روزنامه هیواد

د چهلستون تاریخی بڼ او ماڼۍ بیا رغول شوې

په کابل کې د چهلستون تاریخی بڼ بیا رغول شوی دی. دغه بڼ چې دوه میاشتې مخکې د سیلانیانو پرمخ پرانیستل شوی په یادې موده کې له ۷۵ زرو ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې. بڼ په معیاری ډول رغول شوی او د تفریح لپاره په کې ګڼې آسانتیاوې برابرې شوی دی. دغه بڼ اوس مهال د کابل ښار یو له غوره تفریح ځایونو بلل کېږی چې ګڼې کورنۍ یې لیدو ته ورځی. د کابل د تاریخی بڼونو د موسسې مشر وایی: له هغه وروسته چې دغه بڼ ګټې اخسیتنې ته سپارل شوی هره ورځ د کورنیو په شمول شااوخوا ۱۵۰۰ سیلانیان د بڼ لیدو ته راځی. امان الله صاحب زاده امریکا غږ ته ویلی: (( په تېرو دوو میاشتو کې چې دغه بڼ ګتې اخیستو ته سپارل شوی له ۷۵ زرو نه ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې. دغه شمېر له دې هم ډېر دی، ځکه یاد کسان یوازې د ټیکټ اخیستونکو (له ماشومانو پرته) شمېر دی. په بڼ کې آسانتیاوې شته او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د تفریح لپاره یو مناسب ځای دی.))په بڼ کې چایخونې، کانیتنونه، سپورتې کلپونه او د ناستې لپاره په کې ښه امکانات برابر شوی دی. یاد بڼ ته راغلی یو شمېر سیلانیان وایی: کابل ښار کې د دغه شان ځایونو جوړېدل یوه ښه پانګونه ده. احمد رشاد انوری چې د لومړی ځل لپاره د دغه بڼ لیدو ته راغلی وایی: (( د تفریح لپاره دا بڼ یومناسب ځای دی.)) هغه چې خپلې کوژدنې سره د دغه پاغ په انګړ کې ګرځېده دا یې هم وویل، چې د کورنیو لپاره باید مناسب تفریح ځایونه برابر شی.د چهلستون په ۶۰ جریبه بڼ کې یوه ماڼۍ هم دنګه ولاړه ده چې د چهلستون ماڼۍ په نامه یادیږی.  ددغې ماڼۍ بنسټ شااوخوا دوه سوه کاله مخکې یعنې د اتلسمې زېږدیزې پیړۍ په وروستیو کلونو کې د شاه زمان په حکومت کې اېښودل شوی دی.ماڼۍ په یو لوړ ځای کې جوړه شوې چې د کابل ښار لویه برخه ترې ښکاری او دغې ځانګړنې یادې ماڼۍ ته ځانګړې ښکلا وربښلې ده.پخوانیو حکومتونو کې به دغه بڼ او ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو او میلمنو کوربه وه،  خو د نوییمې لسیزې کورنیو جګړو کې د دغې ماڼۍ ۸۰ سلنه برخې ویجاړې شوې.درې نیم کاله مخکې یې د بیا جوړونې چارې د جرمنی هېواد په مالی ملاتړ په معیاری ډول او تاریخی معلوماتو ته په کتو پیل شوې او تر دې چې د ۲۰۱۹ م کال د مارچ په ۱۵مه ګټې اخیستلو ته وسپارل شوه.د بیا جوړونې په چارو یې ۱۴ میلیونه ډالر لګښت راغلی او د جوړولو چارې یې یواځې افغان انجنیرانو او کاریګرو پر مخ بیولی دی.

سید زیارمل هاشمی

ممکن است شما دوست داشته باشید