روزنامه هیواد

د پاکستان د رامولو لپاره دې پر بالمثل عمل لاس پورې شی!

ډاکتر زلمی خلیلزاد ،چې وتلى دیپلومات او سیاستوال دی په دې وروستیو کې د امریکاد متحدو ایالتونو د حکومت له خوا د افغان سولې ستونزمنه دنده ورسپارل شوې او هڅه کوی ،چې دا دنده په بریالیتوب ترسره کړی. خلیلزاد ته له داسې چا سره د معاملې او جوړ جاړی دنده سپارل شوې چې هېڅ ډول دینی او اخلاقی معیارونو ته ژمن نه دى، هرڅه یې په چل ول او دوکې ولاړ دی، پر کومه خاوره چې واک چلوی، په دسیسه او جعل ورکړل شوې او ټول کړه وړه یې له دوکې پرته بل څه نه دی. دپاکستان  چارواکو ټول عمر دروغ ویلی، دوی په افغانستان کې د وینو پر سوداګرۍ خپلې مزې چړچې کوی. د پاکستانیانو ظاهری شعار:
(( پاکستان کا مطلب کیا؟ لااله الا لله )) ، خو همدغه د لا اله الا لله پوځ (د پاکستان پوځ) په بنګلادېش کې له ۲۰۰ زرو بنګالیو مسلمانو پېغلو سره ناوړه کړنې وکړې او له بې ګناهۍ سره سره د کورنیو او ټولنې د کرکې وړ هم وګرځېدې، ځینو ځانونه ووژل او ځینې نورې ښارونو او کلیو ته وتښتېدې، د همدغه تش په نامه د اسلام په نامه جوړ شوی هېواد دپوځ له لاسه ۱۵ میلیونه مسلمان بنګالیان هند ته کډوال شول، یوازې د ۱۹۷۱ کال د مارچ پر ۲۵ مه شپه په ډاکه کې د پاکستانی جنرالانو په امر ۲۵۰ زره محصلین، ډاکتران، زده کوونکی، انجنیران، د پوهنتونونو استادان، خبریالان، سیاسی فعالان او په ټوله کې لوستی کسان له توپیر پرته ځکه ووژل شول، چې فکر یې کولو همدغه کسان به له آزادۍ وروسته بنګلادېش جوړوی. په پاکستان کې د اسلام ستر ټیکه دار پوځی حکمران جنرال ضیا الحق په اردن کې ۲۵۰۰۰ فلسطینی مسلمانان د ۱۹۷۰ کال په سپتمبر(تورسپتمبر) کې تر ټانکونو لاندې کړل،نو اوس خلیلزاد ته د دغسې  هېواد له چارواکو سره هوکړې ته د رسېدو یا په افغانستان کې د سولې لپاره د هغوی دقانع کولو دنده ورسپارل شوې ده.

داسمه ده چې ښاغلی خلیزاد ته د افغانستان او پاکستان ټول حساسیتونه او انګېرنې سمې مالومې دی. دى پر دې ښه پوهېږی چې د افغانستان ستونزې چېرې دی. د ده د خپلو څرګندونو پربنسټ د پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کې د جګړو او جګړه مارو اصلی سمبالوونکی، تمویلوونکی او قومانده کوونکی دی.

په دې وروستیو کې ښاغلی خلیلزاد ویلی ،چې پاکستانیان د افغانستان په اړه داسې پټ پلان لری، چې هغه په ښکاره نه شی ویلى. خلیلزاد د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان له افغانانوڅه غواړی ؟  ویلی ښایی پاکستانیان غواړی ځینې سیمې د هغوی پلویانو لکه د حقانی شبکې تر ولکې لاندې ورکړل شی. یا هم غواړی افغانستان خپل بهرنى سیاست د اسلام آباد په کنټرول کې ورکړی او یا هم غواړی افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنی او یا غواړی په افغانستان کې خپل ګوډاګیان واک ته ورسوی؟

دا د ښاغلی خلیلزاد په آند د پاکستان هغه غوښتنې دی، چې د پوره کولو لپاره یې د افغانانو وینې تویوی، په دې سره نه یوازې د افغانانو ، بلکې د امریکا په ګډون د افغانستان دنورو ملاتړو هېوادو د وګړو وینې هم تویوی او هم غواړی په دغه ډول کړنو سره له افغانستانه د ترهګرو ځاله جوړه، سیمه او نړۍ و ګواښی.

که وکتل شی د پاکستان له یادو غوښتنو  یوه هم نه منطقی او نه هم عملی ده، دا غوښتنې نه افغانان منی او نه هم کوم بل څوک دغه حق لری چې په دې اړه کومه معامله وکړی.

هغه ډول چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلی، پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له امریکا څه باندې ۳۳ میلیارده ډالر اخیستی، خو د ټرمپ پر وینا په بدل کې یې یوازې امریکا ته دروغ ویلی.

پر دې خلیلزاد او هم نور امریکایی چارواکی اوس ښه پوهېږی چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رښتینى نه دى که امریکا څومره ډالر ورکړل، خو پاکستان یې همکارۍ ته رامات نه شو کړاى، که ځینو امریکایی چارواکو پاکستان ته ګواښونه هم وکړل، نو چندان ګټه یې ونه کړه. داسې ښکاری چې د ولسمشر ټرمپ بندیزونو او ګواښونو سره له دې چې پاکستان له سختو ستونزو سره مخ کړى ،خو دغه کار هم هغه ډول چې تمه یې کېده د پام وړ پایله نه درلوده، ځکه چې له دغو ګواښونو او بندیزونو سره سره په افغانستان کې جګړې زور واخیست او هم پاکستان د طالبانو  اړیکې له روسیې او ایران سره ټینګې او هغوی ته یې نور ډونران هم پیدا کړل ،چې په دې سره یې افغانستان او هم امریکا ته نوى سرخوږى هم جوړ کړ،نو چې داسې ده څه کول په کار دی؟

داسې ښکاری چې په دغسې حالت کې ګټوره، ارزانه او آسانه لاره  هماغه ده چې پاکستان یې کاروی.

وتلى فرانسوی ستراتېژیست اندره بوفر وایی: ((کله چې غلیم زموږ پر ضد غیرمستقیمه ستراتیژی پلې کوی، موږ هم باید ورته ستراتېژی ترلاس لاندې ونیسو. کله چې غلیم زموږ له کمزوریو ګټه اخلی، موږ هم باید ددوښمن له کمزوریو ګټه واخلو. که موږ کمزورې نقطې لرو، دوښمن هم کمزورې نقطې لری، که زموږ کمزوری د دوښمن لپاره هدف دی، د دوښمن کمزورې نقطې بیا موږ ته هدف دی.)) اوس ، نو چې پاکستان په څه باندې ۳۳ میلیارده ډالرو انعام همکارۍ ته چمتو نه شو، که امریکا ۳۰۰ میلیارده ډالر هم ورکړی، بیاهم همکاری نه ورسره کوی، که پوځی برید پرې وکړی لومړى ، خو دا چاره اوس عملی نه ده، که وی هم دغه کار به ستونزې جوړې کړی، سره له دې چې اقتصادی بندیزونه او فشارونه اغېزمن دی، خو داسې ښکاری چې په دې سره هم پاکستانى جنرالان لارې ته نه راځی ، نو ځکه خو یوازینۍ غوره لار هماغه د ورته عمل لار ده. پاکستان تر افغانستان ډېرې کمزورتیاوې لری، نو امریکا ته بویه چې له دغو کمزوریو ګټه واخلی، د پاکستان د دولت مخالفین پیاوړی کړی، بلوڅان پر دوو پښو ناست دی، سندیان په وینو کې خوټېږی، ګلګت بلتستان یوې وړې اشارې ته تیار دى، د پښتون ژغورنې غورځنګ یوازې اخلاقی ملاتړ ته اړتیا لری او بله دا چې په پاکستان کې د پیسو په بدل کې هره چاره شونې ده، نو ځکه خو خلیلزاد باید امریکایان پر دې قانع کړی چې څه باندې ۳۳ میلیارده ډالرو کار ونه کړ ،نو که ۵۰۰ میلیونه ډالر په پاکستان کې د وران کاریو لپاره بیل کړی، په ډاډ سره ویلى شو ، چې پاکستان پر عقل راوستلى شی. کله چې څو پرله پسې چاودنې په کراچۍ اسلام اباد او په تېره لاهور کې وشی او هم بلوڅان د مالی او تسلیحاتی ملاتړ پر مت پر پاکستانی پوځیانو پرله پسې بریدونو ته زور ورکړی، بیا وګورو، چې څنګه په افغانستان کې لاسوهنې او ورانکارۍ ته دوام ورکوی؟ د پاکستان د پرځاى کېنولو لپاره یوازې همدغه تګلاره ګټوره او اغېزمنه ده او بس؟

ودان روښان

ممکن است شما دوست داشته باشید