روزنامه هیواد

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوىانو د ثنا اعجاز په ملاتړ مظاهره وکړه

په پېښور کې د مې په ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوىانو د ثنا اعجاز د ملاتړ لپاره احتجاجی مظاهره وکړه.

د پاکستان د پښتنو په سىمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وایی چې د مرګ ګواښ ورته شوى دى.

ثنا اعجاز ازادۍ راډىو ته وىلی چې دا د پاکستان د اساسی قانون په چوکاټ کې د انسانی او بشری حقونو لپاره مبارزه کوی او د پاکستان حکومت باىد د دې سر او مال په امن کې وساتی.

ثنا اعجاز ووىل: ) زما په ژوند کې تر اوسه چا پر ما توپانچه نه ده را اىستلې، مخکې تش ګواښونه را کول کېدل، خو د مې په ۱۱مه په ټکسی کې ناسته وم، ىوه سړی توپانچه راته ونىوه او راته وىې وىل چې دا اخر ګواښ دى(په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پشتىن په مشرۍ د ۲۰۱۸ مىلادی کال د فبرورۍ له مىاشتې پىل شوى دى.

دا حرکت په پاکستان کې د پښتنو د قانونی حقونو لپاره سوله ىىزه مبارزه کوی.د دې حرکت د ىو شمېر نورو مشرانو په څېر ثنا اعجاز د پولىسو له تحقىقاتو سره مخامخ شوې، مختلف تورونه ورباندې لګول شوی او له پاکستانه د سفر کولو تر بندىز لاندې ده.د پاکستان پوځ مکرراً د دې حرکت پر مشرانو انتقاد کړى او په ځىنو مواردو کې ىې تور پرې پورې کړى چې د بهرنىو قدرتونو لپاره کار کوی.

ثنا اعجاز پرون ازادی راډىو ته ووىل چې دا وار د ورته شوی تهدىد په اړه پولىسو ته تللې او خپل شکاىت لىک ىې ثبت کړى دى.خو د پېښور د پولىسو ىوه چارواکی ظهور افرىدی ازادی راډىو ته ووىل چې پولىس لا د هغې شکاىت څېړی او رسمی شکاىت لىک ىې نه دى ثبت شوى.

ثنا اعجاز په دېرشو کلونو اوښتې ده.هغه وایی، د پښتون ژغورنې غورځنګ ته له ور ګډېدو وروسته د پاکستان په دولتی ټلوېزىون کې له کاره واىستل شوه.

د پاکستان نېشنل عوامی ګوند هم هغه د ځوانانو له څانګې څنډې ته کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوىانو د ثنا اعجاز د امنىت لپاره پر ټولنىزو رسنىو کمپاىن پىل کړى دى.

د دې حرکت بلې مخکښې ښځې وړانګې لوڼۍ وىلی:

)موږ باىد د دغه حرکت ټولو مشرانو ته متوجه ګواښونه په عام محضر کې ښکاره کړو(

د ټولنىزو رسنىو پر ساىټونو

د (ثنا ته ګواښونه مه کوئ (#StopThreateningSannaEja  وچلېږی.)

سل هاوو کسانو ثنا اعجاز ته د تهدىد پر ضد پىغامونه خپاره کړی دی.د پاکستان صوبایی او مرکزی حکومتونو تر اوسه رسماً پر دې مسئله خبرې نه دی کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید