روزنامه هیواد

د پاکستان مکاراو دوه مخى حکومت د سولې په اړه د غونډو په جوړولو  نړیواله ټولنه اغواکوی

د وخت دانګلیسی استعمار جوړشوی مصنوعی  اوګوډاګی هېواد پاکستان په ظاهرکې په تېرو اتلسوکلونو کې په دغه هېواد کې دافغان سولې په اړه د  لس ګونو غونډوجوړولو ته سازمان ورکړ او  ترڅنگ یې په دى ورستیووختونوکې په  پاکستان کې یوځل بیا دافغانستان سولې په اړه بله لویه غونده جوړه کړه چې پرمت یې له یوې خوا په دافغانستان په کورنیو چاروکې دخپل هېواد دبى شرمانه اومذبوحانه لا سوهنوترڅنګ غواړی  طالبانو ، داعشیانو،القاعده اونوروتروریستی ډلو ته دپاکستان له ملاتړه د نړیوالې ټولنې اود سیمې اونړۍ د سوله دوستو هېوادونو پاملرنه بل لور ته واړوی او اغوایی  اوله بلې خوا په باطن کې له دې لارې دافغانستان په څېردنړۍ دهېوادونو پرضد خپلو شومو موخو  اوناوړو پلانونوته دعمل جامه ورواغوندی.

په داسې حال کې چې افغانان نه یوازې د ۱۹۷۹ زېږدیز څخه تر ۱۹۸۹  زېږدیز کاله پورې د روسانو له لوری دافغانستان  داشغال په لس کلنه موده کې دروسانو پرضد خپلې سینې سپرکړې، دوى  یې پرګونډو کړل، له شرمه ډکوماتوسره یې مخ کړل اوله  افغانستانه یې تېښتې ته اړکړل او د دوى ۱۴۰۰۰افسران اوسررتیری یې ووژل، تردوه سوه زره پورې یې ټپیان کړل اوترسلوپورې  ترې تم شول  اوپه پایله کې یې دافغانستان خاوره دروسانوله منګولو وژغورله، بلکې افغانانو دخپلو وینو پرتویلوسره ددغه دوه مخی پاکستان خاوره هم دنیواکګرو سرو روسانوله منګولو وژغورله اود ټوټه کېدو اوتجزیه کېدوله خطره یې  هم خوندی کړه اود پاکستان له لارې یې تودو اوبو  ته دروسانو دپرمختګ مخه ونیوله چې افغانانو دغه مهال د روسانو پروړاندې د زیاتوقربانیو د ورکولو په پایله کې  امریکا ته هم زیاته ګټه ورسوله اوله امله یې امریکا په پاکستان او افغانستان کې له افغانانو سره  د مرستوله ورکولو او د داسې نورو مالی زیانونو له ګاللو وژغورله خوله ډېره بده مرغه دپاکستان دوه مخو اوتور مخو پنجابیانو د افغانانوپر وینو  دخپلې خاورې دآبادولو اوژغورلو په غبرګون کې له یوې خوا په پاکستان کې پرمېشتو افغان کډوالو پسی کوتکې راواخیستلې، دهغوى پرلوټولو، وهلو ، ټکولو، نیولو، بندیانولو اوآن دهغوى په وژلو یې لاس پورې کړاوله بلې خوایې په زیات زوراوچبرسره دترهګرو له لیکوسره دهغوى دیوځاى کېدوناوړه هڅې پیل کړې اوله دې لارې یې په ۱۹۸۹  زېږدېز کال کې دافغانستان له خاورې څخه دروسانوله وتلو سره سم په افغانستان کې دتنظیمی ډلو، جنګسالا رانو، وسله والوډلو ، دقدرت دګدۍ او پیسودلیونیانو، قومی کنډکونو اونورو زور واکانو ترمنځ دزیاتو بې اتفاقیو اورته لمنه ووهله او دافغانستان پلازمینه کابل یې دهغوى ترمنځ دخپل منځی جګړو پرډګر بدل کړ، انسان تښتونو، مرموزو  وژنو، غلاګانو اونورو زیاتو وحشتونو، بربریتونو اونورو ناخوالو په کې زور واخیست، دطالبانو اوالقاعده په ګډون دافغانستان دسولې دلارې دسترخنډ په توګه دپاکستان  دوه اویا وو روزل شویو وحشی صفتوتروریستی ډلو پرافغانستان په څه دپاسه څلوېښت کلنې تپل شوې خونړۍ جګړه کې دخپلو مغرضو پاکستانی بادارانو اودوه مخو پنجابی واکمنانو په بى شرمانه لمسونو، هڅونو اواشاروسره په افغانستان کې دښځو، ماشومانو اوبوډاګانو په ګډون دبى ګناه، بی دفاع اومظلوموخلکو اونورو کورنیو اوبهرنیو اتباعو بې رحمانه وژنو اوداسې نورو فجیعو او شنیعو عملو نو ته دوام ورکړ اوله دې لارې یې افغانستان ته زیات ځانې اومالی زیانونه اړولی اودطالبانو په ګډون دغه ډول وحشی صفتې تروریستی ډلی اودپاکستان روزل شوی اوپیرودل شوی اجیران دپاکستان، روسیې او ایران په  څېر د افغانستان ددغه ډول تاریخی اوقسم خوړلو دښمنانو له فرمانه پرته هېڅ نه شی کولاى اونه داواک اواختیارلری چې آن خپل یوګام هم واخلی اوله افغانان حکومت سره دسولې دخبروپرټغر کښېنی، سراسری اوربند وکړی اوله امله یې دسلګونوزرو جګړه ځپلو اودسولې  دارمانجنو افغانانو دیوې سترې غوښتنې په توګه په افغانستان کې دتلپاتې، رښتېنې اوسراسری سولې لوړ هدف ته د رسېدلولپاره په هېواد کى دخونړیو، بى رحمانه او وحشیانه جنګ جګړو له دوامه لاس واخلی. په داسى حال کې چې دافغانستان حکومت بیا دسولې دخیرلاره نیولې اوپه هېواد کې یې دسولې لپاره طالبانو او نوروسله والومخالفینوته زیاتې اسانتیا وې منلی دی او آن تردې پورې چې د۳۲۰۰ استازو په غړیتوب یې دسولې دمشورتی لویې جرګې دپرېکړې له مخې طالبانوته  دزیاتواسانتیا وودبرابرولو ژمنه هم کړى اوآن له  څلورسوه څخه زیات طالبان یې هم له بنده خوشې کړل.

خوله ډېره بده مرغه دپاکستان او روسیې په څېر دافغانستان تاریخی اوقسم خوړلو دښمنانویې مخه ډب کړى ده طالبان یې بې واکه کړی اوله دې لارې یې دسولې خبرې ټکنۍ، ځنډنۍ اوخنډنۍ کړې  او دسولې پرځاى یې دهېواد ددغه ډول تاریخی اوقسم خوړلو دښمنانو پرلمسونو او اشارو سره دهغوى تالې څټو، لاسپوڅو او ګوډاګیوطالبانو او نورو ترهګرو په هېواد کې خپلو خونړبوچګړوته زورورکړى دى، دافغانستان په ګډون یې دسیمې اونړۍ سوله دوست او  بشر دوست هېوادونه زیات اندېښمن کړی او په افغانستان کې ددغه ډول خونړیو جګړوعاملین په کلکه غندی اوزیات لعنتونه پرې وایی. ستره غوښتنه داده چې امریکا دې  په افغانستان کې دسولې لپاره  له ټو لومخکی دسولی دلارې دسترخنډ په توګه له دې وروسته پاکستان پر ګونډو اوپه نښه کړی اوددغه دوه مخی مکار اودرواغجن پاکستان مشران دى داسامه له برخلیک سره مخ کړی، نو هله به یې امریکا له شره وژغورله شی او ورسره جوخت به په هېوادکې دسولې ډېوه هم پرځلېدو راشی.

اوهم به له یوې خوا دترهګرو پرځالې دافغانستان دبدلېدومخه ونیوله شى اوله بلې خوابه دسیمې اونړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه په پاکستان کې د دوه اویاووتروریستی ډلو جرړې بیخی وچې شی، دطالبانو، حقانې شبکې، لښکر طیبه او جیش محمد په ګډون به دتروریستی ډلو دېرش زره استخباراتی مدرسې او روز  نځایو نه له منځه لاړشی.نوپردې بنسټ دافغانستان دسولې په اړه دپاکستان په پنجاب کې دوروستۍ غونډې خبرو اوپرېکړوته هم دشک په سترګه ګورو اودوه مخى اومکار پاکستان به دهغودپلی کولو پرځاى دافغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنوته لازور ورکړی. په یادې غونډه کې  دپخوانی ولسمشرحامد کرزى ، عطامحمدنور، داجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمدمحقق، دولسمشری  د لومړی مرستیال جنرال دوستم، دولسمشرۍ دکاندید محمدحنیف اتمر او دبهرونیو چارو وزارت دسرپرست صلاح الدین ربانى په ګډون دېرش کسیزپلاوی  برخه اخیستې وه.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید