روزنامه هیواد

د چاپېریال په پاک ساتلو کې د علماوو  او خطیبانو رول ډېر مهم دى

دا چې د اسلام د سپېڅلی دین په رڼا کې د چاپېریال د پاک ساتنې په اړه کوم احکام موجود دی د جوماتونو پر ملا امامانو اوخطیبانو لازم دی چې دغه احکام د منبر له لارې وخت په وخت دخپلومقتد یانوغوږو ته ورسوی، ځکه عام ولس له بل هرچا د معنوی تکیه ګاه په توګه ددینی عالمانو خبرو ته ژورغوږ نیسی او پرې عمل کوی ٬ علما کولاى شی د ژوند په چاپېریال کې د چټلیو د ضررونو په اړه د اسلام د سپېڅلی دین د احکامو په رڼا کې د خلکو ذهنیتونه د اسلام په اصلی او اساسی ارشاداتوروښانه کړی.

پاکوالى د ایمان جزدى ٬ دا د جناب رسول الله مبارک هغه محکم سنت قول دى چې په تفسیرسره یې د نظافت او پاکوالی په اړه په بشپړډول هرڅه خلاصه شوی دی. یانې د ځان ٬ جامې او کورله پاکوالی را نیولې بیا د چاپیریال ترپاک ساتنې پورې ټول مفهوم پکې نغښتى دى او له دې قول څخه څرګندېږی چې د قوی ایمان درلودونکی کسان له نظافت سره مینه لری .

هغه هوا چې موږ یې تنفس کووله وقفوی طبیعی توپانونوپرته یې نوره ټوله موږ په خپله ککړوو او کنترول  او مخنیوی ته یې داسې فورمول نه جوړوو چې د ژمی د یخنۍ پر مهال په هوا کې د ککړتیا کچه د خپلې دودجنی اوتاوجنې مداخلې له وجې را کمه کړو، لګیا یو په دې زورلګوو چې په خپلو بخاریو کې له ربړه را نیولې بیا د ډبرو ترسکرو پورې هغه مواد وسوځوو چې ډېرکاربن ډاى اوکساید په هوا کې تیتولى شی .

ناپاکه هوا طبعاً انسانان د شش په ناروغیو اخته کوی او دناپاکې هوا تنفس داسې مثال لری لکه د میکرو بونواو وایرسونو سېلاب چې د خولې او مرۍ له لارې په بدن ورخوشې کړو. ددې ترڅنګ د نظافت د نورو اصولو نه رعایت لکه د جامو ناپاکی مو د خلکو د کرکې سبب ګرځوی د کور ناپاکی مو د مېلمه چې د خداى دوست دى د بیزارتیا سبب کېږی همدارنګه که مو چاپېریال ککړ او نا پاک وی بدن به مو د مختلفو ناروغیو کوربه اوسی

داسلام سپېڅلی دین تل د ځان ٬ جامې او چاپېریال پر پاکوالی امرکړى دى مسلمانان باید په دې وپوهېږی چې نظافت او د ژوند د چاپېریال پاک ساتل که له یوه پلوه زموږ د روغتیا ضمانت کوی، له بل پلوه پاکوالى یوه دینی فریضه ده چې په اړه یې الله پاک فرمایلی دی : ژباړه ٬ نېکی وکړه لکه چې الله پاک پر تا احسان کړى دى اوپه مځکه کې فساد مه جوړوه چې الله پاک فساد کوونکی نه خوښوی او په بل ځاى کې فرمایی : پر مځکه له اصلاح وروسته فساد مه کوئ. له دغه آیت متبرکه څخه معلومېږی چې مځکې ته چې دانسانانو د ژوند یوازنى چاپېریال دى په عمدی او قصدی توګه ضررمه اړوئ چې دا یو نوع فساد دى او د اسلام په سپېڅلی دین کې منع شوى دى  نوځکه هر مسلمان باید ترې پرهېز وکړی او چارو اولیا وو ته هم لازمه ده چې نظارت او ساتنه ترې وکړی خصوصاً د مځکې پر مخ هغه فساد چې عام ضرر ولری ٬ ځینې کسان هڅه کوی چې د لارو په سریا هم له خپل کورسره نږدې په عام محضرکې د خپل کور خاورې اوخځلې وغورځوی دا هنر اوغیرت ورته ښکاری ددغو کسانو د ذهنیت جوړول هم د جوماتونو په ملا امامانو پورې اړه لری چې هغوى دغه کسان ددوى دعمل اضرارواوګناه ته د اسلام د سپېڅلی دین د احکامو په رڼا کې متوجه کاندی ځکه د مځکې پرمخ هرهغه عمل چې بل ته د ضررسبب کېږی د اسلام په نزد ګنا ده  نوځکه د خلکو په لاره کې د اغزیو پر ځاى دګلانوکرل لازم دی. مانا داچې خپل چاپېریال باید د ګل په شان ښایسته جوړکړو .

د چاپیریال په پاک ساتلو پخپله هم درانه ښکارو او پاک چاپیریال زموږ د شخصیت ٬ کرداراو د انسانی سلوک له بلوغ او عروج څخه استازیتوب کوی  ځینې کسان نور ښه خلک وی خو د چاپېریال ساتنې په نزا کتونو نه پوهېږی او یوازې لږ اشارې ته اړتیا لری که چېرې وپوهول شی ژر دوى د خپل چاپېریال په وړاندې خپل سلوک اصلاح کوی چې همدغو کسانو ته دا  لږ اشاره هم د علماوو په نصایحو کې له بل هرچا پر دوى ښه اغېزه کوی چې علما یې ورته متوجه کړی، ځکه د علماوو خبره هېڅکله پر چا بده نه لګېږی اوهغه کسان چې د چاپېریال په ککړولو کې بې غوری کوی او د چا خبرې ته هم غوږ نه نیسی هغوى ته باید د کور او چاپېریال د پاکوالی په اړه اخلاقی یادونه وشی  که یې و منله کور یې آباد او که یې ونه منله دعدلی مراجعو لارې خو نه دی تړل شوی .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید