روزنامه هیواد

د پولی سیاست موخې

ګلاب بهار

د پولی سیاست اصلی او معمولی موخې په لاندې ډول دی:

  • بشپړ استخدام ،د بیو ثبات ،اقتصادی وده او پرمختگ او د تادیاتو بیلانس
    . ۱ـ بشپړ استخدام: بشپړ استخدام د ټولو ملتونو د پولی سیاست تر مهمه موخه ده، ځکه:

الف: کله چې استخدام بشپړ وی، نه یوازې په اقتصاد کې کاری ځواک بېکاره نه پاتې کېږی، بلکې له سرچینو څخه یې هم ښه گټه اخیستل کېږی.

ب: د بېکارۍ لوړه کچه انسانانو او انسانی ټولنې ته بدبختۍ زېږوی، کورنۍ اړې کېږی چې مالی ستونزو ته اوږه ورکړی او د بشپړ استخدام نشتوالى  ټولنه د بالقوه بهرنی لامل د ضایعاتو او کموالی پر لور رهبری کوی او په ټولنه کې د فقر ریښې غځوی.

له بشپړ استخدام څخه موخه دا نه ده، چې د بېکارۍ کچه باید صفر وی، بلکې بشپړ استخدام هغه وضعیت دى، چې په هغه کې د کار عرضه او تقاضا سره برابره  وی. اقتصادپوهان د بشپړ استخدام په شرایطو کې د استخدام نرخ یا کچه د طبیعی بېکارۍ نرخ یا کچه بولی. د بېکارۍ کچه ثابته نه وی، بلکې له یوې دورې څخه بلې ته توپیر کوی.

د بېلگې په توگه د ۱۹۶۰مو کلونو په اوږدو کې اقتصادپوهانو د بېکارۍ څلور سلنه نرخ د موخې په توگه په پام کې نیوه، چې په همدې دوره کې د څلور سلنه بېکارۍ کچه یا نرخ د طبیعی بېکارۍ نرخ بلل کېده او د استخدام شرطونه بشپړ وو. په هر حال، د طبیعی بېکارۍ نرخ او کچه له یوه هېواده بل هېواد ته توپیر لری، د وخت په تېرېدو او د نویو شغلی فرصتونو په رامنځ ته کېدو سره یې  کچه یا نرخ پورته کېږی، چې دولتونه یې باید د کموالی او مخنیوی د سیاست په لټه کې شی.

۲- د بیو ثبات: د پولی سیاست بله موخه د بیو ثبات دى، ځکه د بیو نوسانات په اقتصاد کې شک او بې ثباتی منځ ته راوړی. د بیو لوړېدل او ټیټېدل دواړه ځینو خلکو ته بې ګټې او بې مورده یا نامشروع زیان اړوی.  د بېلگې په توگه، کله چې په اقتصاد کې تورم شتون ولری، د مصرفوونکو، تولیدوونکو او د دولت له خوا تصمیم نیول له ستونزو سره مخ کېږی. د بیو د سطحې ساتل او  د پیسو د اخیستلو قدرت په داسې ترتیب سره چې د پانگونې د هڅونې او د استخدام د سطحې مانع نه شی او د بیو د ټیټوالی د اقتصادی نوساناتو او تموجاتو په موخه اغېزمن تدبیرونه د دولتونو یا پالیسۍ جوړوونکو له خوا طرحه کېږی،چې مؤلدین او مستهلکین بې موجبه زیانمن نه شی. په ډېرو شدیدو تورمونو کې د بیو ناثابتوالى پر اقتصادی فعالیتونو اغېزه کوی.  په مخ پر ودې  هېوادونو په ځانگړې توگه په افغانستان کې د بیو د ثبات اصلاح ډېره مهمه ده.لکه څنگه چې د افغانستان بانک په قانون کې د بیو ثبات د لومړۍ موخې په توگه او مالی ثبات د دویمې موخې په توگه راغلی، ځکه د پولی نظام ثبات او د مالی نظام وده د افغانستان بانک له مسوولیتونو گڼل کېږی.

۱۳- اقتصادی وده: د پولی سیاست بله مهمه موخه د اقتصاد متوازنه وده ده. د اقتصاد وده او بشپړ استخدام له هغو موخو څخه دی، چې یو له بل سره ډېرې نږدې اړیکې لری او په لاندې ډول تعریفېږی:

اقتصادی وده په عام ډول د تولیداتو او د هغو عواملو (مؤلدیت) د پایلو د کمېتې او کیفی ارزونې او اندازه کولو په مانا ده او په ځانگړی ډول اقتصادی وده د هېواد او سیمې د ملت د قدرت په لوړوالی کې د ظرفیت او ملی حقیقی محصول له زیاتوالی څخه عبارت ده. یا په بله وینا، اقتصادی وده هغه پړاو یا جریان دى ،چې د هغې په وسیله د یوه هېواد حقیقی عاید په اوږده وخت کې ډېروالى مومی او اقتصادی وده په یوه هېواد کې د تولید شویو خدمتونو او اجناسو له زیاتوالی څخه په ګټې اخیستو سره اندازه کېږی.

له دې امله په یوه هېواد کې اقتصادی وده هغه مهال واقع کېږی، چې تولیدی ظرفیتونه ډېر شی، چې له هغو څخه په گټې اخیستلو سره توکی او خدمتونه ډېر تولیدېږی. یا هم داسې چې مدیران او پانگوال اصولاً هغه مهال د اقتصادی گټې او ودې په موخه پر وسایلو او ابزارو پانگونه کوی، چې د بېکارۍ کچه یا نرخ ټیټ وی. په بل تعبیر که د بېکارۍ کچه لوړه وی او کارخونې بېکاره وی، د صاحبانو لپاره د نوې پانگونې او نویو کارخونو د جوړولو انگېزه به هېڅ نه وی. په هر حال، که څه هم دا دوې موخې یوه  له بلې سره تړلې دی، خو کېداى شی داسې سیاست گذاری وشی چې موسسې مستقیماً پانگونې ته وهڅول شی او اقتصادی وده لوړه شی. یا دا چې خلک د ډېرو طرفونو د تامین لپاره د موسسو د مالی تامین لپاره سپمونې ته وهڅول شی. د بېلگې په توگه، د مالیاتو د کموالی او معاملاتی انگېزې له لارې پانگوال په تولیدی ابزارو او وسایلو کې پانگونې او  سپما ته وهڅول شی.

-۴د تادیاتو بیلانس: د پولی سیاست بله موخه د هېواد د تادیاتو د بېلانس برابر ساتل دی. د دې موخې تر لاسه کول دا غواړی چې هېواد په نړیواله سوداگرۍ کې وده وکړی. دا څرگنده ده چې د تادیاتو په بېلانس کې کسر نورو موخو ته د رسېدو لاره ستونزمنوی او د تادیاتو په بېلانس کې کسر دا مانا ورکوی، چې اسعار یا سره زر بهر ته روان دی. د تادیاتو د بېلانس په اړه د هر هېواد موخه د صادراتو او وارداتو مساوی کول دی، پر دې بنسټ په عمل کې هغه هېواد چې غیر کاپی اسعاری زېرمې لری، باید صادرات د تادیاتو په بیلانس کې خپله موخه وگرځوی. که یو هېواد د ډاډ وړ او مناسبې زېرمې ولری، باید د هېواد موخه د صادراتو او وارداتو مساوی والى وی. د تادیاتو د بېلانس د تعادل ساتل د پولی سیاست یو حتمی کار او امر دى؛ نو پر دې بنسټ پوښتنه مطرح کېږی چې د تادیاتو په بېلانس کې څرنگه تعادل راوړو؟ د تادیاتو په بېلانس کې کسر دا مانا ورکوی، چې په اقتصاد کې د پیسو عرضه زیاته ده او د دغو اضافی پیسو لپاره باید په اقتصاد کې اعتبار رامنځ ته شی او تقاضا اضافه شی، یانې د تادیاتو د بېلانس کسر په یوه هېواد کې د پیسو د عرضې له زیاتوالی څخه انعکاس کوی او د تعادل لپاره یې باید خلک خپلې اضافی پیسې د بهرنیو توکو او یا د پور پر اسنادو باندې د یوه ثابت نرخ تر سیسټم لاندې ولگوی او بانک هم باید اسعاری زېرمې لوړې کړی او کورنۍ پیسې وپېری، څو د اضافه پیسو عرضه له منځه لاړه شی.

له بل پلوه که د پیسو عرضه ټیټه وی او پیسو ته تقاضا زیاته وی، دا مانا ورکوی ،چې د تادیاتو په بېلانس کې زیاتوالى راغلى، چې په دې حالت کې خلک باید کورنۍ پیسې پر بهرنیانو باندې د پور اسنادو او یا مالونو د خرڅولو له لارې تر لاسه کړی او مرکزی بانک هم په خپل وار اضافی بهرنی اسعار د اقتصاد له جریان څخه کم کړی، یانې پېرودنې وکړی او په بدل کې یې کورنۍ پیسې جریان ته داخلې کړی، چې د همدې پورتنیو لارو په مرسته کېداى شی د تادیاتو د بیلانس تعادل وساتل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید