روزنامه هیواد

د پاکستان په دینی مدرسو کې پر ماشومانو د جنسی تېریو په اړه د اسوشیتیدپریس راپور

د اسوشیتیدپریس خبری اژانس په تحقیقی راپور کې ادعا شوې ، چې د پاکستان په دینی مدرسو کې پر ماشومانو جنسی تېری عام دی.اسوشیتیدپریس خبری اژانس د راپور له مخې، پولیسو ته د لسګونو شکایتونو او همداراز له چارواکو، ډاکترانو، له هغو ماشومانو سره، چې جنسی تېری پرې شوی  او د هغوی له خپلوانو سره د مرکو پر ا ساس ترتیب کړی.د پاکستان په مدرسو کې عموماً د دغه هېواد تر ټولو د بېوزلو کورنیو ماشومان زده کړه کوی.د خیبر پښتونخوا د کوهستان د لرې پرتې سیمې ماشوم یاووس، چې ۸ کلن دی، کیسه کوی ،چې په مدرسه کې ملا څرنګه تر لاس ونیوه او په مکرر ډول یې پرې جنسی تېری وکړ تر دې چې ولوېد، ناروغ شو او ملا روغتون ته بېوه؟اسوشیتیدپریس خبری اژانس وایی، چې دا کیسه نه یوازې ماشوم وکړه، بلکې د هغه خپلوانو او یوه ډاکتر هم وکړه.په روغتون کې د ډاکتر فیصل منان سالارزی له لوری معاینې وښوده چې پر دغه ماشوم په خورا بې رحمۍ تېری شوی دی.یوولس کلنه مصباح د جنسی تېری بله قربانی ده. دا چې د پنجاب ایالت اوسېدونکې ده د هغه ملا له لوری پرې جنسی تېری شوی، چې په جومات کې یې دینی زده کړې ورکولې.هغې وویل: (( ده یو ناڅاپه ونیولم او خونې ته یې ننه ایستم. ما چیغې وهلې.))د پولیسو د تاڼې مرستیال صدیق بلوچ وویل، چې د قربانی شویو ماشومانو کورنۍ عموماً د شرم د وراوښتو له بېری پېښې پټوی.په پاکستان کې تر ۲۲ زره ډېرې راجستر شوې مدرسې شته چې تر ۲ میلیونه ډېر ماشومان پکې دینی زده کړې کوی.،خو تر دې ډېرې نورې ناراجستر شوې مدرسې هم فعالې دی. دا مدرسې په غریبو سیمو کې دی چې ډېری کورنۍ په دې تمه چې ماشومانو ته یې وړیا ډوډۍ او ځای ورکول کېږی، هغوی مدرسو ته لېږی.په پاکستان کې د مدرسو د ادارې لپاره نه د ملایانو کومه اداره شته او نه حکومتی چارواکی ورته ګومارل شوی ،چې د ملایانو له لوری د جنسی تېریو د تورونو په اړه څېړنه وکړی یا یې په وړاندې اقدام وکړی.د صدراعظم عمران خان حکومت ژمنه کړې، چې د مدرسو تعلیمی نصاب به مدرن کړی، خو دا ډول ژمنې پخوانیو حکومتونو هم کړې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید