روزنامه هیواد

د څښاک پاکې اوبه د ښه ژوند برخلیک ټاکی

د څښاک کافی اندازه پاکې اوبه او هېواد والو ته د پاکو اوبو د آسانتیاوو  برابرول د ولسی تړون د ملی پروګرام له سترو موخو څخه دی، ځکه د انسانانو د روغتیا د تضمین لپاره  د څښاک پاکې اوبه د دوی په ژوند کې یو اړین توکی بلل کېږی. د پاکو اوبو د خدماتو سمون او پراختیا پر اقتصادی لاسته راوړنو سربېره، له اقلیمی بدلونونو سره سره د مبارزې او ښې چاپېریال ساتنې په برخه کې مرسته کوی. که چېرې خلکو ته په سیستماتیک ډول د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابره شی، نو خلک به هم له هغو څاګانو چې په خپل سر یې باسې لاس په سر شی او له اقتصادی پلوه به هم زموږ هېوادوال پیاوړی شی.

ګڼ مخ پر ودې هېوادونه وار له مخه د اوبو له اوږدمهال کمښت او  همدارنګه د اوبو له کمو زېربناوو سره لاس او ګرېوان دی. پر دې سربېره، دغه هېوادونه د وګړو له بې سابقې زیاتېدو، چټکې ښاری کېدنې او له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادی فعالیتونو سره مخ دی. د دغو هېوادونو وګړی بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نلری او د نړۍ پر مخ د میلیاردونو انسانانو لاسرسی د څښاک اوبو او حفظ الصحوی اسانتیاوو ته د یوه انسانی حق په توګه، لاهم په حقیقت ندی بدل شوى. له دغو حقایقو سره سره د نړیوالو اوبو خوندیتوب د نړیوالو د بحث په مهمه اجنډا بدله شوې ده. د څښاک د پاکو اوبو له کموالی څخه زموږ هېواد هم متاثره دی، چې ورځ تر بلې په هېواد کې د پاکو اوبو کمښت تر سترګو کېږی او هېوادوال مو د هېواد په ګوټ ګوټ کې له چټلو اوبو څخه ګټه اخلی.

په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې نړیوال اقتصادی فورم (World Economic Forum) د اوبو بحران د نړیوال سیستماتیک خطر په توګه درېیمه ننګونه وبلله. د څښاک د اوبو، نظافت او د مستعملو اوبو د مدیریت د ښه والی او سمون لپاره باید نن ورځ مناسبې تګلارې، بنسټونه او زېربناوې جوړې شی. د دغو اقداماتو له لارې په راتلونکې کې د اقلیمی بدلونونو له اغیزو سره هم مبارزه کیدای شی. زموږ هېواد چې فقر، جګړو او نا امنیو سخت ځپلی ، و ګړی یې له نورو ستونزو سره سره د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری.

د هغې څېړنې د اټکل له مخې، چې په دې وروستیو کې د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له خوا ترسره شوې وه، لږ تر لږه د نړۍ
۱، ۸  میلیارده وګړی د څښاک له ملوثو اوبو څخه ګټه پورته کوی. دا د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف د ګډې څارنې د هغو شمېرو له دوه چنده څخه پورته دی، چې ویلی یې وو: ۷۴۸ میلیونه انسانان د څښاک د اوبو پرمختللو سرچینو ته لاسرسی نه لری. چې په دې څېړنه کې په افغانستان کې هم ډېر و ګړی د څښلو د اوبو د نشتون تر جدی خطر لاندې دی، د ولسی تړون دا ملی پروګرام زموږ د هېواد د و ګړو لپاره یوه لویه امیدواری ده،چې د هېواد د و ګړو په مرسته به هېوادوالو ته د پاکو اوبو په برابرولو کې خپلې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړی. په افغانستان کې ډېر هېواد وال د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی   نه لری، نو په همدې موخه د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د ولسی تړون د ملی پروګرام په چوکاټ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې هڅه کوی،چې هېواد والو ته د څښلو د پاکو اوبو درسولو زمینه برابره کړی.  د ولسی تړون ملی پروګرام د یوه منظم پلان په در لودلو سره د هرو ۲۵ کورنیولپاره د اوبو یوه زېرمه  (ځای) چې په یوه ورځ کې به د هر یو کس لپاره د ۲۵ لېټرو اوبو د برابرولو وړتیا ولری جوړم وی، چې دا به د هېواد په کچه د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د بنسټیزو مرستو په کولو کې رغنده رول ولوبوی. اساسی او بنسټیزه خبره دلته دا ده چې باید هېوادوال هم د ولسی تړون له دغه ملی پروګرام څخه په بشپړه توګه حمایت وکړی،چې آن د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مو  هېواد وال د پاکو اوبو له څښلو څخه برخمن شی ، چې په دې سره به له ډول ډول ناروغیو څخه خلاصون ومومی           عزت الله اکبری

ممکن است شما دوست داشته باشید