روزنامه هیواد

د پیسو مینځلو ضد اداره د پاکستان د اقداماتو پلټنه کوی

د پیسو مینځلو ضد ادارې یا FATF استازی پاکستان ته رسېدلی چې له نژدې وګوری ایا پاکستان د تروریستی او سختدریځو ډلو ملاتړ درولى او که نه. ټاکل شوې، چې د FATF استازی په پاکستان کې ۱۰ ورځې پاتې شی او د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان له اقداماتو خبر شی. پاکستان حاضردمه د FATF  په خړ لېست کې دى خو که دا هېواد ونه توانېږی چې د دې څارونکې ادارې د استازو اعتماد ترلاسه کړی، په بل پړاو کې پاکستان په تور لېست کې شاملېږی. دا هېواد د سږ کال د جون په ۲۷ مه د پیسو مینځلو د څار نړیوالې ادارې (FATF) د ترهګرۍ د تمویل له امله په خپل خړ لېست کې شامل کړ. دې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دى، پاکستان په دې خاطر په دغه لېست کې شامل کړ چې پاکستان په خپله خاوره او یا تر واک لاندې سیمو کې د فعالو تروریستی ډلو د مالی تمویل سرچینې نه دی وچې کړې. د FATF غړیو د دوشنبې په ورځ پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارت، پوځ، د اختساب ادارې او څو نورو ادارو له چارواکو سره خبرې وکړې. پاکستانی چارواکو هڅه وکړه چې د تروریستی ډلو خلاف خپلې هلې ځلې شفافې وښیی. د پاکستان د حکومت له هلوځلو سره سره دا هېواد د FATF له لوری تراوسه پورې له خړ لېسته ایستل شوى نه دى او لا به هم د داسې هېواد په سترګه ورته کتل کېږی چې باید تل وڅارل شی. د سږ کال په فبرورۍ کې پاکستان په تور لېست کې شامل نه کړل شو او دغه هېواد ته وخت ورکړل شو چې د ترورېزم د ملاتړ په برخه کې خپل دریځ بدل کړی. راپورونه وایی چې د وړمې ورځې په کتنه کې د پاکستان د مالی یا خزانې وزیر شمشاد اختر په مشرۍ پاکستانی پلاوی هڅه وکړه چې د FATF د غړیو اعتماد ترلاسه کړی، خو بریالی نه شول. په خړ لېست کې د شاملېدو له کبله پاکستان ته نړیوالې مالی موسسې په اسانه پور نه ورکوی. پاکستان د خپلو پخوانیو پورونو د ادا کولو لپاره شدیداً نورو پورونو ته اړتیا لری. همداراز له دغه لېست څخه د وتلو په صورت کې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونې ته لار هوارېږی او له نورو هېوادونو سره سوداګری اړیکې پراخولى شی. د افغانستان، هندوستان، او بنګله دېش په شمول یو شمېر هېوادونه اسناد ښکاره کوی چې د پاکستان پوځ او د نظامی استخباراتو اداره (آى اېس آى) د دغه هېواد له رامنځته کېدلو راهیسې او په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو لسیزو کې ترهګر روزی او بیا یې یادو هېوادونو او نورې نړۍ ته د جهاد په نامه د انسانانو د وژلو لپاره استوی، خو پاکستان دا تورونه بولی. د FATE په نوم بین الحکومتی اداره، چې ۳۷ هېوادونه یې غړیتوب لری، په ‍۱۹۸۹ م کال د پیسو مینځلو او د ترورېزم د مالی ملاتړ د مخنیوی لپاره جوړه شوې ده. دا اداره، چې مرکزی دفتر یې په پاریس کې دى، د غیرقانونی تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید