روزنامه هیواد

د څرخی پله د زندانیانو د ستونزو په اواری غور کېږی

ارګ ، هېواد : د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د څرخی پله زندان ته ورغى او د دغه زندان له مسوولىنو او محبوسىنو سره ىې د اختر د مبارکۍ تر څنګ د هغوى ستونزې او وړاندىزونه واورېدل.په پیل کې د ښځىنه زندانىانو مدىرې رحىمې د ښځىنه زندانىانو د وضعىت او محاکماتی پړاوونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښځىنه معىاری زندان د جوړولو، د اعاشې د ښه کولو، د وړکتون د جوړولو او د زندانىانو د درملنې په برخه کې ىې خپل مشخص وړاندىزونه له جمهوررییس سره شرىک کړل.همدارنګه د ښځىنه زندانىانو په استازىتوب عاقلې خبرې وکړې او ښځىنه زندانىانو په ځانګړی ډول کبرسن، ماشومانو او ناروغانو ته ىې د جزاګانو په تخفىف او عفوې کې له جمهوررییس پاملرنه وغوښته.د څرخی پله د زندان رییس سمونوال زلمی منګل د زندانىانو اعتصاب ته په اشارې ووىل:  ستاسو له پنځه ماده‌ىی فرمان او واضح لارښوونو وروسته زندانىانو خپل سوله‌ىىز اعتصاب پاى ته ورساوه.جلىل د نارىنه زندانىانو په استازىتوب خبرې وکړې او د جمهوررییس له فرمانونو څخه د قدردانۍ تر څنګ ىې د زندانىانو په ځانګړی ډول د سپىن ږىرو او ناروغو زندانىانو ته د هغه پاملرنه وغوښته.جمهور رییس غنی د دوى د څرګندونو، وړاندىزونو او ستونزو له اورېدو وروسته ټولو ته د نېکمرغه لوى اختر مبارکی ووىله او زىاته ىې کړه: په اختر کې ځکه درته راغلم چې جمهوررییس د ټولو افغانانو دى، دا چې محاکمو ستاسو په حق کې هره پرېکړه کړې، خو انسانی حقوق او حىثىت مو پرځاى دى او ماته ښاغلی ىاست.محمد اشرف غنی دوى ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو په حل به ىې غور وشی او د ده راتګ د ستونزو د حل څرګند تعهد دى.د هېواد جمهوررییس زندانىانو ته ډاډ ورکړ چې د دوى د ستونزو په اړه به دقت وکړی او په کومو مواردو کې چې قوانىنو ده ته واک ورکړى په هغه برخه کې به اقدامات وشی او د نورو مواردو په اړه به له اړوندو ارګانونو سره د سلا مشورو په پاىله کې قانونی حل لارې ولټوی.جمهور رییس ووىل: د ښځىنه، سپىن ږىرو او ناروغو زندانىانو د ستونزو حل ته به پام وشی او زىاته ىې کړه: په دې برخه کې به د قانون مطابق غور او اقدام وشی.د هېواد جمهوررییس له زندانىانو سره له کتنې وروسته د څرخی پله زندان بېلابېلې برخې ولىدلې او بىا ىې د ىاد زندان له مسوولىنو او منسوبىنو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوى ستونزې او وړاندىزونه واورېدل او ژمنه ىې وکړه چې د قانون د حاکمىت عالی شورا راتلونکې غونډه به د زندانىانو د وضعىت ښه کېدو ته ځانګړې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید