روزنامه هیواد

د پاکستان په روغتونونو کې د طالب ټپیانو شمېر اوج ته رسېدلی

هندوکش پرېس ته سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط ویلی، چې په هېواد کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو له خوا وژل شوی او ټپیان شوی طالب ترهګر د پاکستان کوټې ته انتقالېږی، چې نور یې په روغتونونو کې ځای نشته.د کوزې پښتونخوا په کوټې ښار کې د طالب ترهګرو د ټپیانو شمېر اوج ته رسیدلی او هره ورځ سلګونه ټپیان په قاچاقی لارو له افغانستان څخه هلته انتقالېږی، چې نور یې د درملنې لپاره ډاکټران رسیده ګی نه شی کولی.په کوټه کې د هندوکش پریس سرچېنه وایی، چې یوازې په تیره میاشت، د هلمند، کندهار او ارزګان له جګړو دلته شاوخوا ۲۰۰۰ ټپیان راوړل شوی، چې له نیمې ډېر یې وژل شوی او جسدونه یې د پاکستان پوځ ته سپارل شوی دی.د سرچینې په خبره، د کوټې په روغتونونو کې ډاکټران ،ځکه د ټپیان درمنلې ته نه شی رسېدلی، چې شمېر یې هره ورځ له سلګونو څخه اوړی او دغه ټپیان په قاچاقی لارو د پاکستانی ملېشو په مرسته له کرښې هغې غاړې ته اړول کېږی.سرچینه زیاتوی، په کوټه کې د طالبان د ټپیانو لپاره د پاکستان له خوا جوړ شوی روغتون په هغه اندازه امکانات نه لری په کومه اندازه چې له افغانستان څخه ورته ټپیان راوړل کېږی.دغه سرچینه، چې وړمه شپه کوټه کې یو ځای روغتون ته تللی وو، لیدلی یې و، چې د ارزګان له ګیزاب او دهراوود څخه ورته ۷۰ سرسخته ټپیان، چې د افغان کومانډویانو له خوا وېشتل شوی وو، راورسیدل، خو په خبره یې، چې ډاکټران یې نور د درملنې توان نه لری.یوې بلې باورې سرچینې وویل، چې له کوټې څخه ډېر مرګونی ټپیان د پېښور، حیات آباد کې، کمپلیکس او شیرپاو روغتونونو ته راوړل کېږی، خو له سلو څخه یې څلور یا پنځه ژوندی پاتی کېږی او نور یې یا په لارو او یا هم په روغتونونو کې له منځه ځی.په دغو ټپیانو او وژل شوو طالب ترهګرو کې ډېره برخه یې پنجابیان هم دی، ځکه په افغانستان کې ورته لارې او ګودرې نه وی مالومی او په ډېر کم وخت کې د کومانډو ځواکونو له غاښونو لاندې کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید