روزنامه هیواد

د پوتین محبوبیت ډېر کم شوى

نوې سروې ښیی چې د هغو روسانو شمېر چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد تر ټولو د باور وړ سیاستوال بولی، په تېر کال کې ډېر کم شوى دى. دغه سروې چې د لیوادا په نوم خپلواک مرکز د سپټمبر له ۲۰مې د سپټمبر تر ۲۶ پورې کړې ۳۹ سلنه ګډونوالو ویلی چې پوتین‌یې تر ټولو د باور وړ شخص دى. دغه شمېره د تېرې جون میاشتې په نسبت په سلو کې ۹ او د تېرې نومبر میاشتې په نسبت ۲۰ سلنه کموالى ښیی.

ممکن است شما دوست داشته باشید