روزنامه هیواد

د چارو سم  مدیریت مو بریا حتمی کوی

که څه هم د بریالی سوداګر په ژوند کې د ناممکن په نامه کومه کلمه نه شته؛ خو بیا هم د کاروباری پوهې نه شتون د ځان لپاره ستر ګواښ ګڼی. د یو بریالی کاروبار شاته تل د پوه، با تدبیره او په ګڼ شمېر مهارتونو د مالامال ځیرک کاروباری شتون دی. دا چې اکثره کارونه له پیل څخه لږ ځنډ وروسته ماتې خوری او له کاروباری نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه کوی تر ټولو ښکاره لامل یې د کاروباری پوهې نه شتون دی. همدارنګه دا چې په افغانستان کې اکثره کاروبارونه ماتې خوری او یاهم د تل لپاره په ډېره کمه ګټه قانع پاتې کېږی او حتا د خپل کاروبار د ودې او پرمختګ په هکله هم فکر نه کوې؛ یوازینى دلیل یې د کاروبار د مالک په کاروباری نړۍ کې د اړینو او مسلکی زده کړو او پوهې نه شتون دى.دا چې په ژوند کې هرڅه یو خاص نظم، تدبیر او سیستماتیکې پروسې ته اړتیا لری او له هر څه د مخه باید ځینې خاص اصول او لومړنی قدمونه پلی شی؛ نو د کاروبار له پیل څخه د مخه هم اړیو د کاروبار په هکله هر اړخیز معلومات، هنرونه او پوهه ترلاسه کړو؛ چې په په مستقبل کې د ستونزو او ګواښونو په داسې ډول ښکار نه شو ، چې د وتلو او بیرته تګ لپاره مو ځانته هېڅ لاره هم نه وی پرېښودلې.د بریالی کاروبار له پیل کېدو څخه د مخه ګڼ شمېر مهارتونه شتون لری؛ چې پوهیدل پرې اړین دی. که چیری تاسو په یوازې او په خپله د شخصی کاروبار پیل کول غواړئ، اړیاست د لاندینیو او دې ته ورته نورو مهارتونو شتون او روزل په ځان کې پیدا کړی:

۱ د کاروبار د پیل په هکله لومړنی معلومات:

د کاروبار د پیل لومړنی پړاوونه لکه د کار انګېزې پیدا کول، په هکله یې معلومات ټولول، د کاری  پلان جوړول، د کار انګېزې ته د عمل بڼه ورکول د کار انګېزی ثبتول، د شرکت د کار جواز اخیستل، په دولت کې د شرکتونو د مالیاتو او اصولو په هکله معلومات کول، د مارکېټ او کاروباری سیالانو په هکله معلومات ټولول، د کاروباری شریک پیدا کول او داسې نور هغه څه دی، چې د کار له پیل څخه د مخه یې په هکله هراړخیزه څیړنه ضروری ګڼل کېږی.

۲ د مالی چارو مدیریت او پوهنه: د مالی چارو مدیریت او پوهنه تر هر څه اړینه ګڼل کېږی. د پیسو منظم مدیریت او ساتل کولای شی ستاسو بریا حتمی کړی. ستاسو مالی مسوولیتونه د کار له پیل څخه پخوا پیل کېږی. تاسو اړیاست د کار له پیل څخه د مخه خپلې پیسې او سرمایه مدیریت کړئ. ښه به دا وی؛ چې د کار د پیل لپاره مو بېله بودجه او اکاونټ پرانیزی، چې وکولای شئ هغه مقدار بودجه چې د کاروبارد پیل او دوام لپاره مو بسنه کوی له پیل څخه د مخه ترلاسه او وسپموئ؛ چې  په راتلونکې کې مو کاروبار له مالی اړخه ونه ګواښل شی.

یادې موخې ته د رسېدو لپاره تاسو اړیاست د مالی چارو مدیریت او پوهنه لکه ( د ورځنیو مالی پیښو او راکړې-ورکړې ثبتول، د راتلونکې په هکله له مالی اړخه وړاندوینه، د مالی راپورونو برابرول، د پیښیدونکې ګټې او تاوان اټکل کول، د کمپنۍ بیلانس شیټ جوړول، د تولیداتو او خدمتونو د نرخونه محاسبه کول او ټاکل او دې ته ورته نورو چارو په هکله د کاروبارد څښتن پوهاوی اړین او د کاروبار د بریا لپاره بنسټیز رول لوبوی.

۳د بازار موندنې، خرڅلاو او پیرودونکو په هکله پوهنه: د بازارموندنې پلان جوړول، د بازار په هکله لومړنی معلومات، د کاروباری سیالانو په نښه کول او له ځان سره پرتله کول، د تولیداتو او خدمتونو د خرڅلاو د کچې لوړول، پیرودونکو ته د ښه او لوړ کیفیت چوپړتیاوو وړاندې کول او دا چې څنګه کولای شی خپل توکې خرڅ او پیرودونکی خوښ وساتی هغه څه دی ،چې د یو نوی او په یوازې ځان سره د کاروبار پیلیدونکی کاروباری لپاره یې پوهنه غوره ده.

۴ رهبری: که چیرې ستاسو کارونه د بریا او لویوالی خواته روان دی؛ نو تاسو نه شئ کولای یوازې ټولې چارې تنظیم کړئ. د دې لپاره اړیاست د ځینو چارو د پرمخ بیولو لپاره ځینې کارکوونکی په دندو و ګومارئ. د کارکوونکو ساتل او پر هغوی کنټرول درلودل او په دې مطمین کیدل چې د کمپنۍ چارې په نورمال ډول روانې دی یو قوی او په هر څه پوه مشرتابه ته اړتیا لری. مشر کیدل او رهبر جوړیدل ځینې زده کړو ته اړتیا لری ، تر څو وکولای شی کارکوونکی کنټرول او د شرکت چارې روانې وساتی. یو ښه کاروباری تل یو ښه رهبر وی او یو ښه رهبر تل خپل کارکوونکی کنټرول، تشویق او خوشحاله ساتی؛ تر څو وکولای شی د کمپنۍ په چارو او تولیداتو کې مثبت بدلون رامنځته کړی. ښه رهبر هغه دی، چې وکولای شی د خپل ځان، کمپنۍ او کارکوونکو موخې سره یوځای او کارکوونکی دې ته تیار کړی؛ څو یادو موخو ته تر هرڅه لومړیتوب ورکړی.

۵اړیکې او خبرې کول: خبرې وکړه؛ چې ګټونکى شې. د انسان په ژوند کې ډېر شمېر بریاوې له ښو، پخو او پرځای خبرو کولو وروسته پیلېږی. همدا خبرې او ښې اړیکې دی، چې تاسو به خلکو ته وروپېژنی او هغه پټې وړتیاوی چې ستاسو په وجود کې نغښتی خلکو ته به په ډاګه شی. یو بریالى کاروباری باید وکولای شی په کاروبار کې له عرضه کوونکو، پانګه اچوونکو، پیرودونکو او کارکوونکو سره ښو خبرو او اړیکو جوړولو وړتیا ولری.

۶ د پروژې سمبالښت او پلان جوړونه: د بریالی کار جوړولو لپاره کاروباریان اړ دی ، تر څو ګڼ شمېر پروژې مدیریت او ورته پلان جوړکړی. د خپلې کاروباری انګیزې لپاره د کاروباری (بیزنس) پلان جوړول، د پرمختګ په موخه یې سټراتیژۍ او ګڼ شمېر پالیسۍ جوړول او پلی کول، د خپلو شته سرچینو او وسایلو لکه(وخت، پیسې، او کارکوونکو) څخه د اعظمی ګټې اخیستنې په هکله د کاروباریانو پوهاوی د کاروبار بریا حتمی کوی.

۷ د ستونزو حلولو وړتیا: کاروباریان تل د دې لپاره پلان جوړونه کوی ،چې چارې یې منظمې، ښکاره او له ستونزو خالی وی، خو بیا هم که هر څومره پلان جوړونه وشی بیا به هم ځینې ستونزې او خنډونه ضرور پیښیدونکی وی. دا په دې معنا چې کارکوونکی اړ دی ،چې په ستونزمنو او سختو شیبوکې د ستونزو حلولو مهارت، د ستونزو پر وړاندې مقاومت او په ورته شیبو کې د ښې او پرځای تصمیم نیوونې مهارتونه په ځان کې پیدا کړاو زده کړی. کاروباریان باید دا زده کړی، چې که چیری کله هم حالات له کنټرول څخه بهر شی؛ څنګه وکولای شی ورته حالات د ځان په ګټه کابو کړی.

۸د زغم او حوصلې هنر: هوښیار او بریالی کارکوونکی تل په دی باورمند دی؛ چې په لوبه کې د بریا او ماتې شتون حتمی دی. کاروباریان باید په دې پوه شی چې په کاروبار کې ګټه په تاوان کېږی او د ګټې لاسته راوړل وخت ته اړتیا لری. باید وکولای شی د ستونزمنو حالاتو، د خلکو د خبرو، نقدونو او ماتې خوړلو خو ماتې نه منلو په هکله پوره زغم او حوصله په ځان کې پیدا کړی.دا چې پورتنۍ او دې ته ورته نورې کړنې د یو داسې کاروباری لپاره چې د ادارې او سوداګرۍ زده کړې نه لری زده کول ستونزمن دی؛ خو په اړه یې د حد اقل او لومړنیو معلوماتو زده کول بیا ستونزمنه خبر نه ده. دا چې په لومړیو کې کاروبارونه واړه وی او کاروباری اړ دى ټولې چارې په خپله سمبالې او مدیریت کړی؛ نو د یادو حالاتو او مهارتونو زده کول د یو ګټور او تلپاتې کاروبار لپاره بنسټیز رول لوبوی.

حکمت الله نظری

ممکن است شما دوست داشته باشید