روزنامه هیواد

د ځوانانو چارو معیینیت نوی سلاکاران معرفی شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معیینیت نوی سلاکاران پرون د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته معرفی شول. په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړیوال مرکز په تالارکې د خپرونو چارو د معیین فاضل سانچارکی، د فرهنګ او هنر د معیین پوهاند محمد رسول باوری، د ځوانانو چارو د معیین اجمل شاهپور او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکارانو او رییسانو په ګډون جوړه شوه؛ لومړى د ځوانانو چارو معیینیت د نویو سلاکارانو د ټاکنې په اړوند د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی حکم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشری منابعو رییس احمد ضیا انوری ولوست.د دغه حکم  له مخې: جمال ناصر فرهان د ځوانانو چارو معیینیت د ځوانانو د پوهاوی ورکولو چارو سلاکار، سېد احمد دقیق د ځوانانو د اقتصادی چارو سلاکار، عبدالبشیر فاضل د پالیسۍ او ستراتیژۍ سترسلاکار، محمد اکبر نیازی د پروګرامونو د همغږۍ ستر سلاکار، ولوله ترکۍ د جندرچارو ستره سلاکاره او فرحناز مصطفوی د عامه اړیکو او فرهنګی چارو ستره سلاکاره ټاکل شوی دی.

 وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری د نویو سلاکارانو د ټاکنې له امله مبارکی وویله او زیاته یې کړه،  چې د هېواد زیات نفوس ځوانان تشکیلوی او که چېرې د ځوانانو ځواک ته پاملرنه وشی؛ په باور سره چې ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ په لور ځی.

د فرهنګ او هنر معیین نویو سلاکارانو ته په سپارل شویو چاروکې دبریالیتوب هیله وکړه.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معیین اجمل شاهپور هم خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د هېواد د ځوانانو د لارې پرسر یو لړ پرتې ستونزې بیان کړې؛ د هېواد د ځوانانو د حالت د ښه والی لپاره یې د ځوانانو چارو معیینیت یوشمېر پروګرامونو ته هم اشاره وکړه.

هغه بنسټپالنه، په نېشه یی توکو روږدیتوب، وزګارتیا، بې سوادۍ او زده کړې ته نه لاسرسى هغه ګواښونه وبلل چې یوشمېر ځوانان ورسره مخ دی او له نویو سلاکارانو  څخه یې وغوښتل چې د ځوانانو د حالت د ښه والی لپاره دې په جدیت سره کار وکړی او ټینګار یې وکړ چې ځوانانو ته باید د ټولو بنسټونو په همکارۍ ګډ کار وشی.

دغه راز په غونډه کې د نویو سلاکارانو په استازیتوب فرحناز مصطفوی خبرې وکړې او د خپلو ټاکلو په خاطر یې د حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ  له باور څخه مننه وکړه.

 هغې د هېواد  د ځوانانو ستونزو ته په پاملرنې سره ټینګار وکړ ،چې د ځوانانو د ژوندانه د ښه والی به خاطر به دوامدار کار وکړی.

 د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معیینانو، د ځوانانو چارو معیینیت د یوشمېر رییسانو د کارونو د قدردانۍ په خاطر هغوى ته ستاینلیکونه ورکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید