روزنامه هیواد

د پکتیکا له بڼونو نږدې ۴۰ زره ټنه مڼې راټولې شوې

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله د دې ولایت د مڼو دبڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوی دی. د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  چار سمبال مشر ابوبکر حقیار وایی، چې سږکال د دې ولایت د مڼو له بڼونو نږدې ۴۰ زره مټریک ټنه مڼې راټولې او بازار ته وړاندې شوی دی. د ښاغلی حقیار په خبره تېرکال دغه شمېره نږدې ۳۸ زره ټنه وه، خو سږ کال نږدې ۴۰ زره ټنو ته رسېږی، چې دا په روان کال کې د دې ولایت د مڼو د حاصلاتو زیاتوالی ښیی.

پکتیکا د جلغوزیو او بادامو تر څنګ، انګور، مڼې، او زردالو هم لری. جلغوزی یې په سروبی، اومنی، ګیان، ګومل، زېړوک، نکه، چهارباران او سر روضه کې موجود دی. انګور په مرکز یوسف خېلو، خېرکوټ او مټاخان کې په زیاته اندازه شتون لری. مڼې او زردالو یې نږدې په ټولو سیمو کې موجود دی.

د پکتیکا ولایت ډېرې سیمې دښتو او غرونو پوښلی،خو بیا هم په دې ولایت کې له بېلابېلو مېوو څه باندې دوه زره او ۷۴۵ هکټاره بڼونه شتون لری، چې له دې ډلې ۸۷۰۰ یې نوی احیا او تاسیس شوی دی. د دې ولایت د مڼو د بڼونو اټکلی کچه ۱۸ زره او ۸۰۰ جرېبه ده. د پکتیکا ولایت د بڼوالو د عوایدو زیاتولو لپاره د کرنې وزارت له خوا ګڼ شمېر پروژې پلی شوې، چې په کې د انګورو د بڼوالو لپاره د ممیزخونې جوړول، د مڼو د بڼوالو لپاره سړې خونې جوړول او په ټوله کې د بڼوالو د بڼونو خړوبولو لپاره چکډمونه جوړول او پر بڼوالو اصلاح شوی نیالګی وېشل شامل دی.د دې ترڅنګ بڼوالو ته روزنه ورکول او د بڼونو د افتونو او ناروغیو د کنټرول او درملنې لپاره پراخ پروګرامونه پلی کول هغه څه دی، چې د کرنې وزارت له خوا د دې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا لپاره تر سره شوی دی. په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د پکتیکا ولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال په دې ولایت کې پر لسګونه جریبه مځکه د مڼو د نوی ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوی جوړې شوی دی.

په تېرو درېو کلونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملې پروژې په همکارۍ په پکتیکا کې د بېلابېلو مېوو دری زره او ۸۷۲ جرېبه نوی بڼونه جوړ شوی، چې ۱۹۳۰ جرېبه یې د مڼو بڼونه دی. د دې ترڅنګ په دې ولایت کې د مڼو متراکم او نیمه متراکم بڼونه هم جوړ شوی دی.

د بڼوالو روزل، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نورې هغه کړنې دی، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوی دی. په پکتیکا کې بېلابېلې مېوې شتون لری،خو د دې ولایت مڼې ښه حاصل ورکوی. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا د دې لامل شوې، چې پکتیکا په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی.

د پکتیکا د کرنې د چار سمبال مشر ابوبکر حقیار په خبره په دې وروستیو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هلو  ځلو په دې ولایت کې د بڼوالۍ چارې پراخې شوې او د پخوانیو او زړو بڼونو ترڅنګ د مېوو ډېر شمېر نوی بڼونه هم جوړ شوی دی.

د دغه ولایت مشهورې مڼې، مارلینګ، بیروتۍ، جاپانۍ، ناکی، کاله او ژېړې دی، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو، ګیلاس، شفتالو، انګور، الوبخارا، چهارمغز او نورې مېوې هم په دغه ولایت کې پرېمانه کېږی او د هېواد یو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کېږی.

د پکتیکا اقلیم سوړ دۍ او په ژمی کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړی کې معتدله وی ځکه نو د دې سیمې مڼې او زردالو ښه حاصل ورکوی.

یوسف خېل، یحیی خېل، اورګون، سروبی، خیرکوټ، مټاخان، جانیخېل او سرروضی ولسوالۍ او د پکتیکا مرکز شرنه په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکې سیمې دی.

د اټکل له مخې په دې ولایت کې د مڼو څه باندې ۱۸ زره او ۸۰۰ بڼونه شتون لری، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوی دی. د دغو مڼو له ډلې مارلینګ، بیروتۍ، جاپانی، ناکی، کاله او ژېړې مڼې د یادولو وړ دی.  د پکتیکا د کرنې سرپرست رییس ابوبکر حقیار وویل، چې د یاد ولایت د مڼو حاصلات له تېرو پنځو کلونو را په دې خوا په ډېرېدو دی هغه وویل: (( له تېرو پنځو کلونو د دې ولایت د مڼو حاصلات او بڼونه د ډېرېدو په حال کې دی او په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن ورځ تربلې پراخېږی.))

ښاغلی حقیار زیاته کړه، چې د دې ولایت د مڼو حاصلات ښه دی خو د مڼو ساتلو لپاره سړې خونې او زېرمتونونه په نشت حسابېږی د هغه په خبره د پکتیکا د ارګون او یحیی خېلو ولسوالیو په هره ولسوالۍ کې د مڼې دری دری سړې خونې جوړې شوې،خو بیا هم د دې ولایت د مڼود بڼوالو ستونزې نه شی هوارولی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته.

د ښاغلی حقیار په خبره د دې ولایت د بڼوالو بله ستونزه د مېوو د پروسس د مناسب مرکز نشتون دی، د پکتیکا د کرنې رییس وویل: (( په دې ولایت کې د مېوو د پروسس مناسب مرکز نشته، چې په نړیوالو سټنډرډونو مېوه پروسس او بازارته وړاندې کړی او دا په خپله د مېوو د بازارموندنې په برخه کې لوی خنډ دی.))

ابوبکر حقیار وایی، چې روان کال پرېمانه اورښتونه او بڼوالو او بزګرانو سره د کرنې ریاست همکارۍ او سلا مشورې د دې لامل شوې، چې د دې ولایت د مېوو او کرنیزو توکو د محصولاتو کچه لوړه شی.

د مڼې روغتیایی ګټې:

یو انګلیسی متل دی، چې وایی: ((که په ورځ کې یوه مڼه وخورئ، نو هېڅکله به ډاکټر ته ورنه شئ.))دا خبره د دې ښوودنه کوی، چې په مڼه کې په پراخه کچه ویټامینونه او روغتیا بښونکی مواد شتون لری.

مڼه په بشپړه پیمانه دP، B2، B1، A اوC  ویټامینونه لری. قندونه یې په ځانګړی ډول ګلوکوز او سلولوز دی. سر بېره پر دې معدنی مالګې لکه :فاسفورس، کلسیم، مګنیزیوم، پوټاشیم او نور په خپل ترکیب کې لری.

مڼه د بدن په روغتیا او د پوستکی په ښکلا او تازه ساتلو کې ډېر رول لری. د ینې د ناروغیو د نقرص، روماتېزم او ډیابت د ناروغانو لپاره ښه مېوه ده.

د روغتیا پالانو له لید لوری مڼه ډېرې روغتیایی ګټې لری، چې یوشمېر یې په دې ډول دی؛ مڼه نس ناستی له منځه وړی، د مڼې مربا ټوخی له منځه وړی او غږ صافوی، تروه مڼه یا د هغې نچوړ، چې څوک ډېر تږی کېږی د هغه لپاره ښه دی، تروه مڼه قبضیت لری او د کانګو (استفراق ) حالت له منځه وړی ، تروه مڼه پخه کړئ، د خونی اسهال ښه درمل دی. مڼه په ډېره پیمانه کلسیم لری او د مڼې کلسیم له بدن سره مرسته کوی، چې د نورو خوړو کلسیم هم جذب کړی .له نورو خوړو مخکې د مڼې خوراک اورۍ قوی کوی، مڼه اشتها ډېروی. د مڼې خوټېدلې اوبه د معدې او سږو د ناروغیو لپاره ګټورې دی.د مڼې خوراک د هغو کسانو لپاره هم ډېر ګټور دی، چې د شکرې ناروغۍ لری، ځکه چې د وینې د خوږو کچه نه لوړوی، مڼه د صفرا کڅوړه او د پښتورګو د تیږو په حل کې مهم رول لری.مڼه د بد هضمۍ لپاره تر ټولو ښه او اغېزمن درمل دی، ځکه په ډېره پیمانه پکتین لری.

د مڼې اوبه د پوستکی د ښکلا لپاره، په ځانګړې توګه د پوستکی د ګونځو په له منځه وړلو کې ډېرې ګټورې دی، د دې کار لپاره د یوې تازه مڼې اوبه را واخلئ، د شپې او سهار له مخې یې د خپلې غاړې او مخ په پوستکی وموښئ.

د یادونې وړ ده، چې په مڼه کې شته ویټامینونه د هغې په پوستکی کې ډېر دی، هغه کسان چې کولای شی د مڼې پوستکی هضم کړی، نو غوره ده، چې له پوستکی سره یې وخوری، که چېرې غواړئ، چې پوستکی یې لرې کړئ، نو غوره ده، چې ډېر نازک یې لرې کړئ .هغه کسان چې غواړی ډنګر شی، نو هرومرو دې مڼه له پوستکی سره وخوری.

ممکن است شما دوست داشته باشید