامه هیواد

د چک جمهوررییس ولسمشر غنی ته د بیا انتخابېدو مبارکی ویلې

جمهوررییس محمداشرف غنی ته د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د چک جمهوریت د جمهوررییس میلوش زمان د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

د مبارکۍ په دغه پیغام کې د چک جمهوررییس د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس په توګه د محمداشرف غنی د بیا انتخابېدو په مناسبت د افغانستان دولت او شریفو خلکو ته د خپلو صمیمانه مبارکیو مراتب څرګند کړی دی.

ښاغلی زمان همدارنګه په دغه پیغام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو لازیاتې پراختیا ته په اشارې لیکلی: ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې افغانستان به ستاسو په رهبرۍ سولې او ثبات ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید