روزنامه هیواد

د پردیو ګټو لپاره د طالبانو جګړه !

له هغه وخت را هیسې چې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې تړون کړی او دواړو لوریو له یو بل سره پر اوربند هوکړه کړې، نو د افغان ځواکونو پرضد جګړې او بریدونو هم زور اخیستی دی، دا لړۍ بیا نوره هم هغه وخت پراخه شوه، چې په دوحه کې د سولې په اړه د بین الافغانی خبرو لړۍ پرانیستل شوه. وسله والو طالبانو د ګاونډ پاکستان په ملاتړ پر هملند، فراه، غور او بدخشان ولایتونو یرغلونه کړی او په بېلابېلو برخو کې یې سخت زیانونه اړولی، د بېلګې په توګه په دې جګړه او یرغلونو کې ولسی وګړیو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتی او زرګونه کورنۍ د جګړې له ډګره تېښتېدلې او امنو سیمو ته کډه شوې دی. د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالی دوام که له یوې خوا ولسی وګړیو ته درانه زیانونه اړولی، له بلې خوا  د سولې هڅې له جدی ننګونو سره هم مخ کړې دی. طالبانو د بشری ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید کې لسګونه بې ګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل. پر افغانانو د طالبانو بریدونه نه یوازې د افغان حکومت، بلکې د امریکا، اروپایی ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو سوله غوښتونکو هېوادونو له خوا په کلکو ټکو غندل کېږی او له طالبانو بیا هم غوښتنه کوی،چې په افغانستان کې له وینې تویولو او ورانیو لاس واخلی او له امریکا سره د دوحې تړون له مخې خپلې ژمنې عملی او تاوتریخوالی ودروی!  له طالبانو سره امریکا د فبرورۍ په ۲۹مه تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې طالبان باید تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره مذاکرات پیل کړی، د هغه تړون له مخې طالبانو باید لس ورځې وروسته یعنې د مارچ په لسمه د سولې لپاره له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړی وای، خو هغوی نه یوازې مذاکراتو ته حاضر نه شول، بلکې جګړه یې پراخه کړه او دا دی تر  ننه پورې یې هم د سولې لپاره مذاکرات نه دی پیل کړی؟ دا هغه سرغړونه ده، چې اوس یې د طالبانو حیثیت ته هم سخت زیان اړولی دی، ځکه دا ډله یوازې او یوازې پر جګړه عقیده لری او دغه راز اسلام په جګړه او وینو تویولو کې تعریفوی، خو داسې نه ده، بلکې اسلام د سولې او ورورولۍ دین دی، اسلام د یو او بل د منلو او د سولې او ثبات په فضا کې آن د نورو ادیانو له پیروانو سره ژوندانه ته هم وېـیل کېږی.

د طالبانو اوسنی بریدونه او یرغلونه د سولې لپاره له تړونونو او دغه راز د سولې له غوښتنې سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی! په تېره بیا پر هلمند، غور، فراه او بدخشان خونړی بریدونه په هېڅ توګه د منلو نه دی.  طالبانو په هلمند، غور او بدخشان ولایتونو وروستی بریدونه د خپل قدرت ښوودلو او سولې خبرو اغېزمن کېدو په هدف کړی. د جګړې زیاتوالی او هغه مرګ ژوبلې چې هره ورځ زموږ ملکی او نظامی وګړیو ته رسېږی،له شک پرته د سولې په روان بهیر ناوړه اغېزه کوی، دا مسئله د مذاکراتو پر مېز هم مطرح شوې، طالبان فکر کوی چې له دې لارې خپل نظامی قدرت ښکاره کړی، خو دا ډله باید پر دې پوه شی چې جګړه پرته له انسان وژنې بل څه نه لری،خو طالبان هم په دې سره کومه ګټه نه شی تر لاسه کولی، بلکې په هر برید کې سخت زیان وینی. له همدې امله له طالبانو یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوو، چې د سولې له بهیر سره یوځای او د دې لپاره اوربند وکړی. د تاوتریخوالی ډېروالی د سولې مذاکراتو د ناکامېدو لامل ګرځی! افغان حکومت او ولس د دې جګړې د سمدستی ختمېدو غوښتنه کوی او طالبان باید  له دې ناروا او غیر اسلامی کړنو لاس واخلی.

رفیع الله

ممکن است شما دوست داشته باشید