روزنامه هیواد

د پاکستان استخباراتو پر پښتنو ترهګریز بریدونه کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سلګونو غړو پرون د پاکستانی رىاست پر ضد د بلو چستان په پښتون مېشته سىمه چمن کې لارىون وکړ. دوى د امن شعارونه ورکول او په وروستىو ترهګرىزو پېښو کې د پاکستانی چارواکو لاس لرل یې په ډاګه کړل.

په چمن کې تېره دوشنبه د بمې چاودنې له امله ىو تن وژل شوى و او ۱۳ نور ملکی وګړی ټپىان شوی وو دغه راز د اپرېل پر اتمه په کوټه کې په هزاره ګانو برىد کې له شلو زىات وژل شوی وو او ۴۸ نور ىې ټپىان کړی وو لارىون کوونکو ووىل: د پاکستان د امنىتی او استخباراتی ادارو په سلا مشوره دا برىدونه شوی دی.

د معلوماتو له مخې په لارىون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښو غړو سربېره په سلګونو پښتنو برخه اخىستې وه. دوى په ترهګرۍ کې د وژل شویو پښتنو انځورونه په لاس کې درلودل او په مهمو څلور لارو، واټونو او کوڅو کې ىې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

په ټولنىزو رسنىو کې ىوه وېډىو خپره شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزی کمېټې مخکښ غړی ( ملا بهرام) په دغه لارىون کې واىی: په چمن کې وروستى برىد هغه پخپله پاکستانی ځواکونو کړى. هغه قسم وخوړ چې په ډاټسن موټر دهماکه پاکستاتی ځواکونو کړې ده او که چېرته دوى په هغه برىد کې لاس نه لرلى، نو بىا دې د ځان سپىنولو لپاره هلته د لګېدلو پټو څارونکو کېمرو رىکارډنګ ټولې نړۍ ته ښکاره کړی: (( ملا بهرام وړاندې واىې پاکستانی رىاست زموږ د پښتنو قومونه پېل بېل کړل. موږ ىې ووېشلو، زموږ په منځ کې یې شنې پټۍ تېرې کړې، زموږ په سىمه کې امنىت نه غواړی او زموږ په زرګونه پښتانه ىې ورک کړل دا د دوى پالىسۍ ده چې پښتانه په پاکستان کې ذلىل او ورک کړی، خو موږ به اجازه ورنکړو چې موږ بېل شو. زموږ مبارزه به تل دوام لری. ))

دى واىی: په ىوه کمپ کې تر لسو لکو پښتانه وردننه کړی او سپىن ږىرې، سپىن سرې ځوانان، نجونې ناراضه دی. دوى پرې ظلمونه کوی او ټول وطن ىې په وىنو لړلى دى. هغه پښتنو ته په خپلو خبرو کې ووىل: که چېرته دا ډول په اتفاق شو ،نو که هغوى مو په بمونو ولی، په بمونو به ځواب ورکوو. پی‌ ټی اىم په دغه لارىون کې ىو ځل بىا پر حکومت غږ وکړ چې په پښتون مېشتو سىمو کې دې برىدونه نه کوی ،کنه نو لوى لوى احتجاجونه به وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید