روزنامه هیواد

د پاکستان احتمالی صدراعظم عمران خان کابل ته راځی

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د پارلمانی ټاکنو اکثریت ګټونکی عمران خان ویلی، چې د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته سفر کوی.افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له ښاغلی عمران خان سره ټیلیفونی خبرې کړې او د همکاریو د ښه‌والی ټینګار یې کړى دى.دا خبره د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی د یکشنبې په شپه ازادۍ راډیو ته وکړه. ښاغلی مرتضوی زیاته کړه: (( جمهور رییس غنی له ښاغلی عمران خان سره په تلېفون خبرې وکړې. د پاکستان په پارلمانی ټاکنو کې یې د بریا مبارکی ورکړه. جمهور رییس وویل ، چې زموږ تمرکز باید په تېر حالت نه‌وی، بلکې باید راتلونکی ته وګورو چې وکولای شو د یوه لیدلوری پر اساس په اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو برخو کې د همکاریو ښه بنسټ کېږدو. ښاغلی عمران خان لېوالتیا وښووده چې کابل ته تشریف راوړی او ولسمشر هم بلنه ورکړه چې کابل ته تشریف راوړی.))د مرتضوی په خبره د یکشنبې په ورځ په دې ټیلیفونی خبرو کې عمران خان هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په ټولو برخو کې د لوړې کچې همکاری رامنځته کړی.د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په خپله فېس‌بوک پاڼه د ولسمشر اشرف غنی او عمران خان د خبرو یادونه کړې او ویلی یې چې عمران خان به د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته لاړ شی.عمران خان په ټاکنو کې د اکثریت تر ګټلو وروسته په خپل بیان کې افغانان د نړۍ په مخ تر ټولو ځورېدلى ولس وباله.ده وویل:

(( د نړۍ په مخ چې په کوم هېواد کې خلک تر ټولو ډېر تکلیفونه لیدلی هغه افغانان دی. افغانان امن ته ضرورت لری. په هره طریقه چې وی موږ هلته د امن راوړلو لپاره هڅه کوو. زه خو دا هم غواړم چې له دغه هېواد سره داسې اړیکې ولرو چې پولې مو سره خلاصې وی لکه څنګه چې په اروپایی ټولنه کې دی.)) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد د جولاى د ۲۵مې پارلمانی ټاکنې اکثریت ګټلې او اوس د حکومت د جوړولو په خاطر ازاد کاندیدان او واړه ګوندونه خپلوی.عمران خان ویلی چې د اګېست له ۱۴مې مخکې چې د پاکستان د ازادۍ ورځ به وی خپل حکومت جوړوی.سره له دې چې پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نواز ګوند، عوامی نشنل او جمعیت علماى اسلام په څېر مهمو ګوندونو د ټاکنو له نتیجو سره مخالفت ښودلى، عمران خان به څنګه له افغانستان سره اړیکې ښې کوی؟

دا پوښتنه په پاکستان کې د سیمه‌ییزو چارو کارپوه ډاکتر سرفراز داسې ځوابوی:(( ښکاری چې په پاکستان باندې ډېر لوى فشار دى، زموږ په عسکرو هم لوى فشار دى، په معیشت باندې هم فشار دى. پاکستان [د ترورېزم د تمویل] په خړ لېست کې دى. د مُلک مالی حالات خراب دی، بندیزونه هم کېداى شی، نو دغو حالاتو ته په کتو نه‌یوازې عمران خان، بلکې زموږ عسکر او نور مقتدر چارواکی په خپلو ځینو تګلارو باندې بیا کتنه وکړی.))د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د نوی باب د پرانیستلو ژمنې داسې وخت دواړه لوری یو بل ته ورکوی چې په پاکستان د امریکا له‌خوا فشارونه زیات دی چې د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کې رښتینى همکاری وکړی.وروستی وار تېره اوونۍ د امریکا د مرکزی قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووټل کابل ته په سفر کې په پاکستان غږ وکړ چې د خپلو کړیو ژمنو عملی کولو ته ودانګی.

ممکن است شما دوست داشته باشید