روزنامه هیواد

د ځانګړی قانون په رڼا کې د ټاپی پروژې عملی کارونه پیلېږی

د ښار جوړولو او مځکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکارله  یو شمېر مرکزی رییسانو او د مځکوالۍ چارو د تنظیم  له معیین سره مل، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محترم محمد ګل خُلمی او د عدلیې وزارت له استازیو سره په لیدنه کې د ټاپی پروژې لپاره د ځانګړی قانون او د یادې پروژې له مسیر څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰  کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې (TAP) په اړه خبرې وکړې.

په لومړی سر کې د ښار جوړولو او مځکو سرپرست وزیر وویل: د جمهور رییس غنی له لارښوونې سره سم د عدلیې وزارت په مرسته په اوو فصلونو او څلوېښتو مادو کې ځانګړى قانون جوړ شوی، چې تر تصویب او توشېح وروسته د یاد قانون په رڼا کې د ټاپی ټولې چارې پر مخ وړل کېږی.

محمد جواد پیکار وویل: په یاد قانون کې د ټاپی په تړاو د ټولو اړوندو ادارو دندې او صلاحیتونه په ډاګه شوی او په وینا یې د ټاپی مسیر په اوږدو کې له  چاپېریالیزو، ټولنیزو او داسې نورو مطالعاتو سره د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې (TAP) لپاره چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا تطبیقېږی، بشپړه زمینه برابره شوې ده.

ښاغلی محمد جواد پیکار په ګډه د یادو پروژو پر بنسټیز تطبیق د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه چې ټاپی اوس له سویلی آسیا سره د منځنۍ آسیا د هېوادونو د نښلولو په اصلی کرښه بدله شوې.

وروسته د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محترم محمد ګل خُلمی د ترسره شویو کارونو په هرکلی زیاته کړه چې د (TAP) پروژې لپاره د مځکې ۶۰ متره سور ته اړتیا ده او د ټاپی د  ځانګړی قانون په جوړېدو سره د یادې پروژې تطبیق ته هم بشپړه زمینه برابره ده.ښاغلی محمد ګل خُلمی زیاته کړه، چې د ټاپی د  ځانګړی قانون پر مټ کېدای شی د یادو پروژو په اوږدو کې د مالکیت حق تثبیت او د استملاک چارې په سمه او اساسی توګه پر مخ یوړل شی.

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو وویل: د (TAPI) او (TAP) پروژو د چارو دژر پیل لپاره ټولې چارې په پوره همغږۍ پر مخ وړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید