روزنامه هیواد

د پاکستان توغندیزو بریدونو د هېواد د امنیت شورا غوسه راپارولې

پر کونړ د پاکستانی لوری د ۷۲۰ توغندیو د راورولو په غبرګون د ملی امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ټولو امنیتی او دفاعی بنسټونو ته امر کړی، چې د افغانستان د پولو د ساتنې په تړاو دې له معمولی خبرې هم نه تېرېږی ، بلکې جدی دې یې ونیسی. د ملی امنیت شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د محب له قوله راغلی، افغان ځواکونه د خاورې د تمامیت په ساتلو مکلف دی او په برخه کې دې هر ډول مسایل جدی ونیسی. خبرپاڼه وایی: د ملی امنیت شورا سلاکار محب د پنجشنبې په ورځ د امنیتی مشرانو په غونډه کې امر کړی چې د ډیورنډ په فرضی کرښه دې د پاکستانی ځواکونو تخطۍ مستندې کړای شی،چې په تړاو یې  په راتلونکو امنیتی غونډو کې وروستۍ پرېکړه وشی.ښاغلی محب دغه راز پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی، چې د بین الدول اړیکو اصولو ته دې درناوى وکړی او شخړو ته دې لاره نه اواروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید