روزنامه هیواد

د ځوانو متشبثینو د فعالیتونو د ودې لپاره اقدامات ضرور دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی وړمه  غرمه له یو شمېر ځوانو متشبثینو سره په دلګشا ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدی حضور درلود، په پیل کې ځوان  متشبث میرویس اریا د ۹۵ سلنه مالیې د معافولو له امله جمهور رییس څخه د مننې تر څنګ وویل: زیات شرکتونه چې مخکې دېوالی شوی وو د یاد مالیاتی معافیت له امله وتوانېدل دویم ځلې خپل فعالیتونه پیل کړی.

اریا وویل: په تېرو درېیو کلونو کې د ځوانو متشبثینو کوچنیو سوداګریو پام وړ وده کړې، خو په عین حال کې له زیانونو خوندی نه وې. نوموړی د برېښنا کموالی، سوداګریزې مالیې او د کوچنیو پورونو نه شتوالی د متشبثینو ستونزې وبللې او وې ویل: د دې ټولو ستونزو سره سره افغانستان نه پرېږدو او خپل کار ته دوام ورکوو.وروسته بل متشبث احمدفهیم دیدار  د ځوانو متشبثینو د شبکې په اړه، چې نوې ایجاد شوې خبرې وکړې او په اقتصاد عالی شورا کې د ځوانو متشبثینو د غړیتوب د غوښتنې ترڅنګ د ټکنالوژۍ په برخه کې د متشبثینو ستونزې بیان کړې. وروسته د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر همایون قیومی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدی د ځوانو متشبثینو د ستونزو د تائید ترڅنګ له هغوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

جمهور رییس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ځوانو په ځانګړی ډول ښځینه متشبثینو له حضور مننه وکړه او وې ویل: د ځوانو متشبثینو د فعالیتونو د ودې په اړه لنډمهاله اقدامات ضرور دی او مالیې وزارت باید د مالیاتی معافیت په اړه واضح طرحه ترتیب او نورې اړونده ادارې دې د ځوانو متشبثینو د ستونزو د حل په برخه کې همکاری وکړی. د هېواد جمهور رییس وویل: ټول ولایتونه په دوو کلونو کې د برېښنا له یوې شبکې سره وصلېږی او په راتلونکو څلورو کلونو کې به افغانستان د برېښنا په صادروونکی هېواد بدل شی. ده له ځوانو متشبثینو څخه وغوښتل چې دوی ته د مځکې د وېش په اړه واضح او د مشخصو شرایطو لرونکې طرحه او نقشه ترتیب او وړاندې کړی.

همدارنګه:

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی د چهارشنبې په ورځ د کونړ ځوانانو او د مدنی ټولنې له استازو سره د یاد ولایت د غونډو په تالار کې وکتل.

په پیل کې نظام الدین مالیار جمهور رییس ته ښه راغلاست ووایه او همدارنګه یې د ځوانانو، ښوونځیو، د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې، د اوبو او کانونو د مدیریت، برېښنا، د لرګیو صنعت، کرنې او مالدارۍ په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک او د سولې په اړه یې د جمهور رییس د طرحې ملاتړ وکړ.جمهور رییس ځوانانو او د مدنی ټولنې استازو ته د وینا پرمهال وویل : د کونړ هراړخیزې ودې ته اساسی پاملرنه کېږی. د اوبو د مهارولو کار پیل شوی،چې په پایله کې به یې څه باندې ۵۰۰۰ هکتاره مځکه ترلاسه او په عادلانه توګه به د ولس د استفادې وړ  وګرځی.جمهور رییس غنی وویل: د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې چارې په خپله له نږدې څاری او له هغوی څخه یې هم وغوښتل ، چې د دغه بهیر د څارنې په موخه یو میکانیزم ایجاد کړی. ده زیاته کړه: د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې د مسوولیت حس باید عام شی.د هېواد جمهور رییس وویل: د کوچنی اختر په ورځو کې اوربند ټولو ناشونی باله او له همدې وېرې یې زړه نه ښه کاوه،خو د یاد اوربند د ښه مدیریت په پایله کې ګڼ شمېر طالبان ښارونو او کلیو ته راغلل او په وضاحت سره یې وویل، چې نور له جګړې ستړی دی.محمد اشرف غنی وویل: باعزته او تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده او موږ هغې ته د رسېدو دوامدارې هڅې کوو. ده زیاته کړه: د کونړ له زېرمو به د هېواد په آبادۍ کې اساسی استفاده وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید