روزنامه هیواد

د پاکستانی ملېشو ظلمونه به د دوی د زوال لامل شی

که څه هم د پاکستانی ملېشو له خوا په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې پر پښتنو او بلوڅانو د ظلمونو له امله وخت ناوخته لاریونونه کېږی، خو دا ځل د پاکستانی ملېشو له خوا د ماشومانو د شهیدانولو له کبله پراخ لاریون پیل شوی دی.دغه لاریون د خیبرپښتونخوا د بنو په جانی خېلو سیمه کې د پاکستان پوځ له لوری د ماشومانو د شهیدانولو له کبله د یاد پوځ پر ضد پیل شوی دی.که څه هم د لاریون څلور ورځې شوې، خو دا چې پاکستانی پوځ د موضوع په اړه سر خلاص نه کړ، خلکو لاریون پنځمې ورځې ته وغځاوه.په دې لاریون کې خلک د پوځ خلاف د مرګ شعارونه ورکوی او د عدالت غوښتنه کوی.لاریون کوونکی وایی: که د پاکستان حکومت یې غوښتنې همدلته ونه منی او غږ یې وانه وری؛ نو دوی به خپل لاریو تر اسلام آباده هم وغځوی او بیا به یې مخنیوی ناممکن وی.دوی وایی: د پاکستان د پوځ وحشت اوج ته رسېدلی او نور یې پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږی او تر هغو به د پوځ خلاف مبارزه کوی ،چې د دوی وژل او ځورول بس نه شی، خو که بیا یې هم ظلمونو ته دوام ورکړ دا به د پوځ په زوال تمامه شی.د بنو جان خیلو اوسېدونکی د پاکستان له حکومت غوښتنه لری، چې د شهیدو شویو ماشومانو قاتلین پوځیان دې پیدا او دولس په مخ کې دې اعدام کړی.د شهیدو شویو هلکانو کورنۍ وایی، چې دوی شاوخوا شل ورځې وړاندې د پوځ له لوری له ځان سره وړل شوی وو، چې څلور ورځې وړاندې یې مړی په خوړ کې وموندل شول.د پاکستان پوځ پر پښتنو او بلوڅانو رڼا ورځ تیاره ګرځولې او له دوی سره یې په هېڅ راز ظلم سرپه نه ده کړې.بلوڅ ملتپالو بیا تر پښتنو په مبارزه کې یو څه تکړه دی او وخت ناوخت پر پاکستانی پوځیانو مرګونی بریدونه هم کوی ،چې درنه مرګ ژوبله له ځانه سره لری.د پاکستان پوځ له دې سره سره د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې خپلو ظلمونو ته په شدت دوام ورکړی او له خپلو ناوړه کړنو په هېڅ صورت لاس په سر کېږی نه، چې دا به یې اخر په زوال تمامه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید