د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه وایی، چې ۳ بهرنی سرتېری پرون په پروان ولایت کې د ګزمې پر مهال په ځانمرګی برید کې وژل شوی دی.د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په یو بیان کې ویلی، چې په دغه برید کې یو امریکایی او دوه افغان سرتېری هم ټپیان شوی هم دی.د چک جمهوریت پوځ ویلی: په افغانستان کې یې د ناټو د قاطع ماموریت ۳ سرتېری د طالبانو په ځانمرگی برید کې وژل شوی دی.د چک جمهوریت د دفاع وزیر د وژل شویو سرتېریو له کورنیو سره خواخوږی څرگنده کړې، خو د سرتېریو هویت یې نه دى په ډاگه کړى.افغان امنیتی چارواکی وایی، چې پېښه پرون سهار شاوخوا شپږ بجې، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په خلازیی کلی کې رامنځ ته شوې ده.د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ ولی زاده ویلی: په دغه برید کې پلی ځانمرګی بریدګر د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د ګزمې کاروان په نښه کړ ، چې د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ دوه بهرنی او دوه افغان سرتېری په کې ټپیان شوی دی.جنرال ولیزاده زیاته کړې چې بهرنیو ځواکونو له برید وروسته سیمه وتړله او د پېښې قُربانیان یې د بګرام اډې ته ولېږدول.وسلهوالو طالبانو د برید مسئولیت منلى دى.د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د چک جمهوریت په دې وروستیو کې هغه پلان منظور کړ چې له مخې یې ددغه هیواد ٣٩٠ سرتېری تر ٢٠٢٠ پورې په افغانستان کې د ناټو په لیکو کې د خدمت لپاره استول کېږی. چک همدا اوس د ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ٢٣٠ سرتېری لری.