روزنامه هیواد

د پاکستانی مشرانو په خوله اعتبار له وخته مخ کې خبره ده

د پاکستان د پارلمانی ټاکنو ګټونکی او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایی، چې له افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو سره ښې اړیکې غواړی او دا د هغه د بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکی دی. عمران خان په اسلام اباد کې ویلی چې دی به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او له امریکا متحدو ایالتونو سره په دې برخه کې د ګډ کار هڅه وکړی. عمران خان زیاته کړې چې دی حتا په دې تمه دی چې یوه ورځ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې د اروپایی ټولنې د پولو په څېر آزادې وی. عمران هم د نورو چارواکو په څېر تکراری او نه عملی کېدونکې خبرې کړې، چې ګنې (( د پاکستان سوله د افغانستان له سولې سره تړلې )) او دی به په دې برخه کې تر خپلې وسې پورې هڅه وکړی. عمران خان د پاکستان او امریکا د ترینګلو اړیکو د ښېګڼې ژمنه وکړه ، خو د دې لپاره یې کومه ځانګړې طرح وړاندې نه کړه. عمران خان ،چې ویل کېږی، د صدراعظمۍ څوکۍ به تر لاسه کوی، په داسې حال کې دا خبرې کوی، چې په افغانستان کې یې د طالبانو د وسله والې ( ناروا ) بلل شوې جګړې ملاتړ کاوه او دغه راز یې په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا هوایی بریدونه غندل، پوښتنه دا ده، چې عمران خان څنګه داسې یو په یو بدل شو!؟ په هر حال اوسنی پاکستان له ترهګرۍ ډک دی ،بهرنۍ پالیسی یې هم د افغانستان او هند په وړاندې په ټول وس جګړه ده او دا جګړه به د هغې ترهګرۍ او اورپکۍ پر مټ پر مخ وړی، چې د روزنې لپاره یې له امریکا او نورې نړۍ په مکارۍ پیسې اخیستې ،له همدې امله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د پیل په مناسبت په خپل لومړنی پیغام کې پر پاکستان پړه واچوله چې امریکا ته یې د میلیارډونو ډالرو مرستو په بدل کې له چل ول او غولولو پرته بل هېڅ نه دی ورکړی. همدا ده ،چې د امریکا او افغانستان په شمول له سیمې او نړۍ سره د پاکستان اړیکې ډېرې خرابې شوې او په سیاسی، اقتصادی او پوځی برخو کې یې سخت زیانونه لیدلی او پرې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې هم بندې شوې دی. د پاکستان اوسنۍ ټاکنې هم له درغلیو ډکې وې او پوځ د عمران خان په ګټه په کې لاسوهنې وکړې. عمران خان په دې ځل انتخاباتو کې د پاکستان د پوځ د خوښې کاندید و او د ده بریالیتوب هم د پوځ له خوا پلان شوی و. د پوځ پالیسی بېرته په افغانستان او هند کې د تپل شوې جګړې دوام دی، دا خبرې هم د خندا وړ دی، چې ګنې د افغانستان په امن کې به عمران خان له امریکا سره هم همکاری وکړی. دغه راز عمران خان په پاکستان کې د روزل کېدونکې او دېره شوې ترهګرۍ او اورپکۍ په اړه هېڅ هم نه دی ویلی، دا هغه ترهګری او اورپکی ده، چې افغانستان، سیمه او نړۍ یې پرضد ګډه مبارزه غواړی او له پاکستان سره یې په همدې اړه تعلقات شلېدلی دی. دا چې پاکستانی مشرانو په عمل کې ځان نه وی بدل کړی او خپلې ګټې یې د سیمې او نړۍ په امنیت او ثبات کې نه وی پاللې،  نو د پاکستانی چارواکو په خوله هېڅ اعتبار هم نه شته او نه هم څوک ترې تمه لرلی شی، خو پاکستانی مشران باید ځان بدل کړی او د نړۍ له غوښتنو سره سم ځان عیار کړی. ترهګر د ټول بشریت دښمن دى، نور دې د ترهګرۍ پرمټ له ګټو تېر او له سیمې او ګاونډ سره دې په ښو تعلقاتو کې ګډې او تلپاتې ګټې ولټوی. له دې پرته د پاکستان بېړۍ ساحل ته د وتو نه ده او د پوځ له پلان سره سم پر داسې لور روانه ده، چې په هېڅ توګه ژغورل کېدای نه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید