روزنامه هیواد

د چاپېریال ککړتیا د بشری مړینو  مخکښ لامل دی

له  هغه وروسته چې سنبایو مبنګو له خپلو لسوماشومانو څخه د پنځو مرګ ولید ،پوه شوه، چې مجرم څوک دی، د هغې دنده وه ،چې له کارول شویو بټریو څخه به یې په لاسو سرب رااېستل. دې سنیګالۍ مور د خپلو تنکیو ماشومانو مړینه ولیده، هغوی ټول له دې وروسته چې دې له زهری موادو د بیا ګټې اخیستو دنده پیل کړې وه زیږیدلی وو، پر دوی ناڅاپی ناروغۍ راتلې او له ډېرو سختیو وروسته مخکې له دې چې دوهم کال یې پوره شی مړه کېدل.په خواشینۍ سره د مبنګو د ماشامانو مړینه کومه نا آشنا خبره نه ده. د چاپېریال ککړتوب (Pollution) په بېوزلو یا دکمو عوایدو په لرونکو او د منځنۍ کچې په هېوادونو کې ستره ستونزه ده. د ککړوالی او روغتیا په اړه د نړیوال اتحاد په نامه سازمان د راپور له مخې: د چاپېریال ککړوالی د بشری مړینو  مخکښ لامل دی. دا سازمان Global Alliance on Health and Pollution (GAHP) نومېږی چې غړی یې نړیوال بانک، دکولمبیا د پوهنتون د مځکې انستیتیوت، دملګرو ملتونو اړوند زیات سازمانونه او ډېر ملی حکومتونه دی.د دې راپور له مخې، په ۲۰۱۲ م کال کې، د چاپېریال ککړتیا – د خاورې، اوبو  او کور دننه او له کوره بهر د هوا  ککړوالی په بېوزلو هېوادونوکې د مرګ لامل شوی. دا ککړوالى د میلیونونو بېوزلو خلکو په پټه خوله وژونکى بلل شوی. دا د مړینې شمېره  د هغومړینو له شمېرې څخه ،چې د ملاریا، ایډز او نری رنځ (توبرکلوز) له کبله په مرکب ډول رامنځته شوی درې ځلې زیاته ده. راپور وایی، چې د اېبولا د ویروس

له امله په افریقا کې ۸ زره کسان مړه شول، چې امریکایی قانون جوړوونکی یې په خپلو جامو کې ولړزول او ډېرې ملی اړینې مسئلې یې هیرې کړې.دنړۍ په کچه، د چاپېریال ککړوالی د میلیونونه انسانانو په مړینه پړ دى – یا په نړیواله کچه  له هرو ۷ کسانو څخه د ۱ کس د مړینې لامل دى، خو ۹۴ سلنه د ککړتیا زور د ټیټې کچې عوایدو لرونکو هېوادونو په خلکو ورځی، څوک چې د راپور له مخې، ترټولو لږ د چاپېریال د ککړتیا پر وړاندې د مقابلې وړتیا لری.راپور کاږی، د چاپېریال د ککړتیا له امله د مخ پر ودې هېوادونو د میلیونونو وژل شویوکسانو ترټولوستر لامل د هوا ککړوالى و. څلور څلوېښت سلنه مړینه دکور د ننه هوا د ککړتیا له کبله وه، لکه د پخلی لپاره دنغری له کبله چې هوا ککړوی، ۳۸ سلنه مړینه د آزادې هوا د ککړوالی له کبله وه چې په هغو کې هغه ذرات چې د برېښنا د تولید له فابریکو، اوله  وړو موټرو او لاریوڅخه راپیداکېږی شامل دی. د خاورې او خوراکی توکو ککړتیا د درنو فلزاتو له کبله چې د صنایعو او معدنکارۍ له کبله رامنځته کېږی په ۱۰ سلنه مړینې پړ وو په داسې حال کې چې  د اوبو د ځایی سیستم، چې د ښاری ککړو اوبو (Sewage) او د صنعتی فاضله موادو له کبله منځته راځی ۸ سلنه وو. سرطان، مغزی حمله، دزړه او دتنفسی ناروغیو منځته راتلل ځینې هغه وژونکې صحی شرایط ، چې کله انسانان د چاپېریال له ککړتیا سره مخ شی منځته راځی.د (GAHP) د سازمان موندنې د نړیوال روغتیایی سازمان (World Health Organization) د شمېرو له مخې، چې د هوا او اوبو د ککړوالی په هکله وې  او یا خپله د سازمان د خپلو هغو ارزونو په اساس وې ، چې د زهری، کېمیاوی او صنعتی اضافی موادو په هکله  یې د ټیټې کچې عوایدو په لرونکو هېوادونو کې کړې وې.د (GAHP) سازمان غړی ویره لری، چې د ملګرو ملتونو د دوام لرونکې پرمختیا د موخو (Sustainable Development Goals, (SDGs)، یا د سازمان د پرمختیایی مرستو پلان به د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره و نه توانېږی ، چې د چاپېریال د ککړتیا سم غم وخوری.فرناندو لوګریس د یوروګوای صفیر اود بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: څرنګه چې داموخې یا SDGs به ټاکی چې نړۍ په راتلونکو ۱۵ کلونوکې کومو څیزونو ته پام او مالی مرسته وکړی، نو دا خبره چې نړۍ ټولو چاپېریالی ککړتیاوو ته پام وکړی، خورا اړینه ده. ستونزه داده، چې اوسنۍ پراختیایی موخې (SDGs) یوازې د هوا  ککړوالی یادوی او نور لکه  کېمیاوی موادو او رنګارنګ فاضله موادو ته پاملرنه نه کوی. پرمختیایی موخې یا (SDGs) به اجندا ټاکی، نو باید سمې وې. موږ ته اړینه ده، چې د چاپېریال ککړتیا ته پوره پاملرنه وکړو.راپور وایی ، چې مالی مرستې اړینې او مهمې دی. په میلیاردونه ډالره نړیوالې مرستې چې د حفظ الصحې، ملاریا، توبرکلوز او ایډز لپاره په کاریږی د پرمختیایی هېوادونو د روغتیا د ښه والی په برخه کې یې زیاته ګټه رسولې ده. د امریکا او نورو شتمنو هېوادونو د ژوند د ترټونکو چاپېریالی ککړتیاوو د سرچینو مخه د قوانینو، مقرراتو او تکنالوجۍ  په مرسته ډب کړې ده او اوس ورته اړتیا ده، چې خپله کارپوهنه  نورو د کمو عوایدو لرونکو هېوادونو ته ولېږدوی ، چې هغوی هم دا کار وکړی.د GAHP راپور کاږی، چې ولې باید شتمن هېوادونه په پرمختیایی هېوادونو کې د چاپېریالی ککړتیاوو په هکله تشویش ولری؟ ځواب دادی، چې د بشریت اقتصاد نړیوال دی او ککړتیاوې هم نړیوالې دی.ککړه هوا له نویو صنعتی شویو هېوادونو څخه د باد په مرسته ستاسو شتمنو ملکونو ښارونو ته هم مخه کولای شی; له معدن کارۍ او د ډبرو د سکرو له فابریکو څخه سیماب هغو کبانوته چې تاسو یې په دسترخوان ږدی لاره موندلی شی; آرسنک او نور زهری مواد به ستاسو په وریجو او نورو غذایی توکو کې هم راښکاره شی. له دې کبله، په پرمختیایی ملکونو کې د چاپېریال د ککړتیا غم خوړل ممکن نه یوازې د مبنګو د کورنیو پر روغتیا ښه اثر وکړی ; دا کار ممکن ستاسو روغتیا هم وساتی.

څیړونکی: الیکسس پترو

ژباړونکی: محمد عارف رسولی

ممکن است شما دوست داشته باشید