روزنامه هیواد

د پاکستان ریاست دې د ګلالۍ اسماعیل د کورنۍ ځورونه پرېږدی

په پاکستان کې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون یا هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان د امنىتی ادارو لخوا د بشری حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل کورنۍ په ځورورلو اندېښنې څرګندې کړې او له پاکستانی ریاسته یې غوښتنه کړې چې د مدنی ټولنې د فعالینو حفاظت دې ىقینی کړی. د پاکستان د بشری حقونو کمېشن (اېچ ار سی پی) په وىلی ګلالۍ اسماعیل په ګرد پاکستان، په خاصه توګه په خیبر پښتونخوا کې د بشری حقونو سرغړونو په سر اواز پورته کولو او د ریاستی ادارو له خوا د دوى په ځورولو باندې اندېښنې لری.د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل رسنیو ته ویلی لور یې د جون مىاشتې له ۲۲ مې بې درکه ده او له دوى سره یې هېڅ معلومات نشته. نوموړی وىلی بیا هم ریاستی ادارې وخت په وخت د دوى کور ته ورځی او دوى ځوروی.د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفىسر اسماعىل څو ورځې وړاندې پر ټوېټر لیکلی وو، چې په ساده جامو کې د پولیسو او امنىتی ادارو کسانو د دوى په کور چاپه وهلې، دوى یې ځورولی او ورته یې ګواښونه هم کړی دی.د پروفىسر اسماعىل له څرګندونو وروسته د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چی د مدنی ټولنې د فعالینو حفاظت دې یقینی کړی.د ګلالۍ اسماعىل پلار پروفیسر اسماعیل زىاته کړې چې د استخباراتی ادارو خلک هره ورځ په اسلام آباد کې د دوى کور ته ورځی او بې ځایه تپوسونه کوی. نوموړی وىلی که د دوى کوم میلمه هم دوى کره وی نو دغه خلک ترې پوښتنې کوی او ګواښی یې.پروفیسر اسماعیل وىلی دوى دې ته تیار دی چی د لور د بې درکۍ لپاره قانونی خواست جمع کړی خو دوى ته نه ده معلومه چې ګلالۍ اسماعیل یې چېرته ده.د ګلالۍ اسماعیل پرضد پولیسو هغه وخت د ترهګرې قضىه درج کړې وه کله چی په اسلام آباد کې له مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنې ماشومې فرشتې مړې موندل شوى و.د فرشتې کورنۍ په پولیسو دا پړه اچولې ،چې د لور د لټون په وخت یې بې غورې کړې ده. ګلالۍ اسماعیل د فرشتې له وژنې وروسته د پاکستان په رىاستی ادارو سختې نىوکې کړې وې. له دې وړاندې هم د پاکستانی د څاګرې ادارې اى اېس اى له خوا ګلالۍ اسماعیل په دې تورنه شوې، چې ګنې د پښتنو ذهنونه تحریکوی، د پاکستان «آى اېس آى» د پښتون ژغورنې پر فعالې غړې ګلالۍ اسماعیل له پاکستانه بهر پر وتلو بندیز لګولی او پر هغې یې تور لګولى چې هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره په خارج کې پیسې راټولوی او د پښتنو ذهنونه خرابوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید