روزنامه هیواد

د پاکستان وروستیو بې بنسټه څرګندونو د افغانانو د سولې هیلې بیا ټکنۍ کړې

دقطردهېواد په  پلازمینې دوحه کې دافغانستان دسولې په اړه دامریکا دبهرنیوچارو وزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوطالبانو ترمنځ دخبرو دبرخلیک ټاکونکی اتم پړاو له پیله دمخه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر په اسلام آبادکې دپاکستان د صدراعظم عمران خان او دزلمې خلیل زاد دسوله ییزو خبرو په غبرګون کې په خپلو ډېرو پاروونکو او بې بنسټه ځرګند ونو کې دافغانستان مسئله دپاکستان اوهند ترمنڅ دکشمېر له مسئلې سره وتړله اوپه ډېری سپین سترګۍ سره یې داوویل چې ترځو دکشمیر دغه ستونزه اومسئله هواره نه شې، نودافغانستان دستونزې حل هم ناشونی دى او د افغانستان پرحالاتوبه ناوړه اغېزې پریباسی چې د پاکستان دبهر نیو چارو دوزیرشاه محمود قریشی دغه ډول بى ځایه، پوچواوبې بنسټه څرګندونو دافغانستان پرسولې دټولو مینو افغانانو اودسیمې اونړۍ دسوله دوستواوبشردوستو هېوادونو سختې غوسې اوکر کې راپارولی دی اوپه زغرده یې داویلی، چې دپاکستان دغه مکار، دوه مخی، درواغجن اوتېری کوونکی هېواد په ۱۹۴۷زېږدیز کال کې له جوړېدو راهیسې په تیرو۷۲ کلونوکې دافغانستان په کورنیو چاروکې تل لاسوهنه کړې اودخپلو ناوړ و غرضونو د ترلاسه کولولپاره یې خپل روزل  شوی ګوډاګی اوتالې څټی طالبان اونور وحشی صفتی ترهګر تل دې ته هڅولی اولمسولی دی چې په افغانستان کې دخلکو وینې تویې کړی، ښوونځی اوجوماتونه پربمونو  والوزوی، سړکونه، پلونه اونور عامه تاسیسات پرې ړنګ کړی اوداسې نور اسلامی ضد اوبشری ضد عملونه پرې سرته ورسوی. دافغانستان دکلونو کلونو جګړه ځپلى ربړېدلی، کړیدلې اوځورېدلی خلک به هله دپاکستان ددغه ډول تیریو اونور و پاروونکو عملونو له ګانلو څخه وژغورل شی، له هوسا، بسیا اوسوکاله ژوند څخه به برخمن شی اوپه آرامه به خپله ساوکاږی چى دامریکا، اروپا اوناتو په ګډون نړیواله ټولنه په پاکستان کې دطالبانو، القاعده، داعش ، لښکرطیبه، جیش محمد، جندالله اولښکراسلام په ګډون دنړۍ دترهګرو دتولیدستره فایریکه ړنګه کړی اودهغوی سترملاتړ کوونکی، روزونکی اوتولید وونکی هیواد پاکستان وځپی. له منځه یې یوسی اود ترهګرو دتولیدو لو اوروزلوپه تور یې پرسختې جزاورسوی اود القاعده دنړیوال تروریستی سازمان دمشراسامه بن لادن، دطالبانو دپخوانی مشرملااختر محمد منصور، دعراق اولیبیا دوخت داستبدادی رژیمونو دجمهورو رییسانو صدام حسین اومعمرالقدافی له برخلیکونوسره یی مخ او له خاورو سره یې خاورې کړی اوله دې پرته به که څه هم دافغانستان، امریکا، جرمنی اودغه راز دسیمې اونړۍ دنورو سوله دوستو اوبشردوستو هېوادونو دسوله ییزومنډوترړوپه پایله کې دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې هوکړه اوموافقه لاسلیک شې، نو پاکستان به بیاهم دطالبانو پرځاى دافغانستان دحالا تو دګډوډولو لپاره دخپلو  روزل شویو اوتولیدشویو وحشی صفتو تروریستى ډلو له جملې څخه له خپلونورو اجیروشو یو وحشی صفتو ډلو څخه دیوې سترې وسیلې په توګه کا رواخلی اودتیر په څېر به دافغانستان دخلکو بې رحمانه او وحشیانه وژلو او داسې نور واسلامی ضد او بشرى ضد عملو نو دترسره کولو لپاره پرهغوى خپلوشومو موخوته دعمل جامه ور واغوندی اوله دى لارې به دتل لپاره دافغانستان په کورنیو چاروکې خپلو بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنوته دوام ورکړی ، دجګړو اور به په کې دتل لپاره بل وساتی ، په خلکوکې به دنفاق تخمونه وشیندی او په دې توګه به دافغانستان خلک نور هم دفقر ، بیکارۍ ، جهل او ناامنیو په څېر دزیاتو بدمرغیو ژورو ګړنګو ته پورې وهې اودنړۍ نور وهېوادونو ته به یې احتیاج او محتاج کړی او آن دی ته به یې اړکړی چې دګدایۍ کچکولونه خپلوغاړوته واچوى او دنړۍ له نورو هېوادونو څخه خیراتونه وغواړی . اړینه ده چی دامریکا ، ناتو او اروپا په ګډون نړیواله ټولنه دافغانستان له حکومت سره داوږ دمهالو ستراتیژیکواوامنیتی همکاریو په اړه دلاسلیک شویو تړونونو له مخې اودغه راز یاد و واقعیتونو ته په کتو سره نور باید دسیمې او نړۍ ثبات ته دستر ګواښ په توګه په پاکستان کې دترهګرو دتولید فابریکې په نښه کړى او هم دى ورسره جوخت دهغوی ستر ملاتړ کوونکى ، روزونکى او تولید وونکی هېوادپاکستان هم وځپی او پرمټ دی له یوې خوا دافغانستان خلک او له بلې خوادې دامریکا اروپا او ناتو په گډون دنړیوالې ټولنې دنږدې پنځوسوغړو هیوادونو خلکو دسر دډیرسترواګډدښمن به توګه دتر هګرو اودهغوی دملاتړ کوونکی دوه مخی ، درواغجن او مکار هیواد پاکستان له مشره دتل لپاره وژغوری او په دې توګه دې خلکو ته  دستر وخدمتونو جوګه شی. درسنیو له لارې دخپروشویو رپوټونو پربنسټ په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې دوخت دانګلیسی استعمار دیوجوړ شوی مصنوعی اوګوډاګی هېواد په توګه دغه دوه مخی، درواغجن او تیرى کوونکی هېواد پاکستان په تږدی ۷۲ کلونو کې په تیره بیا په تېرو نږدې ۱۹ کلونو کې پرافغانستان دتپل شویو خونړیو جګړو په بهیر کې دافغانستان په کورنیو چارو کې له هیڅ ډول بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو څخه ډډه نه ده کړې او دخپلو روزل شویو ګوډاګیو طالبانو اونورو ترهګرو پربې رحمانه او وحشیانه بریدونو سره یې په زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله او آن افغانستان یې پرکنډ واله بدل دغه راز ترڅنګ یې امریکا هم په افغانستان کې له کړ. دغو ترهګرو سره په جګړوکې له زیاتو ځانی ، مالی او پوځی زیانونو سره مخ کړه ، نږدې درې زره امریکا یې پوځیان  په کې ووژل شول او ترشلو زرو پورى پوځیان یې په کې ټپیان ، معلول او معیوب شول چې امریکا اونور متحدین یې باید واقعیتونو ته په کتوسره نور پاکستان او په پاکستان کې دى ددغه هیواد روزل شوی ترهګړهم په نښه کړی او ودې ځپى او پرمټ دى افغانان اونور خلک دطالبانو او نورو ترهګرو په ځانمرګو او غلچکی بریدونو او بمی چاودنو کې دخلکو دمرګ ژوبلې په پایله کى دزیاتو ویرونواو ماتمونو له ګاللو وژغوری اوله دې لارې دې‎ دافغانستان او امریکا په ګډون دسیمې اونړۍ دهېوادونو دخلکو ژوند ته دسترګواښ او خطر په توګه دطالبانو اونور ترهګرو اودپاکستان په څېر دهغوی دملاتړکوونکو ، روزونکو ، تولیدوونکو ، صادروونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو تورټغر دځمکې ددغې خاورینې کرې له مخ څخه دتل لپاره ټول کړی ، نوهیله به له یوې خوا امریکا د ۲۰۰۱ زیږدیز کال دسپټمبر میاشتې دیوولسمې نیټې در دوونکې پیښی دبیا کیدوو خطره وژغورله شی اوله خوابه دافغانستان خلک هم دترترهنګرو اودهغوی دملاتړ و هیواد ادونو له بریدونو خوندی شی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید