روزنامه هیواد

د پاکستان سترو علماوو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وایی: د پاکستان علماوو، د پاکستان او افغانستان د علماوو کنفرانس کې چې لس ورځې مخکې په مکه مکرمه کې جوړی شوی وو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس د رابطه عالم اسلامی سازمان تر چتر لاندې، د غبرګولی په شلمه، د مکې مکرمې په ښار کې جوړ شوی وو. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمی، چې د افغانستان علماوو د پلاوی په استازیتوب یې په یاد کنفرانس کې ګډون کړی وو، پرون د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د افغانستان د علماوو سرتاسری شورا سرپرست سره په ګډ خبری کنفرانس کې په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس، مهم وباله. ده زیاته کړه: د طاهر اشرفی او حامد الحق حقانی په ګډون د پاکستان علماوو، چې د مکې په کنفرانس کې یې افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله، د یاد کنفرانس له جوړېدو څو ورځې مخکې د طالبانو تر څنګ د یادې ډلې په ګټه فتوا ورکوله. ښاغلی حلیمی زیاته کړه، چې د پاکستان د علماوو ترڅنګ، د اسلامی فقې مجمع او رابطه عالم اسلامی علماوو، د مکې امام او په یاد بنسټ پورې اړوند ټولو هېوادونو د مکې کنفرانس کې په یوه غږ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلام کړه او د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه. د افغانستان د علماوو سرتاسری شورا سرپرست، مولوی سردار ځدران، په دې خبری کنفرانس کې د هېواد په کچه له دینی عالمانو غوښتنه وکړه، چې ټول د شورا تر څنګ ودرېږی او په هېواد کې د سولې ټینګېدو لپاره ګټورې مشورې ورکړی. ښاغلی ځدران، ډاډ ورکړ ،چې د افغانستان د علماوو سرتاسری شورا دروازه د افغانستان د ټولو علماوو پر مخ خلاصه ده او یاده شورا د علماوو د بسیج کولو لپاره، کار کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید