روزنامه هیواد

د پاکستان د مخالف اپوزېسیون غونډو زور اخیستی

د پاکستان مخالفو سیاسی ګوندونو د جولای په ۲۵ مه د تورې ورځې په نوم نومولې او په همدې تړاو یې وړمه ورځ په کوټه، پېښور او د پاکستان په کراچۍ ښار کې ستر لاریونونه کړی دی. په کوټه کی د حکومت ضد احتجاج کې په زرګونو کسان راټول شوی وو او د پوځ ضد ویناوې پکې وشوې.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشرې او د پروېز مشرف لور مریم نواز غونډې ته په وینا کې وویل، چې نورپه ملک کې ټاکل شوی وزیر اعظم نه منی. هغې په خپله وینا کې له ولسه ژمنه واخیسته، چې د حکومت خلاف په اسلام اباد کې ستر لاریون کوی.

دې وویل د حکومت خلاف ځکه راوتلی چې جمهوریت په خطر کې دی، ګرانی ورځ تر بلې زیاتېږی، پر مېډیا بندیزونه دی. نو د ولس په ملګرتیا به ملک له دې دروند کړکېچ او بحرانه راباسی. د دې په خبره له کله چې د عمران خان حکومت راغلی ،په ملک کې هره ورځ توره ورځ ده.

د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر مالک بیا په خپله وینا کې وویل، په پاکستان کې دوی تل د جمهوریت ژغورلو لپاره مبارزه کړې ده، هغه که د جنرال ایوب خان مارشل لا وه یا د پوځی دیکتاتور جنرال ضیاالحق واکمنی وه، که د جنرال مشرف دور و یا هم اوس، دوی به هېڅکله د ولس له حکمرانۍ پر شا نه شی.

هغه زیاته کړه چی دلته پر پښتون تحفظ مومنټ بندیزونه لګول کېږی. دوه منتخب پارلمانی غړی علی وزیر او محسن داوړ یې له ایینی حقه بې برخې کړی دی او پارلمان ته د راوستلو اجازه نه ورکول کېږی.

غونډې ته نورو سیاسی مشرانو او ولسی وګړو ویناوې وکړې او د پاکستانی پوځ د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې د مبارزې تېزولو لپاره یې ږغ اوچت کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید