روزنامه هیواد

د پولیو د خورولو په جرم دې پر پاکستان بندیزونو وغځول شی

د روغتیا نړىوالې ادارې وړاندیز کړى چې پر پاکستان دې افغانستان، ایران او نورو هېوادونو ته د پولیو وایرس د انتقالولو په جرم د سفری بندیزونو موده نوره وغځول شی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) سره تړاو لرونکې د روغتیا نړىوالو قوانینو کمېټې سپارښتنه کړې چې له پاکستانه نورو هېوادونو په ځانګړی ډول افغانستان او ایران ته د پولیو وایرس انتقالېږی ځکه په پاکستان د سفری بندیزونو د مودې تر نورو درېـیو مىاشتو پورې غځولو وړاندیز شوى دى. یادې ادارې په پاکستان د سفری بندیزونو د نورو درېـیو مىاشتو لپاره د غځولو وړاندیز په داسې حال کې کړى چې سږ کال په پاکستان کې تراوسه د پولیو د پېښو شمېره ۷۲ ته رسېدلې ده.

په تېر سپټمبر میاشت کې د روغتیا د نړىوالې ادارې په مرکزی دفتر کې بېړنۍ غونډه شوې او له هغې وروسته دا وړاندیزونه شوی وو. په دغو وړاندیزونو کې ویل شوی وو چې په پاکستان کې د تېرې مودې نه په هوایی اډو بهر هېوادونو ته تلونکو کسانو ته د پولیو ضد په څاڅکو ورکولو پوره عمل نه کېږی.

د روغتیا نړیوالې ادارې نه یواځې په پاکستان کې د پولیو د پېښو مخ په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې بلکې په نړۍ کې د پولیو په پېښو کې د زیاتوالی علت یې هم پاکستان ښوودلى دى.

کمېټې د پولیو په اړوند د خېبرپښتونخوا صوبې حالات زىات اندېښمن یاد کړی او ویلی یې په دغه صوبه کې د میندو او پلرونو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکی نه ورکول غټه ضربه ده.

په پاکستان کې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ثبت شوې دی چې شمېره یې ۵۳ ده. د رپوټ له مخې دې کمېټې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ په وخت په ټولو لارو تلونکو راتلونکو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو وړاندیز کړى او روان عمل یې ستایلى دى.

دغه ډول ویل شوی په پاکستان کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هوایی اډو بهر هېوادونو ته تلونکو کسانو ته د پولیو ضد څاڅکی ورکول کېدل، خو له یوې مودې راهیسې دا عمل درول شوى دى.

وړاندیز شوى هغه کسان چې په هوایی اډه کې ورته د پولیو ضد څاڅکی ورکول کېږی، هغو ته دې ورسره سند هم ورکول کېږی او که له چا سره دغه سند نه وی، هغه دې له سفره منع کړى شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید