روزنامه هیواد

د پکتیا اوسېدونکی د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش د پراخېدو غوښتنه کوی

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د غونډې برخوالو له مرکزی ادارې څخه وغوښتل، چې د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پلازمینې کابل څخه د هېواد نورو زونونو ته هم وغوځوی.په دې غونډه کې، چې د تېرې ځوانانو ټولنې په هڅو جوړه شوې وه  او د مدنی ټولنو استازو، قومی مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو په کې ګډون کړى وو، د برېښنایی پېژندپاڼو په ارزښت خبرې وشوې او د نفوسو احوالو د ثبت ادارې وغوښتل شول، چې د پکتیا تر څنګ دې د هېواد په ټولو زونونو کې د برېښنایی تذکرو د وېش لپاره څانګې پرانیستل شی.د دوی په خبره کله چې د ولسمشر د فرمان او د وزیرانو شورا د پرېکړې په اساس په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شوې ډېره ټکنۍ او محدوده پاتې شوې.د پکتیا تېرې ځوانانو ټولنې مشر حکمت الله سحر له رسنیو سره په  خبرو کې له مرکزی حکومته وغوښتل، چې دغه بهیر چټک کړی او د پکتیا په ګډون دې په نورو زونونو کې څانګې فعالې کړی.سحر وایی: د برېښنایی تذکرو د وېش په چټکتیا سره په هره برخه کې روڼوالى تضمینېږی، چې تر ډېره د هر ډول فساد مخنیوى کولی شی.د نوموړی په خبره څنګه چې حکومت ژمنه کړې وه، تر اوسه په ولایتونو کې عملی کار نه دی شوی. په پکتیا کې مدنی فعالان محمد داود تپان او عبدالله احمدزی د برېښنایی پېژند پاڼو په توزیع کولو ټینګار کوی او وایی : په اخیستلو سره به یې د ډېرو خلکو حقه حقوق خوندی شی.د دوی په خبره، حکومت باید په دې برخه کې جدی کار وکړی، چې په هېواد کې د وګړو نفوس تثبیت شی او هرچاته د نفوسو په اساس خدمتونه وړاندې شی.په هېواد کې د برېښنایی پېژندپاڼو نشتون په یوشمېر امنیتی او ملکی ادارو کې مالی فساد ته لاره هواره کړې، چې ځینې وخت خیالی پولیس، ښوونکی او د شهیدانو کورنۍ امتیازات تر لاسه کوی، خو تر ډېره دکمپیوټر سیستم او بایمیتریک کولو د دې کار مخه نیولې هم ده.  صالح جان صالح

ممکن است شما دوست داشته باشید