روزنامه هیواد

د پوهنې پراختیا او شاګردمحوری دولت ته لومړیتوب لری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د پوهنې وزارت سیستم د د ‌‌‌‌‌‌ډیجیټلی کولو په موخه غونډ دتېرې چهارشنبې په ورځ ماښام په ارګ کې جوړه شوه.په پیل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژی وزارت سرپرست فهیم هاشمی د تکنالوژۍ زیربنا د انکشاف په اړه اصلاحی طرحې غونډې ته وړاندې کړې. ده وویل: د مخابراتو حوزه کې به داسې طرحې عملې کړو، چې د تکنالوژۍ سکتور په پښو ودرېږی او د موجوده ستونزو ځواب ویونکی وی.همدا راز د احصائیې او معلوماتو د ملی ادارې رییس احمدجاوېد رسولی د دې په بیانولو سره چې مخکې په مخابراتی سکتور کې لومړیتوبونه مشخص نه وو او د دندو تفکیک وجود نه درلود وویل: تکنالوژی باید په بنسټونو کې د اصلاحاتو اساس وی.ده څرګنده کړه: دولت باید سوداګریز محیط برابر او د تقنین په حوزه کې آسانتیاوې رامنځته کړی، چې دیجیتلی اقتصاد ته چې د نن ورځې اړتیا ده، زمینه برابره شی.وروسته د ملی تدارکاتو ادارې رییس وویل: د افغان تیلی کام اصلاحی طرحه له ستونزو سره سره عملی شوه او د نوری فایبر په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو. نوموړی په اترا اداره کې د یو لړ اصلاحاتو وړاندیز هم وکړ.ورپسې د مالیې وزارت سرپرست وویل: پوهنه د دولت له مهمو سکتورونو څخه ده او زموږ لومړیتوب دی او باید د پوهنې ستونزې د تکنالوژۍ له لارې حل کړو.جمهوررییس غنی د یاد راپور او وړاندیزونو له اورېدو وروسته په اترا اداره کې د اصلاحاتو په اړه وویل: موږ د اصلاحاتو لپاره دوه طریقې لرو، یو همزمان اوبله سلسله وار اصلاحات او باید د دې دواړو ماهیت ته په پام، مخکې لاړ شو.د هېواد جمهوررییس د بشری قوې ارزښت ته په اشارې وویل: موږ کولای شو ستراتیژۍ جوړې کړو، خو تطبیقول یې مهم دی. ده زیاته کړه: د اترا ادارې بیاارزونه مهم بحث دی او اړوندو مسوولینو ته یې په یاده اداره کې د اصلاحاتو په اړه لارښوونه وکړه، چې خپلې طرحې وړاندې کړی.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: د دې ادارې د ساختاری او تشکیلاتی اصلاحاتو په برخه کې اساسی کار نه دی شوی او باید د اترا ادارې او افغان تیلیکام ترمنځ د خدمتونو وړاندې کولو د آسانتیا په خاطر لازمه همغږی رامنځته شی.ده زیاته کړه: زموږ اقتصاد باید دیجیتلی شی، عاجل کارونه دې تشخیص او د منابعو د مصرف په اساس دې اولویت بندی شی، چې دا کار له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم مرسته کوی. جمهوررییس د پوهنې د دیجیتلی کولو طرحې په اړه وویل: د کانکور ازموینې په اړه د نړیوال بانک راپورد مکث وړ دی. ده زیاته کړه: شاګرد محوری باید د یوه اصل په توګه بنسټیزه شی او د معارف پراختیا زموږ لپاره د بنیادی لومړیتوب په توګه ارزښت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید