روزنامه هیواد

د ځان وژنې لاملونه او د مخنیوی لارې چارې

ځان وژنه ژوند ته د پاى ټکى اېښودل دی او یوازې یوه تیاره او لنډه موده ده، چې انسان د ژوند له هر څه څخه لاس اخلی او هر څه ته د پاى ټکى ږدی. هغه څوک چې ځان وژنه کوی، ځان وژنه له هرې بدبختۍ او درد څخه خلاصېدل ښکاری. څوک چې ځان وژنه کوی هغه هم قاتل او هم مقتول ګڼل کیږی. په نړۍ کې تقریباً پنځه میلیونه وګړی په کال کې د ځان وژنې پړیکړه کوی ، که څه هم په اسلامی هیوادونو کې ځان وژنه لږه لیدل کیږی، خو بیا هم په افغانستان کې په تېرو کلونو کې ۲۴٪ ډېرې شوی. دڅېړنو له مخې په افغانستان کې د سړیو په پرتله ډېرې ښځې ځان وژنه کوی چې یوازنى لامل یې کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالى ګڼل کېږی.

د ځان وژنې ځینې مهم لاملونه:

۱ افسرده ګی: کېداى شی چې وګړی په هر سن کې دپرېشانۍ احساس پیداکړی. کیداى شی چې انسانانو افسرده ګی په بېلابېلو بڼو تجربه کړې وی. په نړۍ کې دسړیو دځانوژنې کچه دښځو په پرتله څلور چنده ډېره ده. په ټوله نړۍ کې ډېر وګړی له افسرده ګۍ څخه شکایت کوی او افسرده ګۍ له بیلابیلو لارو څخه انسان ته زیان رسوی، چې دا د خلکو تر منځ ډېره لویه ستونزه ده. په ځانګړې توګه زموږ هېوادهم له دې ناروغۍ څخه په امان کې نه دى چې تقریبآ۶۰٪ سلنه وګړی یې په دې ناروغی اخته دی.

۲ناهیلیتوب: وګړی فکر کوی، کوم شرایط چې دی هغه بیا نه سمېږی او هېڅوک هم له ده سره مرسته نشی کولى او همدارنګه د بې وزلۍ احساس کوی، چې داسې یو حالت ډېرو کسانو ته ورپېښېږی او شدید ناهیلیتوب او بې وزلی دداسې یو عمل سبب کېږی. هغه کسان چې مشخص اهداف نه لری او یوه منظمه برنامه په خپل ژوند کې و نه لری په پایله کې له خپل کار څخه ناهیلی کېږی او د ځان وژنې پړیکړه کوی.

۳ -ماتې خوړل: داسې احساس لرل چې « هېڅ څه سم مخ ته نه ځی» او یا « هېڅ کار یې له لاسه نه کېږی » په خپلو اهدافو کې ماتې خوړل لکه
با ارزښته شی ته نه رسېدل او داسې نور… هغه کسان چې په خپلو اهدافو کې ماتې خوری؛ نو د هغو په ذهن کې ډیر منفی افکار را منځته کیږی. ژوند ته له هره اړخه په منفی نظر ګوری او هرڅه ورته بد او دردوونکی ښکاری.دوى دا فکر کوی چې په یوه څا کې لوېدلی او له هغې څخه وتل به ورته ستونزمنه خبره وی.

۴- یواز یتوب: د یوازیتوب احساس، له نورو څخه لریوالی  او له خلکو او ټولنې څخه لرېوالی، په دغه حالت کې وګړی فکر کوی چې هغه یوازې دى او هېڅوک نه لری او هېڅوک یې ژوند او مرګ ته ارزښت نه ورکوی عموماً دا فکر د ځوانانو تر منځ  ډېر لیدل کېږی.

۵  منفی فکر کول: منفی افکار د انسانانو شخصیت او صحت ته ضرر رسوی. غوسه، اضطراب، کینه، حسد، انتقام اخیستل، نفرت کول او داسې نور… منفی افکار د انسان په ذهن کې دوزخ جوړوی، ژوند ته هره اړخه منفی ګوری،د هر څه منفی فکر کول انسان ته ژوند دوزخ جوړوی او د ژوند کولو تمه نه کوی.

۶ -کورنۍ ستونزې: اوس زموږ په ټولنه کې ډېرې داسې کورنۍ شته، چې ستونزې لری، یوه له هغو بد دودونه وی چې حتى انسان ته  د ژوند کولو حق نه ورکوی چې په خپله خوښه ژوند وکړی!ددې اجازه نه ورکوی چې د خپل ژوند ملګری وټاکی، په دغه حالت کې دداسې کسانو ژوند د خپلې کورنۍ لخوا خرابېږی او د کورنۍ تر منځ شخړې او لانجې رامنځ ته کېږی. په افغانستان کې ډېرى ښځې د کورنیو ستونزو، کورنی تاوتریخوالی، بې عدالتۍ، اجباری ودونو او داسې نورو ستونزو له مخې ځان وژنه کوی. په پایله کې وګړی له خپل ژوند څخه په تنګ راځی او داعمل تر سره کوی.

۷- اقتصادی ستونزې:موږ په داسې ټولنه او محیط کې ژوند کوو چې ډېر خلک یې له اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی. ډېر کم کسان شته چې اقتصادی ستونزې نه لری، په داسې حال کې چې دولت هم داسې کسانو ته پاملرنه نه کوی او د داسې کسانو له حال او احوال څخه ناخبره دی او دا ستونزه له هر څه څخه ورته مشکله ښکاری ،له کوښښ څخه وروسته ماتې خوړل هغه وګړی دې کار ته مجبوروی چې داسې یو عمل تر سره کړی.

په دینی او تجربی سرچینو کې د ځان وژنې نور بېلابېل لاملونه هم وړاندې شوی، لکه: فردی، اجتماعی او داسې نور لاملونه ، ځینې لاملونه چې څېړنو ثابت کړی، لکه: دبې وزلۍ احساس، اعتیاد، شراب خوړل، قمار، د ستونزو په مقابل کې بې صبری، حسادت، خیانت، غوسه، ډار، جرم کول، اجباری ودونه او داسې نور…

دداسې عمل دله منځه وړلو لپاره لومړى هغه د افسرده ګۍ ستونزه ده. د افسرده ګۍ دله منځه وړلو لپاره مختلفې لارې شته. ځینې مهم ټکی لکه:

۱منفی فکر مو له منځه یوسئ: له هغو کسانو څخه چې منفی افکار لیږدوی لرې واوسئ، تل کوښښ وکړئ چې مثبت فکر وکړئ او له مثبتو کارونو سره ژوند وکړئ.

۲ -وخاندئ: پوهان وایی چې غوره لاره د افسرده ګۍ دله منځه وړلو لپاره خندا ده.

۳ځان ته ارزښت ورکړئ.

۴ ګټور خواړه وخورئ: د ډېر خوراک څخه ډډه وکړئ، هغه کسان چې ډېر خوراک کوی کېداى شی د افسرده ګۍ ستونزه ولری.

۵- د خپلې خوښې کارونه وکړئ:انسانان په خپل ژوند کې له هرې مرحلې سره مخامخ کېږی، په داسې حالاتو کې باید له ستونزوڅخه ونه تښتو، بلکې له ستونزو سره باید مبارزه وکړو. خپل ژوند ته له مثبتې زاویې څخه وګورو. د ماتې خوړلو څخه مه وېرېږئ، ځکه د هرې ماتې تر شا کامیابی شته. د داسې  ستونزو په وخت کې خداى ته نږدې شئ او په عبادت سره خپل ذهن او جسم ارام کړئ. او د یوڅو شیبو لپاره تلاوت کول، د روح او جسم د ارامیدلو سبب کیږی. د هر درد لپاره خدای تعالى درمان هم پیدا کړى دى. په ژوند کې تر څو درد او ماتې و نه خورو تر هغو د ژوند په خوند نه پوهېږو. که په یو کار کې مو ماتې وخوړه، نو مه ناهیلی کېږئ، بیا بیا کوښښ وکړئ خپلې نیمګړتیاوې ومنئ او داصلاح لپاره یې هڅه وکړئ او هېڅکله هم دا فکر و نه کړئ، چې موږ یوازې یو یا هم هېڅوک له موږ سره مرسته نه کوی. تل په دې فکر
و اوسئ چې خداى تعالى انسانان هېڅکله هم یوازې نه پریږدی. خپلې کورنۍ ستونزې له منځه یوسئ او کورنۍ له بندیزونو سره مه مخامخ کوئ. دولت هم مکلف دى چې د خلکو اقتصادی ستونزې له منځه یوسی او د خلکو اقتصاد ته پاملرنه وکړی او د کار زمینه مساعده کړی.

د پایلې په توګه وایو چې ځان وژنه د ستونزو د ختمولو لاره نه ده، بلکې د ستونزو د شروع کیدو لاره ګڼل کېږی؛ ځکه ځان وژنه د الله(ج) له خوا حرامه شوې ده او د ستونزو په وړاندې  د درېدلو لپاره یې د جنت وعده راکړې ده؛ نو انسان باید د ژوند په وړاندې حوصله ولری او داسې یو اقدام و نه کړی چې د هېچا په ګټه نه وی او ځان وژنه ددې ستونزو دخلاصېدو لاره نه ده.

شمله((تنویری))  د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید