روزنامه هیواد

د چرګانو فارمونو ته دې پراختیا ورکړل شی

له ګاونډیو هېوادونو چې افغانستان ته د چرګانو کومې غوښې رالېږدول کېږی د روغتیا له پلوه ښې نه دی او خلکو ته صحی تاوان پیښوی . مخکې له دې چې چرګان حلال شی ورته هورمون پیچکاری کېږی ،چې په لنډه موده کې لوی شی‎ اوپه غوښه کې یې زیاتوالی راشی، خو له نېکه مرغه او سمهال په افغانستان کې د چرګانو دروزلو د هغو له غوښو او هګیو دګټې اخیستنې کابو لس زره فارمونه جوړ شوی او دغه فارمونه نورهم د پراختیا په حال کې دی، ځکه چې ښه نتیجه یې ورکړې په راتلونکې کې به په دې کار سره وکولاى شو، چې افغانستان ته د چرګانو دغیرصحی غوښو د رالېږدولو مخنیوی وکړو او د چرګانو فارمونو ته پراختیا ورکړای شو.

د هېواد ورځپاڼې خبریال دافغانستان دصنایعو اوکانونو دخونې د عامل پلاوی له رییس ښاغلی رحیم الله سمندر سره مرکه کړې چې خپریږی.

 پوښتنه: د چرګانو هغه غوښې چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته رالېږدول کېږی  د روغتیا له پلوه دهېوادوالو صحت ته څومره زیان پیښوی او تاسې په هېواد کې د چرګانو دفارمونو دجوړولو لپاره چې دبهرنیو چرګانو د غوښو ځای ونیسی څه فعالیت ترسره کړی دی؟

ځواب: له بل هروخته اوس په افغانستان کې د چرګانو فارمونو وده کړې ده . په دغه سکتور کې دپروسس او تولید برخه هم فعاله ده. له نېکه مرغه اوس په ټول هېواد کې لس زره د چرګانو فارمونه لرو او دغو فارمونو په لږ وخت کې  ښه پرمختګ کړی دی. په تېره بیا په وروستیو دریو کلونو کې د ولسمشر محمداشرف غنی دغوره اقتصادی پالیسۍ په پلی کولو سره دهېواد په یو شمېر ولایتونوکې دچرګانو فارمونه معیاری شوی دی. دچرګانو دساتلو ټول معیارونه دپرمختلفو هېوادونو په څېر پلی کېږی .دلس زرو فارمونو په لرلو سره د هېواد په دننه کې هګۍ دماشینونو په واسطه چرګوړی باسی ، ماشینونه لوړ ظرفیتونه لری ،چې دهېواد په دننه کې ورڅخه کاراخیستل کېږی او واړه چرګان تولیدوی .

 ددې ترڅنګ هغه چرګې چې هګۍ اچوی دهغو شمېر هم لوړیږی. ددې ترڅنګ موږ داسې فابریکې هم لرو، چې د چرګانو غوښه پروسس او بسته بندی کوی . هېوادوالو ته څرګنده ده ، چې له برازیل څخه هم افغانستان ته د چرګانو غوښې راوارد یږی او دخرڅلاو لپاره خلکوته وړاندې کېږی. له نېکه مرغه له بهرنیو هېوادونو د چرګانو دغوښو د واردولو کچه ټیټه شوې ده ، ځکه اوس زموږ دهېوادوالو تکیه پر کورنیو چرګانو ده. سربېره پردې  د اقتصاد عالی شورا فیصله وکړه، هغه سکتورونه چې په هېوادکې ښه تولیدات لری یادا چې پنځوس سلنه یا له دې هم  زیات  پرځان بسیاینې او خودکفایی ته رسېدلی دی، دغه راز خصوصی سکتورته باید پنځه ویشت سلنه ترجیح ورکړل شی. په هغو سکتورونو کې چې وده یې کړې ده زموږ وړاندیز په دې اړه دادى چې دبازاردنرخ په پرتله حکومت خپل تړونونه پنځه ویشت سلنه لوړ کړی او چرګان په واک کې ورکړی. دا دکورنیو تولیداتو له شرکتونو او فابریکو څخه یوډول ملاتړ دی، نو د چرګانو د روزلو په برخه کې ګران ولسمشر خپل ملاتړ له وړاندې اعلان کړی دی. ولسمشر زموږ هغه وړاندیزونه او غوښتنلیکونه ترلاسه کړل،چې په دې برخه کې موږ خپل ګران ولسمشر ته ویلی وو، کوم چرګان چې له ګاونډیو هېوادونو را واردیږی له صحی او کیفی پلوه ښه نه دی چې زموږ هېوادوال ترې ګټه واخلی . ددغو چرګانو عمرونه زیات شوی او څو کاله یې له تولید څخه تېرشوی اوهم له هګۍ اچولو پاتې شوې او همدارنګه غوښې یې هم د خوړلو وړ نه دی ، هرچرګ په لس هاوو ځله واکسین شوى دى.ددغو چرګانو غوښه په نورو هېوادونو کې هم دګټې اخیستلو وړ نه ده . په بهرنیو هېوادونو کې چې اوږدعمرلرونکی چرګان داسې مرحلې ته رسیږی له منځه وړل کېږی یادا چې سوځول کېږی .ده زیاته کړه: دافغانستان یو شمېر سوداګر تاریخ تېری اوله کاره لوېدلې چرګان افغانستان ته راوړی او بیایی په بازارونو کې پرخلکو پلوری. موږ ددغو ټولو سرغړونو راپور ولسمشر ته ورکړی دی او زموږ دراپور په ارزولو او مطالعه کولو د ولسمشر قناعت حاصل شوی دی. دافغانستان ولسمشر په دې هکله تګلاره او پروګرام لری، ترڅو دتاریخ تېرو شویو چرګانو دغوښو له خوړلو مخنیوی وشی. ددې ترڅنګ باید په هېوادکې د چرګانو د فارمونو غښتلی کولو ته پراختیا ورکړل شی. دکورنیو فارمونو غوښې باید وپېرل شی او په تېره بیا په دولتی تړونونوکې دکورنیو چرګانو دتولید خصوصی سکتور باید تشویق او ملاتړیې وشی
، ترڅو هېواد ته دګاونډیو هېوادونو دتاریخ تېرو شویو چرګانو دغوښو د راواردولو مخه ونیول شی.  
محبوب ـ هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید