روزنامه هیواد

د پاکستان حکومت له زرداری وروسته حمزه شهباز هم نیولى

په پاکستان کې داحتساب ادارې د حکومت د مخالفو ګوندونو دمشرانو دغبن په تورونو کې دنىونې لړۍ چټکه کړې او وړمه ورځ د پخوانی صدر او پىپلز ګوند دمشر آصف علی زرداری له نىول کېدو وروسته پرون دپنجاب اسمبلۍ دمخالفو ډلو مشر او دپخوانی وزىراعظم نوازشرىف وراره حمزه شهباز هم نىول شوى دى.پر حمزه شهباز له عوایدو د زىاتو پانګو د لرلو، دغبن او په ناقانونه ډول دپىسو دلېږد تورونه لګول شوی دی، خو حمزه شهباز رسنىو ته وىلی: هېڅ غبن ىې نه دى کړى او که دىوې روپۍ غبن ثابت شی، نو سىاست به پرېږدی.ښاغلى حمزه شهباز پرون وروسته له هغې نىول شوى چې په ىادو دوسىو کې موقتی ضمانت کې دپراختىا خواست ونه منل شو.له نىول کېدو څو شېبې وړاندې د پنجاب اسمبلۍ دمخالفو ډلو مشر او دپنجاب دپخوانی وزىراعلى شهباز شرىف زوى رسنىو ته وىلی چې هغه هېڅ غبن نه دى کړى، خو حکومت ترې سىاسی انتقام اخلی.هغه وىلی (( د زرداری له نىول کېدلو ىوه ورځ دمخه فردوس عاشق اعوان دهغه دنىول کېدو خبره کړې وه او زما په هکله چارواکو وىلی چې حمزه شهباز نىول شوى، خو انصاف به بریالى کېږی ،زموږ لپاره زندانونه کومه نوې خبره نه ده.))دپاکستانی مىډىا له مخې دحمزه شهباز له نىول کېدو وروسته دمسلم لىګ نواز ګوند فعالىنو دهېواد په بېلابېلو برخو کې پر احتجاجی مظاهرو لاس پورې کړى او په سلګونو مظاهره چىان سړکونو ته راوتلی دی.له دې ىوه ورځ وړاندې دپاکستان د پىپلز پارټۍ مشر اصف علی زرداری هم دغبن په تورونو نىول شوى او دهغه دنىولو په ضد هم دپىپلز ګوند لخوا احتجاجی مظاهرې روانې دی.د آصف زرداری او حمزه شهباز دنىولو ترڅنګ دا مهال دپاکستان پخوانى وزىراعظم نوازشرىف هم دخپلو پانګو د نه څرګندولو په تور نىول شوى او محکمې هغه د اوو کالو دبند په سزا زندان ته اچولى دى.همدغه شان په قامی اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر او دنوازشرىف ورور شهباز شرىف هم له دې وړاندې دغبن په تورونو نىول شوى و خو وروسته محکمې هغه په ضمانت خوشى کړ. په پاکستان کې دمخالفو ډلو دمشرانو دنىونې پر لړۍ په ټولنىزو رسنىو کې هم تاوده بحثونه روان دی او که دعمران خان په حکومت ټکونه کېږی چې داحتساب په نوم خپل سىاسی مخالفىن زندانونو ته اچوی نو هلته د حکومت پلوىان خوشحالی هم ښکاره کوی چې په پاکستان کې اوس هغه خلک نىول کېږی چې دقام پىسې ىې غلا کړې دی.د عوامی نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولی خان د آصف زرداری په نیولو په خپل ټویټ کې ویلی : د اصف علی زرداری له نیولو د انتقام بوى راځی.پخپله اصف علی زرداری هم د عدالت غوښتنه کړې او خبرىالانو ته یې وىلی ،چې دا هر څه دحکومت په اشارو روان دی.هغه وىلی د درېـىمې نړۍ په هېوادونو کې نىونې د سىاست حسن دى او زما دنىولو مقصد ىوازې دفشار راوړلو حربه ده. دعمران خان دکابىنې ىو مرکزی وزىر ښاغلی فواد چوهدری وىلی چې د نوازشرىف او زرداری زندان ته اچول د واکمن ګوند تحرىک انصاف مهمه انتخابی ژمنه وه او دغه ژمنه ىې سرته ورسوله.دعمران خان حکومت دا تورونه بولی چې ګنې دمخالفو ډلو مشران دسىاسی انتقام په اساس نىسی او درىځ لری چې پر دوئ له وړاندې  دغبن مقدمې درج شوې وې، خو په دغو مقدمو کې اوس دوى دعدالتونو لخوا زندانونو ته اچول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید