روزنامه هیواد

د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا احتجاجی غونډه کوی

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علی وزیر، محسن داوړ او ثنا اعجاز د یوې بلې مظاهرې لپاره کمپاین پیل کړى دى. د دې غورځنګ مشران وایی چې نن به د اگېست په ١٢ مه په صوابۍ کې غونډه وکړید پاکستان د عمومی انتخاباتو نه وروسته دا لومړى ځل دى چې د پی ټی ایم ټول غړی چې پکې علی وزیر او محسن داوړ هم شامل دى، د غونډې تیارى نیسی.د یادونې وړ ده چې محسن داوړ او علی وزیر دواړو د شمالی او جنوبی وزیرستان نه انتخابات گټلی او اوس د عمومی اسمبلۍ غړی هم دی.منطور پښتین د دغې احتجاجی غونډې اعلام کړى دى. دغه احتجاج د پاکستان د سترې محکمې له خوا د نقیب الله محسود د قاتل پولیس افسر راو انور د خوشی کېدو پرضد کېږی. منظور پښتین امریکاغږ ته ویلی چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوی او (( تر هغه پورې به مبارزه کوی چې ترڅو یې پښتون قام ژغورلى نه وی.))د تحریک مخکښې غړې ثنا اعجاز له څو ورځو راهیسې د احتجاج لپاره کوڅه په کوڅه کمپاین کوی. محسن داوړ په احتجاج کې د خپل گډون په اړه امریکاغږ ته وویل چې په سیاست کې د برخه اخیستلو هدف یې هم دا و چې د پښتنو مسلو ته د حکومت پام راواړوی او دا چې هغوى به په مظاهرې کې گډون وکړی.په حکومت کې د شاملیدو یا نه شاملیدو په اړه پریکړه له بلې خوا ځینې داسې نا تائید شوی راپورونه خپاره شوی چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د پښتون ژغورنې غورځنگ غړیو محسن داوړ او علی وزیر ته په حکومت کې د شاملېدو بلنه ورکړې ده.محسن داوړ  ویلی چې هغوى د خپلو غوښتنو لېسټ ورسپارلى او که دغه غوښتنې یې ومنل شوې نو هغوى به بیا له حکومت سره د شاملېدو پرېکړه وکړی: (( موږ ته خلکو د پښتنو د حقونو د مبارزې په نتیجه کې راى راکړې دی. که چېرته دوى زموږ سره دغه ټول شرایط منی نو موږ به هم ورسره ملگرتیا وکړو.))  د یادونې وړ ده چې محسن داوړ او علی وزیر په شرایطو کې د وزیرستان د خلکو د تاوانونو پر ځاى کول، د بیگناه خلکو د ځور او قتلونو بندول شامل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید