روزنامه هیواد

د پښتون ژغورنې غورځنګ په څه ډول او ولې رامنځته شو؟

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په  ٣ یمه نېټه په فسىبوک پاڼو کې ىو په بل پسې معلومات خپرېدل چې د نقیب الله مسىد (مسعود) په نامه ىو ځوان له خپلو دوو نورو ملګرو سره د کراچۍ له  چېپل ګارډن سهراب ګوټ څخه پولىسو له ځان سره وړی دی، حال دا چې په کراچۍ ښار کې دا خبرې عامې وې.

خلکو فکر کاوه، چې پولىس تل په دې ډول عام خلک په ساده جامو کې پورته کوی.

زه په  دې پوه وم چې پولىس په څه ډول خلک وړی او په  قانونی ډول د عدالت له پلی کېدو پرته یې له ځانه سره ساتی، بیا ترې ډېرې پىسې غواړی، که چا ىې وس نه درلود، نو پر هغه د ترهګر تور لګول کىږی او په Fake Encounter کې یې وژنی.

نقىب الله مسىد

په حقىقت کې پرېشانۍ په مخه کړى وم، همداسې وخت تېرېده، چې د جنورۍ په ١۶مه نېټه انګازه خپره شوه، چې نقیب الله یې وژلى دى، د شپې ٢:٠٠ بجې مې خپلې فىس بوک پاڼه وکتله چې  ګهیځ افغان « په ږوب مندوخېل کې زموږ هم فکره ملګرى» په ىو پوست کې د نقىب مسىد د مړی د ىو انځور او ورسره ىوه لنډه قىصه خپره کړې وه، چې په همدې پوست کې ىې زه او هاشم خان مندوخېل هم ځان ته ور غوښتی وو،اندېښنه مې نوره سېوا شوه، سهار چې راپاڅېدم، عالم زىب مسعود وېډىو جوړه کړې وه، او لیکلی یی و، چې د نقیب شهید مړى په کراچۍ چهیپا سرد خانه Cool centre صدر کې اېښودل شوى دى او د نقیب الله شهید کورنۍ ته خپل مړى نه ورکول کېږی.

خلک وایی چې  پولىسو سخت هدایات کړی دی، چې دا یو ترهګر دى، دا به په اېدهی قبرستان (د لاوارثو په هدیره) کې ښخوی، د جنورۍ ١٧مه نېټه وه.

د ورځې پر یوه بجه د هاشم خان مندوخېل پوسټونه خپل شول چې د نقیب الله شهید د کورنۍ د موبایل شمېرې او معلومات یې غوښتی وو، له دوه ساعته کوښښونو وروسته هاشم خان مندوخېل په پښتون ولس خصوصاً په ځوانانو چیغه وکړه چې د چهیپا سرد خانې مخې ته راشئ او تر هغو به نه ځو تر څو چې خپل مړى ترلاسه نه کړو، ما هاشم خان مندوخېل ته زنګ وواهه، د احوال پوښتنه مې وکړه، بىا مې مخلص مندوخېل ته زنګ وواهه او له ټول جرىان څخه مې خبر کړ او ور ته ومې وىل چې ته هم راشه.     له ځانه سره مې خپل یو وړوکى تربور شفیق افغان هم راروان کړ.

هاشم خان مندوخېل، ګهیځ افغان، رحمت شېرانى،  ولس یار کاکړ، محمود شاه مندوخېل او د نقیب الله شهید د کورنۍ دوه تنه هم وو، په دې وخت کې بیا موږ له چهیپا والا سره خبرې وکړې، هغوى د شاه لطیف ټاون د پولیس تهاڼې خط وغوښته چې د نقیب الله شهید مړى راته وسپاری، بیا  سیف الرحمن مسعود او امجد مسعود د نقیب کورنۍ د لاس لیک او خط لپاره هلته ولېږل شول، له ىو څه وخت تېرېدو وروسته مو ورسره حال ونىوه، هغوى وویل چې پولىس والا نه راسره رضا کېږی، ما له هاشم خان مندوخېل سره مشوره وکړه چې یو احتجاج به وکړو، ده راته ووىل چې سمه ده، خلک راوغواړه،  ما د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ سیند نایب صدر سکندر خان یوسفزی او دصوبایی ډپټی سیکرټر نورالله خان ترین ته زنګ وواهه، دوى راته وویل چې د ځوانانو د تیارولو فکر مه کوئ، چې موږ د احتجاج خبرې

سىف الله خان مندوخىل

ورته وکړې،  پولىسو په دې شرط د نقیب شهید مړى راکړ، چې په خاموشئ به یې باسئ او سیده به یې خپل کلی ته وړئ، بس خط یې راوړ. د نقیب الله شهید مړى مو تر لاسه کړ، غسل مو ورکړ، تابوت ایمبولینس هر څه تیار شول،  په فىس بوک پاڼو کې مو په ژوندۍ بڼه وېډىوګانې شروع کړې او خبرې اترې مو پکې وکړې، له قاضی او محکمې لرې وژنه مو په کلکو ټکو وغندله د هاشم خان مندوخېل ویډیو ډېره عامه شوه بیا زموږ یو ملګرى چې علی ارقم نومىده او د خېبر پښتونخوا په ورځپاڼه کې ىې کار کاوه، موږ ته ووىل چې موږ د کراچۍ پرېس کلب ته درځو، د نقیب شهید له مړی سره د پاکستان حکومت ته خپل ریکارډ کوو، هغه دا مشوره رد کړه او ویې وىل چې دا وخت د شپې ٨:٠٠ بجې دی او پرېس کلب پر پنځه بجې بند شوى دى، ده زیاته کړه چې تاسو مړى سهراب ګوټ ته ىوسئ، هلته به سپرهائی وی بنده کړئ، چې د کراچۍ ښار تر ټولو مهمه لاره ده او هلته ټول پښتانه اوسېږی، بس موږ هم پرې عمل وکړ، خو چې هلته ورغلو ماحول بدل و، ځکه چې دا د راوانور ولسوالۍ وه، ده له۴۴۴ څخه ډېر خلک وژلی وو او ډېر خلک یې اغوا کړی هم وو، بس چې د جنازې لمونځ وشو، هغو خلکو له خپلې وېرې وویل چې بس تاسو خپلو کورونو ته لاړ شئ، موږ د نقیب الله شهید مړى وزیرستان ته وړو او هلته د پولىسو ګاډی هم ګرځېدل، چا دا هم ووىل چې د پولىسو ټیلیفون راغى، د نقیب خپلوانو ته یې وویل چې د خلکو له منځ څخه ځان وباسئ، ګنی نور تاوان به هم درکوو، چې موږ ناامېده شو، بیا مو له خپلو ملګرو سره دا فیصله وکړه چې اعلان به کوو چې سبا دې په ټول ملک کې لارىونونه وشی او په خصوصی توګه پر کراچۍ پریس کلب باندې، بیا تاسو ولیدل چې د جنورۍ په ١٨مه نېټه د پاکستان په لسو لویو ښارونو کې لارىونونه وشول او د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ په کې ډېر مهم  رول ولوباوه، ځکه چې هغه وخت پښتون تحفظ مومنټ نه و، د دې ګوند غړو ته آفرىن وایم ورسره د عوامی نېشنل ګوند د(NYO) هم د فدا کاکړ تر حدہ ښه مرسته راسره وه.

د یو شاعر شعر راته په یاد شو چې:

د ډار په ښار کې به باغی  باغی لهجه عامه کړم

زه به قیصې وکړمه داسې چې قیصه عامه کړم

خبره تر بین المللی رسنىو ورسېده د خلکو په زړونو کې هغه ډار او وېره ختمه شوه، چې کلونه کلونه ىې درلودله.

په  سبا ماسپښین د جمعې له لمانځه وروسته د جنورۍ پر ١٩مه نېټه په سهراب ګوټ کې ډیر پراخ لارىون وشو، چې ډېر ګڼ شمېر پښتنو په کې  ګډون وکړ او پاکستانی مېډیا هم راغلې وه.

ماښام د تعزیتی کېمپ لګولو اعلان وشو او هم په دغې شپه پاکستانی مېډیا زموږ ملاتړ وکړو، خصوصاً جیو نیوز، شاه زېب خانزاده ځانګړى راپور خپور کړ، په دا سبا تعزیتی کېمپ د (ګرېنډ پښتون جرګې) په نامه جوړ شو، راوانور له خپلې دندې وګواښل شو، دغه کېمپ په سهراب ګوټ کې د لویې لارې تر څنګ په ډیره سوله ییزه طریقه ١٢ ورځې فعالىت درلود د نقیب شهید پلار محمد خان کاکا به له قباىلی مشرانو سره ناست و  او د هرې سیاسی پارټۍ مشران به را تلل او له موږ سره به یې غمرازی وکړه، له قاضی او محکمې پرته د سپینو خلکو وژنې په سختو ټکو وغندل شوې، په رښتىا هم دا یو بل موړ و، چې کله د لر او بر پښتون اوغان نواب محمد ایاز خان جوګېزى صېب، د پښتون قامی جرګې کنوینر، د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ مرکزی رهنما راغلى او د مشر محمود خان اڅکزی پېغام یې راوړى او دلته یې پښتنو ته ډېرې په زړه پورې خبرې وکړې، عمران خان سراج الحق او د عوامی نېشنل ګوند میا افتخار حسین، سنیټر شاهی سید د فاټا مشران او ډېر محترم پښتانه هم راغلی وو، د دې کېمپ خرڅ   مسعود قبیلې ور کړ، لس میلیونه کالدارې چنده یې سره را جمع کړه، په دې تحرىک کې له موږ سره یو اردو ویونکى نر ځوان جبران ناصر ملګرى و، جبران ناصر وکیل دى او د بشری حقوقو دغوښتلو لپاره کار کوی، دغه تعزیتی کېمپ ته منظور پښتین هم د یو عام ځوان په توګه راغلى و، د خبرو وخت مو ورکړ، ښې خبرې ىې وکړې، زما په ړومبی ځل لیدل وسره وشول، ډېر یې متاثر کړم، د نقیب الله شهید فاتحې ته دپښتونخوا ملی عوامی پارټۍ چئىرمىن ملی مشر محمود خان اڅکزى راغى او د هر رنګه ملاتړ ډاډ یې ورکړ)) او موږ ته یې داسې وویل چې خپل شخصی کارونه پرېږدئ او  ټول په دغه کار پسې ودرېږئ، کور ىې ودان.

له هغه وروسته  د پاکستان په ستره محکمه سپرىم کورټ کې د نقیب شهید کىس داخل شو، د پولىسو د آئى جی په سربراهی کې یو تفتیشی ټیم جوړ شو، قانونی کاروایی شروع شوه، د نقیب الله شهید په خلاف ټول الزامونه دروغ شول، راؤانور د ۴۴۴ انسانانو قاتل ثابت ، او غلى شو، سپرىم کورټ د نىولو حکم وکړ، خو راوانور د ډېرو زورورو په لاس کې و، له دې ځایه منظور پښتین بېرته وزىرستان ته لاړ، هلته یې د مسعود تحفظ مومنټ په نامه خلک او ځوانان سره راغونډ کړل، بنو ته راغى دلته یې طاقت نور هم سېوا شو، وروسته پېښور ته لاړ، له دې ځایه بیخی زیات پښتانه ورسره ملګری شول، چې په همدې سره د پښتون لانګ مارچ پیل او د اسلام اباد پر خوا روان شو، هلته پښتون پرلت پىل شو.

په دې وخت کې د پاکستان رسنىو له راپور ورکولو څخه لاس واخىست او موږ په همدې وخت کې سوشىل میډیا مجبور شوو، چې تر اوسه پورې  ځوانانو پر فىس بوک او ټویټر خپله مبارزه دوامداره ساتلې ده.

وروسته د اسلام اباد پرلت ته ټول سىاسی مشران ورغلل، چې  اسفندىار ولی خان او محمود خان اڅکزى هم په کې وو، ولس ته یې ویناوې وکړې او هر ډول د ملاتړ نه؛ بلکې دا کار یې د ځان وګڼلو، دلته د آزاد افغانستان ولس له موږ سره او د ولسمشر محمداشرف غنی ټویټ چې څومره تعرىف یې وکړم کم دى، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو اوفغانانو لارىونونه چې موږ ته یې په صحیح معنا کار راکړ، او همداسې د اسلام آباد پرلت د فبرورۍ تر ٩مې نېټې پورې دوام وکړ، بیا د پاکستان لومړی وزىر شاهد خاقان عباسی پرلت کوونکی د منظور پښتین په مشرۍ کې وروغوښتل او ژمنه یې ورسره وکړه چې ستا سوټولې مطالبې موږ درسره منو، تاسو پرلت ختم کړئ.

منظور پښتىن

منظور پښتین پرلت ختم نه کړ؛ بلکې یوه میاشت یې وځنډ اوه، چې په دا یوه میاشت کې به موږ په ټوله پښتونخوا کې جلسې او مظاهرې وکړو، پښتون ولس به له ځانه سره ملګرى کړو، ځکه چې دوى خو دا کار یوازې د مسعودو او قباىلو لپاره روان کړى و،نو  مسعود تحفظ مومنټ په پښتون تحفظ مومنټ بدل شو، موخې نورې هم پراخې شوې، ځکه چې پښتانه وایی (د قام ناتار په قام راګرځی) او منظور پښتین لومړۍ چیغه په جنوبی پښتونخوا کې وکړه، ضلع شېرانی درازنده استقبالیه جلسه، د مارچ په نهمه نېټه د ږوب ولسوالۍ پراخه جلسه، په  سبا ىې په کلا سیف الله کې لوىه جلسه او هم په دغه ورځ د پشین ولسوالۍ په خانوزی ښار کې جلسه، په ١١مه نېټه د جنوبی پښتونخوا ستر مرکزی ښار کوټه کې لویه جلسه او د راروانې میاشتې یعنې د اپرېل پر ٨مه نېټه د لوى افغانستان د ژمی په پایتخت پېښور کې یوه لویه جلسه کېږی،  د پاکستان په تاریخ کې په لومړۍ ځل په ۵٣ ښارونو کې په یوه ورځ لاریونونه او احتجاجونه وشول، زموږ غوښتنه دا وه چې د پاکستان حکومت دې د پښتون تحفظ مومنټ نىول شوی کارکونکی نه تنګوی، لکه سردار عارف وزىر، ډاکتر شفىع مسعود او صادق اڅکزى دې خوشی کړی، همدارنګه د ږوب، کلا سیف الله او کوټې د کىدونکې جلسې کټ شوی غیر قانونی FIRs دې ختم کړل شی، اوس دا تحرىک مخ په وړاندې روان دى، که د پاکستان چلوونکو د عقل له پوهې څخه کار وانه خىست،  نو دا به د دوى په ډېر تاوان تمام شی او دوى به په نړیواله کچه نور هم پاتې راشی، دا خبره خو تر لمر سپینه ده چې د ظالم او مظلوم په جنګ کې بریالیتوب همېشه د مظلوم وی، نو دا جهان ته معلومه ده چې موږ پښتانه مظلوم یو.

زموږ د تحرىک یوه بله مهمه برخه

د پښتون مترقی لىکوال ادبی ټولنې دېره اسماعىل خان څانګې په پښتون لانګ مارچ کښې ډېر ښه رول وو، د ملګری شوکت عزىز وزىر ترانه  (( دا څنګه ازادی ده))  باندې پښتون پرلت ته ىو نوې انرژی وبخښله.

انقلاب انقلاب انقلاب آزادی آزادی آزادی

موږ پښتون مترقی لىکوال ادبی ټولنې ته افرىن  واىو.

د نقیب شهید ذاتی ژوند:

نقىب الله د منځنۍ پښتونخوا «فاټا» جنوبی وزىرستان مکین اوسېدونکى و، په قام مسىد (مسعود) و، د پلار نوم یې محمد خان مسىد دى، یو بل ورور چې تر نقىب الله مشر، فرید الله نومېږی او په عربو کې په مزدورۍ بوخت وی، نقىب الله خپلې مورکۍ نسیم الله بللو، د نقیب الله واده شوى و، دوې لوڼې او یو زوى هم لری، نقىب الله ډېر امن خوښونکى، نرم او خوږ ژبى انسان و، په خپل ژوند کې یې د ښو جامو، انځورونو، مېلو ځوانانو انځورګرۍ سره ډېره مینه درلوده، فىس بوک یې په ډېر تماشه انداز کارولو، چې ٢۵ زره فالورز لری، دلته په کراچۍ کې له تېرو اتو کلونو راهىسې په مزدورۍ بوخت و، د هغه پلار محمد خان کاکا سره زما ډېر ملاقاتونه شوی دی، یو ورځ یې ډېرې قیصې راته وکړی د کاروبار په اړوند یې راته وویل چې نقیب الله خوږ سړى و، پلار ىې وىل چې نقىب الله مې  ډېر نه تنګولو، چې څه بې راوړ مابه ورته ووىل صحىح ده، بیا یې یوه ورځ راته وویل چې لالکه زه به د کپړو دکان راوباسم په مزدورۍ کې بچت نشته بیا څه پیسې ما ورکړې او څه بیا فرید الله ورته رالېږلې وې، دوکان ىې خلاص کړ، میاشت یې نه وه پوره شوې چې تورمخی راغلل، له ځان سره ىې ىووړ او مړى یې د نورو په اوږو کورته راغى.

محمد خان کاکا ډېر ښاغلى قباىلی مشر او غیرتی پښتون دى، بلکل لکه د مشال خان او ملالې یوسفزۍ پلارونه.

الله دې دټولو لر او برو پښتنو په سىمه کې سوله راوړی.

نوټ: دغه لىکنه په نننی افغانستان اوونىزې کې هم چاپ شوې ده.

سیف الله خان مندوخېل

ممکن است شما دوست داشته باشید