روزنامه هیواد

د پارلمان هر وکیل حکومت ته د ورځې په  ۱۸ زره افغانیو تمامېږی

د ولسی جرګې د دارالانشا مشر خداى نظر نصرت وایی: څه باندې یو میلیارد او شپږسوه میلیونه افغانۍ د دغې جرګې د یوه کال بودیجه ده،نو د ورځې شاوخوا اتلس زره او په کال کې نږدې شپږ نیم میلیونه افغانۍ پر یوه استازی لګول کېږی.خداى نظر نصرت له بی بی سی سره په خبرو کې وویل: د دغو پیسو شاوخوا نیمایی د تنخا له اړخه استازو ته په مستقیم ډول ور کول کېږی او له نیمایی زیاتې په نامستقیم ډول د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ورته لګول کېږی.
دى زیاتوی: (( د موټروان، شخصی مرستیال او څلورو ساتونکو د هر یو لپاره ۱۵ زره افغانۍ د میاشتې تنخا ده، چې نوی زره افغانۍ کېږی له ټلېفون، تېلو، کور او معاش سره ۲۴۵ زره افغانۍ کېږی څه باندې ۴۷ زره ترې په مالیه کې کمېږی او نږدې ۱۹۵ زره ورته پاتې کېږی.))خو د ولسی جرګې پر یو شمېر استازو دا نیوکې کېږی چې ولسی جرګې ته په تلو سره د پیسو ګټلو لپاره هر ډول کړنو ته لاس اچوی.د ولسی جرګې د اداری برخې لوړپوړی چارواکی وایی: په وروستیو اتو کلونو کې یې داسې استازی له نظره تېر شوی چې په لومړیو کې په کرایی موټرو کې ورتلل، خو اوس لوړ بیه ګاډی او ښې شتمنۍ لری،خو دا چې په کوم ډول یې ترلاسه کوی، ښاغلى نصرت په لنډ ځواب کې وایی، ځینې یې شخصی سوداګری کوی، خو کم شمېر یې له ناقانونه لارو ډېرې پیسې تر لاسه کړی.د خداى نظر نصرت په خبره (( ځینې کوښښ کوی چې پخوا یې هر ډول تورې پیسې ترلاسه کړې د پارلمانی خوندیتوب له لارې غواړی پارلمان ته راشی، ځینې ځکه راځی چې دلته ځان بډاى کړی او هغه هم له ناروا لارو څخه ))د نوموړی په خبره، دا چې په حکومت کې ستونزې دی او وزیران له وکیلانو سره بې پروایی یا مراعات کوی، نو له همدې امله دوى ناوړه استفاده کوی. ولسی جرګه انکشافی بودیجه هم لری، خو عادی بودیجه یې له یو شمېر وزارتونو او ډېرو خپلواکو ادارو لوړه ده.د بیلګې په ډول د اقتصاد وزارت دوه سوه نهه اتیا میلیونه، ترانسپورت وزارت دوه سوه پنځه اتیا میلیونه او د ښار اود کلیو پراختیا وزارت پنځه سوه شپږ ویشت میلیونه افغانۍ بودیجه لری. په ولسی جرګه کې یو شمېر استازی بیا په دې لا نه دی خوشحاله او وایی: د ولس د ستونزو د اورېدو او حل کولو لپاره له دې ډېر لګښت پر دوى راځی. د ښاروالۍ کارمند جنت ګل وایی: دولت پر دوى ډېر مصرف کوی، خو نه پوهېږی چې دا په دې ارزی که نه.دى وایی: ۴۲ کاله کېږی چې د ښاروالۍ کارمند دى، خو لس زره یې معاش دى.زما د یو یا دوو کلونو معاش د دوى له یوې ورځې سره برابر دى.د افغان ولس د برخلیک په اړه په دې کور کې په وروستیو دیارلسو کلونو یا دوو دورو کې ډېرې خبرې جګې ټیټې شوې، هغه که د سیاست له اړخه وې که د اقتصاد او یاهم د قانون له اړخه.ولسی جرګې په ۱۵ مه دوره کې د فرمانونو او طرحو په ګډون ۸۲ قوانین او ۳۱ نړیوال اسناد لکه میثاقونه او هوکړې تصویب کړې.۱۶ مه دوره کې یې ۱۹۱ د قوانینو طرحې، تقنینی فرمانونه او له یوسلو دېرشو ډېر نړیوال اسناد تصویب شوی.د ولسی جرګې د شپاړسمې دورې پاى ته یوازې څو میاشتې پاتې دی، خو د افغان حکومت دغه لګښت پاى نه لری او راتلونکې ولسی جرګې ته د لا زیاتې بودجې داخیستو هڅه کېږی.استازی وروسته له هغه چې په ولسی جرګې کې یې د چوپړ پېر یا پړاو پاى ته ورسېږی او بیا ونه شی کړاى چې غړیتوب یې ترلاسه کړی، سیاسی پاسپورت، کورنۍ ته یې د خدمت پاسپورت او د ساتونکی په ګډون یو شمېر امتیازات د ټول عمر لپاره ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید