روزنامه هیواد

د پوهنې وزارت په ټولو ښوونځیو کې د نیالګیو ایښودلو کمپاین پیل کړى

د هېواد په ټولو ښوونځیو کې دنىالګىو اېښودلو کمپاىن پىل شوى دى ، دښوونځیو زده کوونکو ته دنده سپارل شوې چې د خپلو ښوونځیو د چاپېرىال پاک ساتلو لپاره نىالګی کېږدی . دپوهنې وزىرهم دهېواد په کچه د ښوونځیو مسوولىنو ته دنده سپارلې ، چې دنىالګىو اېښودلو په برخه کې زده کوونکی وهڅوی. د پوهنې وزارت دبدنې روزنې او روغتىا رىاست دمرکزی زون د روغتیاىی ښوونو لوى مدىر ښاغلی دوست محمد ‎بېدار دهېواد ورځپاڼې دخبرىال ددې پوښتنې په ځواب کې چې دښوونځیو دښکلولو او چاپېرىال پاک ساتلو لپاره دپوهنې وزارت دنىالګىو اېښودلو پروګرام څنګه پرمخ روان دى؟ داسې ووىل: د چاپېرىال دپاک ساتلو ىوه برخه په ښوونځیو کې دنىالګىو اېښودل  او دشنې ساحې شتون دى.ددغو نیالګیو ایښودل د زده کوونکو پر روحىه ښه اغېزه لری ، د ژوندانه د چاپېرىال په پاک ساتلو کې ښه رول لوبولى  شی او د ښوونځیو د ښکلا سبب ګرځی، په ښوونځیو کې دشنوبوټو شتون د زده کوونکو دتجربو په لوړولوکې مرسته کوی . دا اړىن کار دى چې په ښوونځیو کې باید شنه ساحه ولرو. دپوهنې وزارت دغه کارته ډېره پاملرنه کړې ده. په نوی کال کې دپوهنې د وزىر په ځانګړې پاملرنې سره  دهېواد په کچه د ښوونځیو د ادارو مسوولىنو ته هداىت ورکړ شوى ، چې دزده کوونکو په مرسته په ښوونځیو کې دچاپېرىال د پاک ساتلو لپاره نىالګی کېږدی او همدا راز د خپلو کورونو چاپېرىال هم په بېلابېلو ونو او ګلونو رنګىن کړی. دغه راز دې  دخپل توان مطابق په عمومی لاروکې هم نىالګی کېږدی چې په راتلونکې کې ىو  پاک چاپېرىال اوشنه ساحه ولرو.

په  دې اړه چې موږ ته له ىو شمېر ولاىتونوڅخه کوم رپوټونه را رسېدلی او ىا رارسېږی، دنىالګىو اوشنو ونو کمپاىن پیل شوى  دى.

ده زىاته کړه: دکرنې ، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت دنىالګىو اوشنو ساحو د جوړولو په برخه کې دپوهنې له وزارت سره مرسته کړې ده. په ولاىتونو کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د پوهنې وزارت رىاستونو ته خبرورکړى ، چې موږ یوه اندازه نىالګی دښوونځیو دښکلولو او  د چاپېرىال پاک ساتلو لپاره ستاسې په واک کې درکوو، چې دزده کوونکو په همکارۍ دغه نىالګی کېښودل شى. دا بهىر همدا اوس روان دى. موږ هىله من ىو، چې د دوستانو او زده کوونکو په مرسته دا لړۍ په برىالىتوب سره پاى ته ورسېږی . له دې همکارۍ څخه وروسته د ونو،بوټو اوګلانو ساتنه او پالنه ډېر اړىن کار  دى  اوهغه د ټولنې په هرفرد پورې اړه لری چې ورته کلکه پاملرنه وکړی. د رسنىو له لارې زه له ټولو هېوادوالو ،د کورنیو له مشرانو ، زده کوونکو ، ښوونکو او د ښوونځىو له مسوولىنو دا هیله او غوښتنه لرم، چې په دغه کم وخت کې ، چې په مخکې یې لرو باید ترې ښه ګټه پورته شی او بېلابېل نىالګی کېږدی او په راتلونکی کې دهغو په پالنه کې هڅه اوهاند وکړی، چې موږ دىوې شنې اوپاکې ساحې درلودونکی واوسو اوهغه موخه ،چې په ښوونځیو کې دچاپېرىال پاک ساتل دى  ور ورسېږو .

ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ښوونځیو کې دنىالګىو د اېښودلو پروګرام څومره پرمخ تللى  دى؟څرګنده کړه: په ټوله کې دپوهنې وزارت د روغتىا رىاست او همدا راز د بدنې روزنې ادارې  اوپه ښوونځیو کې دچاپېرىال د پاک ساتلو لپاره څو پروګرامونه لرو. یو پروګرام دادى، چې موږ خپله په ښوونځیو کې دچاپېرىال د پاک ساتلو لپاره زده کوونکو او ښوونکو ته عامه پوهاوى ورکوو، داکار  دسیمینارونو او ورکشاپونو د جوړولو اوهمدارنګه دتبلىغاتی پاڼو، پوسترونواو سټىګرونو د وىشلو اولګولو له لارې ترسره کېږی. ترڅو زده کوونکی اوښوونکی دښوونځیو په پاک ساتلو پوه شی. د دغو دندو ترڅنګ زموږ نظارتی ټىمونه تل  ولایتونو ته سفرونه کوی ، د ولسوالیو له ښوونځیو  لىدنه کوی د راولاړو ستونزو دلرې کولو لپاره دښوونځیو له مسوولىنو او ښوونکو سره سلامشورې کوی او دحل لاره ورته لټوی . موږ له ىوشمېر ټولنو سره اړیکې لرو د ىونىسف ادارې ونډه په دې  برخه کې ډېره ده. دغه اداره د پوهنې له وزارت سره د واش ترنامه لاندې پروګرام لری.واش له موږ سره مرسته کوی ، چې ښوونکی د چاپېرىال دپاک ساتلو په برخه کې وروزو چې له زده کوونکو سره کاروکړی. ددې ترڅنګ ىاده شوې اداره دښوونځیو د چاپېرىال پاک  ساتلو په برخه کې  هم زموږ له نظارتى ټىمونو سره مرسته کوی. کله چې موږ ښوونځیو ته ورځو اوله نږدې څخه یې لیدنه کوو او له ورته ستونزو څخه دخلاصون لارې چارې ورته لټوو، چې همدا اوس زموږ فعالىتونه په ښوونځیو کې روان دی. زه دښوونځیو له مسوولینو مننه کوم، چې سږ کال یې له موږ سره ډېره همکاری او مرسته کړې ده. نو زه له دوستانو دا غوښتنه لرم چې په ښوونځیو کې د پرتو ستونزو د لری کولو په لاره کې خپلې مرستې ډېرې کړی.ښاغلی بېدار ددې  پوښتنې په ځواب کې ، چې په تېرکلونوکې دپوهنې وزارت په ښوونځیو کې دباغچو جوړولو پروګرام درلود.اوس دغه بهىر څنګه دى.؟داګیزه کړه: پخوا دپوهنې وزارت دروغتىا رىاست دکرنې ،اوبولګولو اومالدارۍ له وزارت سره ىو تفاهملىک درلود، چې  له مخې یې دهېواد په  (۱۷) اوولسو ولایتونوکې دشنو باغچو دجوړولو ىو کمپاىن پىل کړى و، چې هرښوونځې باىد له ځانګړو معىارونو سره برابروی او شنې ساحې باىد ولری.داچې ښوونځی  ددولت ملکىت ګڼل کېږی. نودښوونځیو دښکلا او چاپېرىال پاک ساتلو لپاره دافغان حکومت په مشرى دکرنې اوبولګولو اومالدارۍ وزارت له FO  ټولنې سره تفاهم لاسلىک  کړ چې دښوونځیو دچاپېرىال د پاک ساتلو لپاره اړىن توکی دخلکو په اختىار کې ورکړې اوپه کې پوره ونډه واخلی.موږ  شنې ساحې په ښوونځیو  کې په ګوته کولى شو او دښوونځیو دښکلا لپاره به  څلور کسان په کې روزل  کېدل ،  چې  بیا به موږ ورته کرنىز تخمونه اوشنه نىالگی دکرنې لپاره په واک کې ورکول اووخت په وخت یې دکرنې اوپوهنې وزارتونو او د  FO  ټولنې په مرسته له دغو ځاىونو لىدنه کوله.  دباغچو جوړولو کارتر ۲۰۱۷ زىږدىزکال پورې دوام درلود. له بده مرغه دهغه تفاهملىک ،موده بشپړه شوې ده. موږ هىله من ىو، چې په راتلونکې کې بېرته دباغچو جوړولو  تفاهملىک لاسلىک شی، چې  له مخې یې بېرته دباغچو جوړولو پروژه فعاله شی.

محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید