روزنامه هیواد

د پاکستان له زندانه د ملا برادر د ازادېدو هرکلى

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړی د پاکستان له زندانه د ملا برادر د ازادېدو هرکلى کوی او له نوموړی غواړی چې د افغان سولې په برخه کې رغنده او مثبت رول ادا کړی. د افغانستان د مشرانو جرګې غړی وایی، د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې په لومړیو پړاوونو کې دی او تمه ده چې له پاکستانی زندانه د ملا عبدالغنی برادر ازادېدل به له دغه بهیر سره مرسته وکړی. د مشرانو جرګې په پرونی ازاد بحث کې سناتورانو وویل چې ملا برادر د طالبانو د تحریک اغېزمن او مؤثر شخص دى. د دغې جرګې غړی ډاکتر غیرت بهیر وویل: (( ملا برادر د طالبانو په تحریک کې مؤثر شخص دى، خلاصون‌یې په نېک فال نیسو، زموږ تمه دا ده چې نوموړى د سولې په پروسه کې مثبت رول ادا کړی، زما معلومات دا دی چې د سولې خبرې په لومړنیو مرحلو کې دی، زیاته تمه هم نه‌ترې کېږی، زما باور دى چې په نهایت کې به مذاکرات په طبیعی شکل بین‌الافغانی کېږی.)) روانه اوونۍ وسله‌والو طالبانو تایید کړه چې ملا برادر د پاکستان له زندانه ازاد شوى، خو دا چې اوس چېرته دى او ایا د افغانستان د سولې له پروسې سره به مرسته وکړی که نه؟ تر اوسه معلومه نه‌ده. شااوخوا دوې اوونۍ وړاندې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سولې استازی زلمی خلیل‌زاد پاکستان، افغانستان او قطر ته سفرونه وکړل چې پر افغان او پاکستانی چارواکو سربېره‌یې له یو شمېر طالب مشرانو سره هم وکتل. په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رییس ټینګار کوی چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ وشی.فضل‌الهادی مسلمیار د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې وویل، افغان حکومت دې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو څار وکړی. دى وایی: (( موږ ته په‌کار ده چې د سولې په پروسه کې د یووالی لاره غوره کړو او په دې برخه کې په هوش پیاوړی ګامونه واخلو، څو خپلو خلکو ته سوله راولو، خداى دې وکړی چې د ملا برادر خلاصون او د امریکا او طالبانو خبرې سوله راولی، افغان حکومت باید د سولې د خبرو نظارت وکړی.)) دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، په نږدې راتلونکی کې د افغانستان د سولې په اړه په
مسکو کې غونډه جوړه شی. روسی چارواکی وایی چې په دغه غونډه کې به پر افغان حکومت، امریکا او طالبانو سربېره، د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازی هم ګډون وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید