روزنامه هیواد

د ځواکونو په کمولو سره به هم  د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وی

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې افغانستان ته راغلى چې له طالبانو سره د امریکا د سولې په نامه خبرې درېدلې او تاوتریخوالى دوام لری. له دې کبله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هڅه پېچلې شوې چې غوښتل یې یو شمېر امریکایی ځواکونه له افغانستانه وباسی.د اسوشتید خبری آژانس په حواله، د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر،  پرون ىکشنبې د اکتوبر په ۲۰مه کابل ته رسېدلى دى. اسپر خبریالانو ته ویلی چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټېداى شی هغه هم پرته له دې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کوم تغییر راشی.

هغه زیاته کړې چې د ځواکونو هر ډول اخراج به له طالبانو سره د سولې د تړون په چوکاټ کې تر سره شی.امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېری لری. دغه ځواکونه د امریکا په مشرۍ د پوځی ائتلاف یوه برخه ده چې افغان امنیتی ځواکونو ته روزنې او مشورې ورکوی او د تندلاریو پر ضد پوځی عملیاتو کې افغان ځواکونو سره مرسته کوی.تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو په تړاو، له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو امر کړى و او زیاته کړې یې وه چې په دغه هېواد کې به ۸۶۰۰ امریکایی سرتېری پاتې وی.د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد او طالب استازیو تر منځ په قطر کې په افغانستان کې د سولې   راوستو تر نامه لاندې نږدې لس میاشتې په نهو پړاوونو کې پټې خبرې وشوې، خو ولسمشر ټرمپ دغه بهیر وروسته له هغې لغوه اعلام چې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو په برید کې د یوه امریکایی سرتېری په ګډون ګڼ کسان ووژل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید